1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه يوه بله ډله رد شوي افغانان کابل ته رسېدلي دي

۱۳۹۸ خرداد ۱, چهارشنبه

کابل ته د چهارشنبې په سهار له آلمانه د رد شويو افغانانو يوه بله ډله رسېدلې ده. تر اوسه له آلمانه په ټولیزه توگه په ۲۳ پروازونو کې ۵۶۵ رد شوي نارينه پناه غوښتونکي افغانستان ته اخراج شوي دي.

https://p.dw.com/p/3IrUy
Afghanistan Kabul abgeschobene Asylbewerber kehren zurück Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad

د کابل د نړيوال هوايي ډگر چارواکو ويلي دي چې يوه الوتکه چې ۲۶ اخراج شوي افعانان پکښې سپاره ول، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د می ۲۲مه) سهار پر ۷ بجې ور رسېدلې ده. دا د ۲۰۱۶م کال له ډسمبر مياشتې راهيسې ۲۴ وار دی چې رد شوي افغان پناه غوښتونکي په ډله ایز ډول افغانستان ته اخرجيږي.

په تلگرام کي د دويچه ويله پښتو کانال

تر اوسه په ټولیزه توگه له آلمان څخه په ۲۳ پروازونو کې ۵۶۵ نارينه پناه غوښتونکي بيرته افغانستان ته استول شوي دي.

د تېر کال په جولای مياشت کې تر يوه ډله ایز اخراج وروسته له ۶۹ نارينه وو څخه يوه کابل ته تر رسيدو لږ وروسته ځان وژنه وکړه چې دې له آلمانه افغانستان ته پر لانجمن اخراج بحثونه نور هم زيات تاوده کړل.

انتقاد کوونکي وايي چې په افغانستان کې امنيتي وضيعت اوس هم د انديښنې وړ دی. د وسله والو طالبانو او داعش ترهگرې ډلې پر ضد جگړه هره ورځ يو شمير قربانيان لري.

د ملگرو ملتونو د رپوټ په حواله د روان میلادي کال له جنورۍ مياشتي تر مارچ مياشتې پورې په دې جگړه کې۵۸۱ ملکيان وژل شوي او ۱۱۹۲ ټپيان شوي دي چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۳ سلنه زيات دي.

خو په عين وخت د افغانستان د شخړې په سياسي توگه د حلولو هڅې هم رواني دي. تر اوسه د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو اترو څو پړاونه ترسره شوي دي. دا خبرې اترې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ، مستقيمو خبرو اترو ته بايد لاره هواره کړي.

b.s/n.z (dpa)

زموږ له آرشيف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل