1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې د یاغیانو بریدونه کم شوي دي»

سید ریاض / آژانسونه۱۳۹۲ آبان ۱۸, شنبه

په افغانستان کې د یاغیانو بریدونه کم شوي دي، خو د حکومتي ځواکونو مرگ ژوبله زیاته شوې ده. دغه خبره پینټاگون په یوه رپوټ کې کړې ده. رپوټ زیاتوي چې په عین وخت کې په لیرې پرتو سیمو کې طالبانو خپل واک پیاوړې کړی دی.

https://p.dw.com/p/1AEWj
انځور: picture-alliance/empics

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت، پینټاگون له لوري د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د نومبر اتمه) په خپور شوي یوه رپوټ کې راغلي دي چې د روان کال د اپریل له میاشتې څخه د سپتمبر تر میاشتې پورې د یاغیانو له لوري په ترسره کیدونکو بریدونو کې شپږ سلنه او په لاس جوړو شوو بمونو په بریدونو کې ۲۲ سلنه کموالی راغلی دی. دغه رپوټ د پینټاگون له لوري کانگرس ته وړاندی شوی دی.

د پینټاگون رپوټ زیاتوي چې د یاغیانو ۸۰ سلنه بریدونه په هغو سیمو کې تر سره کیږي چیرې چې د افغانستان د نفوس تر ۲۵ سلنه کم خلک ژوند کوي. رپوټ وړاندې کاږي چې ۱۰ نا آرامه ولسوالۍ چې زیاتره یې په هلمند او کندهار ولایتونو کې دي د ټول هیواد د نفوس ۳ سلنه جوړوي خو په دغه ځای کې ترسره کیدونکي بریدونه بیا د ټولو بریدونو ۳۰ سلنه جوړوي.

په نوموړي رپوټ کې راغلي دي چې طالبان په دې کې «پاتې راغلې» دي چې په تیرو میاشتو کې خپلو مشخصو اهدافو ته ورسیږي او «د هغوی دا توانایي چې په گڼ میشتو سیمو باندې بریدونه وکړي تر فشار لاندې ده.»

خو رپوټ دا هم وایي چې «یاغیانو په لیرې پرتو سیمو کې خپل بریالتوبونه ساتلي دي چیرې چې یې په دودیزه توگه قدرت درلود.»

دغه ارزونه د افغان امنیتي ځواکونو او طالب یاغیانو تر منځ جگړه کې د یوه نظامي بن بست ښکاروندوی کوي.

دغه رپوټ د لومړي ځل له پاره هغه دوره بر رسي کړې ده چې په هغې کې افغان امنیتي ځواکونو له بهرنیو ځواکونو څخه د ټول هیواد په کچه امنیتي مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی او نړیوال مرستندویه ځواک «ایساف» یوازې مشورتي او لوژیستکي نقش درلود.

پینټاگون په خپل دغه رپوټ کې وړاندې کاږي چې افغان امنیتي ځواکونه په اوسني وخت کې «په افغانستان کې ۹۵ سلنه عادي او ۹۸ سلنه ځانگړي عملیات تر سره کوي.» رپوټ زیاتوي چې د ناټو په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په افغانستان کې خپله توجه یوازې یو اړخیزه عملیاتو یعنې د خپلو سرتیرو خوندیتوب، د سړکونو امنیت او د ځواکونو ځای پر ځای کولو ته اړولې ده.

په پام کې ده چې په ۲۰۱۴م کال کې ایساف په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت پای ته ورسوي او په تدریجي توگه له دغه هیواد څخه راووځي. د پینټاگون د وینا له مخې په اوسني وخت کې په افغانستان کې ۴۸۵۰۰ امریکایي سرتیري او د ائتلافي ځواکونو نور ۲۷۰۰۰ سرتیري میشت دي. پر دې سربیره د افغان امنیتي ځواکونو شمیر د پولیسو او اردو د قطعاتو په شمول، ۳۴۵ زرو تنو ته رسیږي.

په عین حال کې د افغان امنیتي ځواکونو په مشرۍ د جگړې پر مهال د امنیتي ځواکونو د مرگ ژوبلې د ډیریدو رپوټ هم ورکړل شوی دی. رپوټ زیاتوي چې سږ کال د اپریل د میاشتې څخه د سپتمبر تر میاشتې پورې د تیر کال په پرتله د امنیتي ځواکونو د مرگ ژوبلې کچه ۷۹ سلنه زیاته شوې ده. خو په دې اړه کوم ارقام په رپوټ کې خپاره شوي نه دي. په عین حال کې په همدغه موده کې د تیر کال په پرتله د ایساف د مرگ ژوبلې کچه بیا ۵۹ سلنه راټیټه شوې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب