1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرګه کې د ښځو ونډه کم رنګه ده

۱۳۹۰ آبان ۲۵, چهارشنبه

د دودیزې عنعنوې جرګې ویاندې، صفیه صدیقي، اعتراف وکړ چې په جرګه کې د ښځو ګډون د تمې خلاف کم رنګه وو. دغه جرګه د شاوخوا ۲۳۰۰ تنو په ګډون نن «چهارشنبه» په کابل کې جوړه سوه.

https://p.dw.com/p/13BVU
په روانې لویې جرګې کې دیرو ښځو د بیلا بیلو دلایلو په خاطر ګډون نه وو کړي
په روانې لویې جرګې کې دیرو ښځو د بیلا بیلو دلایلو په خاطر ګډون نه وو کړيانځور: DW

صفیې صدیقې نن مازدیګر په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې یو شمیر ښځو چې جرګې ته را غوښتل شوي وي د بیلا بیلو دلایلو له امله په دغې جرګې کې ګډون و نه کړ.

میرمن صدیقې وویل چې په جرګه کې د ښوځو د ګډون کموالی بیلابیل دلایل لري. هغې زیاته کړه چې ډيري ښځي د کورنیو ستونزو له کبله جرګې ته نه وې حاضرې شوي په داسې حال کې چې د ځینو راپورټونو به حواله ډیری ښځي د زورپالو د ویرې په جرګې کې ګډون نه وو کړی.
له تخار ولایت څخه یوې میرمنې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل سي آلمان غږ ته نن «چهار شنبه» وویل چې هغه د رستاق په لرې پرتې ولسوالۍ کې ژوند کوي او د سیمیزو زور واکانو له ویرې یې په جرګه کې له ګډون څخه ډډه وکړه.

ویل کیږي چې په جرګه کې د نارینه و په پرتله د ښځو شمیره د پام وړ ټيټه وه. د افغانستان د ښځو د چارو مدافع سازمانونو او فعالینو له دغه کار څخه اندیښنه ښولي.

هغوي وایې چې په جرګه کې د ښځو کمه شمیره ښېي چې افغان حکومت د پام وړ شمیر ښځو ته په جرګه کې د ګډون حق نه دی ورکړی او هغو ښځو ته چې یې په جرګه کې د ګډون بلنه هم ورکړې د هغوې لپاره یې لازم امنیتي تدابیر په پام کې نه دي نیولي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند، صدیق صدیقي، وایې افغان دولت د جرګې د ټولو ګډون والو لپاره لازم امنیتي تدابیر په پام کې نیولي دي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش