1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کونړ کې څوک له چا سره جنگيږي؟

۱۳۹۸ فروردین ۱۶, جمعه

د کونړ په ځينو ولسواليو کې داعش او په ځينو کي يې وسله وال طالبان فعال دي. دغه دواړي ډلي نه يوازي دا چي له حکومت سره جنگيږي، بلکي په خپلو کي هم سره ښکر په ښکر دي. د دوی له جگړو په زرونو کورنۍ بې ځايه سوي دي.

https://p.dw.com/p/3GITN
Afghanistan Kämpfe gegen IS und Flucht von Zivilisten
انځور: DW/Omid Deedar

په کونړ کي د داعش راڅرگندېدل

له څه کم دوو کلونو راهسې داعش ډلي په کونړ کې د خپل فعاليت په پيلېدو سره لومړی د تبلیغاتو تر څنګ د ځوانانو پر جلب و جذب کار وکړ او له تير کال راهيسي ې له حکومت سره مخامخ وسله والې جګړې پیل کړي دي.

دغي ډلي لومړی د کونړ د څوکۍ ولسوالي دیوه ګل دره ونیوله او هلته یې ځان ته پټنځایونه او مرکزونه ورغول او وروسته یې بیا له حکومت سره مخامخ جکړه پیل کړه چې د حکومت له لورې پرې په ځلونو عملیات وشول؛ خو لاهم یاده سیمه د دغې ډلې په ولکه کې ده او حکومت بریالی نه شو چې سیمه ترې په بشپړه توګه پاکه کړي.

بیا داعش جنګیالیو په سیستماتیک ډول پر څوکۍ سربېره نورګل، ماڼوګي، وټپور، چپې درې او ځینو نورو سیمو کې فعالیتونه پیل کړل چې په یادو سیمو کې د وسله والو طالبانو له مخالفت سره مخ شول او په خپلو منځو کې یې په جګړو پیل وکړ.

د داعش او طالبانو ترمنځ جگړه

د روان لمریز کال د وري پر لومړۍ نېټه په چپي درې ولسوالۍ کې داعش او طالبان په خپلمنځي جګړو اخته شول، چې څه باندې یوه اونۍ یې دوام وکړ. په دغو جګړو کې دواړو لوریو ته د مرګ،ژوبلې اوښتو تر څنګ ګڼ شمېر کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړي شوې.

د کونړ د چارواکو په خبره، د دغو جګړو له امله تر اوسه څه باندې ۲۵۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي او ددغه ولایت نورو خوندي سیمو ته کډه شوي دي.

له جگړو د بې ځايه شوو ستونزي

د دغه ولایت مرستیال والي ډاکټر ګل محمد بیدار دویچه وله ته په خبرو کې وويل چې د بې کوره شویو کورنیو سره یې لومړنۍ مرستې کړي او لاهم د مرستو دغه لړۍ روانه ده.

هغه وايي دغې ولسوالۍ ته امنیتي ځواکونه رسیدلي او ژر ده چې د دواړو وسله والو ډلو د ځپلو په موخه عملیات وکړي.

یوې حکومتي سرچینې ویلي دي چې تر اوسه په دغو جګړو، توپچي بریدونو او بمباریو کې نیږدې شپېتو داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه جګړې د چپې درې په چومبړک، دیګل او ورڅېرمه سیمو کې شوي دي.

د کونړ د ولایتي شورا مشر ولایت خان مشواڼی وايي، که څه هم حکومت او مرستندویه ادارو د چپې درې له کډوالو سره مرستې پیل کړي؛ خو وايي، بې ځایه شوي کډوال له ډېرو سختو حالاتو سره مخ دي او پکار ده، چې په هره برخه کې یې لاسنوی وشي.

په همدې حال کې د کونړ ولایت د پوهنې رییس مجیب الرحمان همدرد هم دویچه ويله ته وویل چې د چپې درې د جګړو له امله د دغې ولسوالۍ ۳زره زده کوونکي له زده کړو محروم شوي دي.

دی وايي، دوی د کونړ نورو ښوونځیو ته لارښوونه کړې، چې بې ځایه شوي زده کوونکي لنډ مهال له پاره ښوونځیو کې شامل کړي.

د چپې درې له دیګل او کوټکي کلي بې ځایه شوی کډوال علیم خان او معلم دویچه وله سره په مرکه کې وویل، خپلو سیمو کې ترې ټول شته پاتې شوي، چې اوس پرې داعش ډله واکمنه او دوی له خپلو کورونو او کروندو ناخبره دي.

دوی وايي، داعش ډله هغو خلکو ته هم د سیمې پرېښودو اجازه نه ورکوي، چې لا نه دي بې کوره شوي.

ولسي خلک وايي، سیمه کې د ډار او وحشت څپه خپره ده، چې له امله یې د چپې درې اوسېدونکي په وېره کې ژوند تېروي.

عام خلک د نورو ستونزو تېرولو تر څنګ د خپلو ماشومانو راتلونکي ته ځکه اندېښمن دي، چې په وینا یې، له زده کړو او ښوونځیو محروم شول.

رحمت ولي او نذیر الله د چپې درې د یوه ښوونځي د یوولسم او اوم ټولګي زده کوونکي دي، وايي چې خپل راتلونکي ته اندېښمن دي او له حکومته غواړي، چې د بې ځایه شویو زده کوونکو له پاره د زده کړو بندوبست وکړي.

اندېښنې دادي چې که چېري داعش ډله له چپې درې را وروسته د کونړ په نورو سیمو کې وسله وال فعالیتونه پیل کړي، نو په دغه ولایت کې لوی انساني ناورین رامنځته کېدای شي؛ خو حکومتي مقامات ډاډ ورکوي، چې د داعش او طالبانو د سرکوبولو له پاره یې پلان جوړ کړی او دغه ډلي نه شي کولی چې حکومت ته لوی سرخوږی جوړ کړي.

اميد ديدار/ننگرهار

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب