1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون: افغان جګړه په کال کې ۴۵ میلیارده ډالر مصرف لري

۱۳۹۶ بهمن ۱۸, چهارشنبه

پنتاګون وايي چې د افغانستان جګړه د امریکايي مالیې ورکوونکو له پاره په کال کې ۴۵ میلیارده ډالر مصرف لري او زیاتوي چې د پای د څرک د نه معلومیدو په صورت کې به ممکن دغه مصرف د کلونو له پاره ادامه پیدا کړي.

https://p.dw.com/p/2sF3I
US Fallschirmjäger Afghanistan Paktika Abzug Truppen
انځور: picture-alliance/dpa/U.S. Army Pfc. Andrya Hill

د امریکا د کانګرس استازي که له یوې خوا [په افغانستان] کې د بریا د وړاندوینې په هکله شکمن دي له بلې خوا هغوی د سه شنبې په ورځ د ترمپ د ادارې پر سیاست باندې هم انتقاد کړی دی. دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امریکا جګړه خپل ۱۷ کال کې داخلیږي.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې دغه څرګندونې په داسې یوه وخت راڅرګندیږي چې په دې وروستیو کې په کابل کې د وسله والو مخالفینو د یو لړ خونړیو بریدونو په پایله کط له ۲۰۰ ډیر کسان ووژل شول.

د آسیا په چارو کې د امریکا د دفاع وزارت لوړپوړي چارواکي راندال شریور ویلي دي چې په افغانستان کې د افغان ځواکونو له پاره د پنځه میلیارده ډالرو او په دې هیواد کې د امریکايي سرتیرو له پاره ۱۳ میلیارده لګښت په ګډون د افغانستان جګړه په کلني ډول ۴۵ میلیارده ډالر مصرف لري. دهغه په وینا د دې مجموعي لګښت ډیری برخه د لوژیستیک په برخه کې مصرفیږي. په دې ترڅ کې کابو ۷۸۰ میلیون ډالر په اقتصادي مرستو کې مصرفیږي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه لګښت بیا هم تر پخوانیو کلونو کم دی. د ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۲م کال پورې هغه مهال چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰ زره امریکايي سرتیري وو، د افغانستان د جګړې لګښت په کلني ډول له ۱۰۰ میلیارده ډالرو هم اوښتی وو. په عین وخت کې اوسمهال په افغانستان کې ۱۶ زره امریکايي سرتیري میشت دي چې د تیر په پرتله یې شمیر د پام وړ را ټیټ شوی دی.

د ترمپ د نوې تګلارې په هکله پوښتنې

دا په  داسې حال کې ده چې په متحده ایالاتو کې هم جمهوري غوښتونکو او هم د دیموکراتانو سناتورانو د واشنګټن د دغه دوامداره لګښت موضوع یاده کړې ده. شپږ میاشتې مخکې ولسمشر ترمپ د افغانستان او جنوبي آسیا له پاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه. د ترمپ په نوې تګلاره کې په جنګ ځپلي [افغانستان] کې د امریکا د پوځ پاتې کیدو له پاره کوم مهال ویش و نه ټاکل شو او ويې ویل چې هر اقدام به په سیمه کې وضعیت ته په کتو سره ترسره شي.

د جمهوري غوښتونکو سناتور راند پاول په دې هکله ویلي چې لسګونه ملیارده ډالر موږ په افغانستان کې کندې ته غورځوو. نوموړي زیاته کړې چې «موږ په یوه ناممکن وضعیت کې یو او زه په دې کې د هیلې څرک نه وینم.»

د افغانستان د امنیتي او سیاسي وضعیت په هکله د یوه تت انځور په وړاندې کولو سره د دیموکراتانو سناتور جیف میرکلي شکایت کړی چې په هرو څو کلونو کې د امریکا اداره ادعا کوي چې د افغانستان د جګړې حالت تغیر مومي. نوموړي د خپلو څرګندونو په ترڅ کې په افغانستان کې اداري فساد، د حکومت او افغان امنیتي ځواکونو له اغیزه پرته فعالیت د ستونزو په توګه یاد کړل.

سربیره پر دې نوموړي زیاته کړې چې پر طالبانو باندې د امریکا له لوري فشار چې سیاسي روغه جوړه وکړي عملي بڼه نه لري. میرکلي وویل چې «ولې به طالبان سیاسي روغه وغواړي؟ دوی اوس د ۲۰۰۱م کال په پرتله [د افغانستان] لا ډیره ځمکه په خپله ولکه کې لري.»

زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: