1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په افغانستان کې د کرونا دریمه څپه، مثبتې پېښې پر ډېرېدو دي

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۲, چهارشنبه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، خلک دې د اختر په ورځو کې روغتیايي سپارښتنې په جدي توګه رعایت کړي. د حج او اوقافو وزارت هم خلکو ته خپلې سپارښتنې لري.

https://p.dw.com/p/3tIwc
Afghanistan Corona-Pandemie
انځور: Wakil Kohsar/Getty Images/AFP

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تازه شمېرې ښيي چې یوازي په تېره اونۍ کې د کرونا ویروس ۱۷۶۳ مثبت پيښې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا چارسنبالي وزیر وحید مجروح نن چهارشنبې (۲۰۲۱م کال د می ۱۲مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل، د کرونا ویروس د دریمې څپې په لړ کې تر ټولو ډېري پېښې په کابل او ننګرهار کې دي.

مجروح زیاتوي ددې ناروغۍ د چټکې پراختیا د مخنیوي له پاره باید خلک د اختر په ورځو کې روغتیايي سپارښتنې په جدې توګه عملي کړي:«د اختر په ورځو کې د ګڼې ګوڼې ځایونو ته له ورتګ څخه ډډه وکړی، غیږ کې نېولو، ښکلولو او تګ راتګ څخه ځان وساتی.»

د عامي روغتیا ځای ناستی وزیر خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د کرونا په ثبت شویو مثبت پېښو کې د هندي ډول ویروس شتوالی نه شي ردولی:«تاسو هند ولید، هند د هغه روغتیايي امکاناتو او سیستم  په لرلو سره هم کرونا سخت وځاپه او که خلک سپارښتنې عملي نه کړي ویروس نه کنترولیږي.»

د عامي روغتیا وزیر وویل، د لاسونو مینځل، د ممکنه ټولنیز واټن ساتل او د ناروغۍ د نخښو نښانو د څرګندېدو په صورت کې له خلکو ليرې کېدل هغه بنسټيزې سپارښتنې دي چې خلک یې باید په جدي توګه مراعت کړي.

د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې اوسمهال په ټولیز ډول په افغانستان کې د کووید ۱۹ ناروغانو شمېر ۶۳ زره او ۸۸۰ تنو ته لوړ شوی.

له دې ډلې ۲ زره او ۷۲۵ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۴ زره او ۵۷۰ نور له دې ناروغۍ رغېدلي دي.

خلک په اختر کې څه وکړي؟

سبا د نورې نړۍ ترڅنګ په افغانستان کې د نیکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ ده، د خلکو ترمنځ پر تګ راتګ سربیره د اختر لمونځونو ته هم په جوماتونو کې سلهاوو خلک راټولیږي.

د حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال امین الدین مظفري خبریالانو ته وویل، د اسلام مبارک دین هم له ناروغیو څخه د مخنیوي په موخه پر وقایوي تدبیرونو ټینګار کوي: «د اسلامي فقهې پر بنسټ، د اختر لمونځ باید په ټولو حالاتونو کې په پرانېستې فضا کې ادا شي، غوره دادی چې لمونځ په جوماتونو کې نه بلکې په پرانېستې فضا کې وشي، که چېرې پرانېستې فضا نه وي نو جوماتونو ته له ورڅېرمه سرکونو دې استفاده وشي.»

ښاغلی مظفري زیاتوي چې د روغتیايي سپارښتنو د رعایت په موخه باید د لمانځه په صفونو کې واټن په پام کې ونېول شي او د جوماتونو امامان دې خپلو مقتدیانو ته ووايي چې لمونځونو ته له ماسکونو سره راشي.

هاخوا یوشمېر عام افغانان چې د کرونا ویروس څخه زیانمن شوي او د کورني غړي یې له لاسه ورکړي، په جدي توګه د احتیاط غږ کوي.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې عالیه یوسفزۍ دویچه ویله ته وویل: «زه او زما فاميل ټول کرونا نيولى وو،  پلار او تره مې هم له همدې مرضه مړه شول.»

خو ددې ټولو اندېښنو سره سره هم یوشمېر ډاکټران وايي، خلک باید د تشویش او اندېښنې پرځای روغتیايي سپارښتنې عملي کړي.

د کابل د طبي پوهنتون استاد ډاکټر عزیز امیر دویچه ویله ته وویل، په نړۍ کې ډېري نورې ناروغۍ شته چې تر کرونا یې د مړینو کچه لوړه ده: «خلک باید هیڅ ډول تشویش او سټریس ته ځان ورنه کړي، ورزش دې وکړي، همیشه دې نظافت مراعت کړي او بې ځایه انتي بیوټیک دې هم نه استعمالوي.»

د دغه ډاکټر په وینا په نړېواله کچه د حکومتونو او رسنیو تر حد ډیر تبلیغات هم سبب شوي چې په کرونا اخته یوشمېر ناروغان روحیه وبایلي او د ډير تشویش له امله ان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب