1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشرۍ ته کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله سره مرکه

۱۳۸۸ مرداد ۲۰, سه‌شنبه

جمهوري رياست نوماندداكترعبدالله عبدالله چى پنځوس كاله عمرلري په كابل كى زيږيدلى څلوراولادونه لري دطب داكتردي همايون شاه اصفي لمړى مرستيال اوپوهاندچراغ علي چراغ ئى دوهم مرستيال دي...

https://p.dw.com/p/J7cf
ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله
ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر عبدالله عبداللهانځور: DW

د افغانستان د ولسمشر له پاره نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کي د خپل احتمالي حکومت تګ لاره داسي بيان کړه

دويچه ويلي:داراته وواياست چى اوسنى سياسى اوامنيتى حالت څنګه بولى؟

عبدالله : امنيتى حالات متاسفانه دتشويش وړدي خصوصادانتخاباتوپه مهال اودكمپاينونوپه جريان كى سياسي حالت هم اميدواركونكى نه دى څواميدواري پدى كى ده چى خلك ټولټاكنوته سترګى په لاردي چى په سياسي اوامنيتي حالت كى به پوښتنه بدلون رامنځ ته شي دامهال دنظام مشروعيت ترسوال لاندى دى ځكه چى دجوزاداول نه دكرزى وخت داساسي قانون په اساس پوره شوي دي ياداچى پارلمان فيصلى كوي اوحكومت ئى نه مني تفكيك دقواوله منځه تللى دي داټول يونامناسبه سياسي حالت ښۍ خوبياهم اميدواري په دى كى ده چى دټاكنوله لارى يوښه بدلون رامنځ ته شي

دويچه ويلي:كه چيرى تاسوجمهوري رياست پست ته ورسيږي نوستاسوبهرنى سياست به څه وي اودګاونډيانوسره به څه چلندولرۍ؟

عبدالله :دافغانستان بهرنى سياست چى په ملي منافعوباندى به ولاړوي دافغانستان دګاونډيانوسره ښه مناسبات لرل يوه مهمه مسئله ده .

په دى كى به هلى ځلى وكړواواوس اوس چى كوم په ګاونډيوهيوادونوكى هم دازمينه برابره شوى ده پخواهم دافغانستان لخواكوششونه شوي ووخوشرائط مناسب نه وواوس دغه حالت دپخواښه معلوميږي.

دويچه ويلي:تاسودبهرنيوځواكونودرايستلوپه اړه څه پروګرام لرۍ؟

عبدالله : خارجي قوتونه به پاتى وي خوزمونږهيله داده افغانستان يوورځ وكولى شي چى په خپلوپښوودريږي دخپل امنيت ساتل اودځانه دفاع كول دافغاني قوتونومسوليت وبلل شي داوخت نيسي خوبايدچى ډيرى هلى ځلى وشى ترڅوچى افغانستان هغه حالت ته ورسيږي په دى اوسنى حالت كى متاسفانه دازمينه نه ده برابره اته كاله كيږي دبن كنفرانس اوس نوراضافي قوتونه دروان دي اوخارجي قوتونوضرورت احساسيږي داحالت به هغه وخت بد ل شى چى يوملي حكومت چى خلكوته صادقانه خدمت كولى شي اوتعهدولري راشي چى ملي ځواكونه سمبال كړى اودافغانستان ملت دامنيت په راوستلوكى دخپل كړى ددي اميدوارى پيداكيږي چى څوكاله وروسته به خارجي قوتونوته اړتيانه وي اوداكاردملي روغى جوړى په پروسى پورى هم اړه لري.

دويچه ويلي:تاسوددولت دمخالفينواوطالبانوسره دروغى جوړى چانس څومره وينۍ؟

عبدالله : زه فكركوم چى داچانس شته ولى په اوسنۍوخت كى طالبان هم اعتمادنلري دافغانستان خلك هم اعتمادنلري ځكه چى ادعاكيږي چى ملي روغه جوړه بريالى پروسه ده خوګوروچى جګړه ورځ په ورځ پراخيږي دا د اعتمادحالت له منځه ځي خودريښتنى ملي روغى جوړى په پلى كولو سره په افغانستان كى سراسري سوله منځ ته راتلى شي .

پوښتنه : تاسوپه اقتصادي ډګركى څه پروګرام لرۍ؟

عبدالله: په اوسنى وخت كى په اقتصادي سياست بايدنوى نظروشي په دى كى شك نشته دى چى ازادبازارداقتصاداساس ايښودل شوى دي او د اساسي قانون حكم دي خودغه شان دازادبازارتعريف نه دى شوى اوقوانين اوقواعدهسى چى ضرورت دي ورته نشته اوس يوه بى بنده بارى سيستم روان دى همدارانګه دافغانستان دانكشاف لپاره په ملي پروګرام هم نوى نظر وشي اومتوازن انكشاف دنړيوالى ټولنى په مرسته رامنځ ته شي دايوبدلون دي چى بايد په اوسنۍ ستراتيژي كى رامنځ ته شي په همدى توګه په وروستىوكلونوكى زراعت ته هيڅ پاملرنه نه دىه شوى اويافيصده خلك په كرنى بوخت دي اوددى لارى نه ځان ته ډوډى پيداكوى افغانستان دخودكفايي ظرفيت لري په معادنوكى هم كارنه دى شوي دانرژۍ په ساحه كى بايدچى اساسى كاروشي اوس اوس انرژي زمونږ وارداتي ده چى ددى كاردوام په ګران تمام شي په موقته مرحله كى دايوښه تصميم ووچى وارداتي برق قراردادوشوبايدچى بدلون پكښى راشى داوبومسئله ډيره مهمه مسئله ده خلكوته كارپيداكول دبيكارۍ سره مبارزه دا ټول زمونږ د پاليسى مهم ټكى دي چى انشاالله عملي كووبه ئى .

دويچه ويلي : دچاپيريال ساتنى په اړه ستاسوتګ لاره څه ده ؟

عبدالله: دچاپيريال ساتل پوازى دښارونومسئله نه ده په افغانستان كى ځنګلونه له منځه ځي په ښارونوكى داسى موټرونه فعاليت كوي چى دوداوكثافت لري اوهواككړوي ټيټ ستندردموټر افغانستان وارديږي دبرق دنشتوالى له كبله جنراتورونه پوه برخه دكابل دبرق ګرځيدلى ده دغه ټول شيان دهواپه ككړتيامنفي تاثيرلري دايوه هراړخيزه پروګرام غواړى د ښارو نواو تپوسمسورول دښارنه د فابريكوايستل اونوراړخونه لري چى زمادپروګرام غټ ټكى دي

جمال كوټوال /كابل

کتونکی. زيارمل