1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کې د عربانو د شتون په اړه ګونګوسي

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ مهر ۵, سه‌شنبه

د هلمند ولایت د شمالې او جنوبې ولسوالیو یو شمیر اوسیدونکو دویچه ویله ته ویلي چې له تیرو څو میاشتو راهیسې په دي ولایت کې یو شمیر شکمن کسان چې خبري نه کوي لیدل سوي، خو طالبان وایې تر اوسه هلته هیڅ ډول بله ډله نسته.

https://p.dw.com/p/4HPPS
Al Kaida Anführer Aiman az Zawahiri
انځور: Al-Jazeera/APTN/picture alliance

د شمس الله په مستعار نوم يوه تن چې د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالۍ اوسیدونکې دی، له دويچه ويله سره د خبرو پر مهال وويل چې له تیرو څو میاشتو راهیسې د موسی قلعه ولسوالۍ د شمال طرف دښتې غره سره یو شمیر کسان اوسیږي چې پښتو خبري نه کوي. 

هغه وویل: «زما پلار خپله دغه کسان لیدلې وه. هغه ماته وویل چې دوی پښتو خبري نه کولې او یواځې یې عربي ویل خو طالبانو خپله د دوی امنیت  نیولی او هیڅوک  د غره خواته کلي ته نه پریږدي .»
 
يوه بل کس چې د قدرت الله په مستعار نوم یې خبرې کولې، او مخکې د ۲۱۵ میوند قولې اردو د یوي لیوا قوماندان وو، دویچه ویله ته د مرکي پرمهال ادعا وکړه: «القاعده اوس له ټولو سرحدي سیمو څخه ایستل سوې او ټول غړي یې د هلمند شمالي ولسوالۍ ته را وستل سوي دي څو پرې دا سیمې وساتي.»
 افغانستان کې د ډرون برېدونو ډېرېدل؛ امریکا کومې موخې څاري؟
په کابل کې د پخوانې ولسمشر اشرف غني مشاور حاجې اختر محمد بادیزایې دویچه ویله ته دا ومنله چې د طالبانو حکومت په راتګ سره د هلمند په جنوبې او شمالې ولسوالیو کې خلکو عرب وګړې لیدلي دي. هغه وویل :«ماته ځینو خلکو وویل چې د لښکرګاه سره نیږدي په قلعه بست، ناوه، ګرمسیر او په موسی قلعه او واشیر ولسواليو کې عربان سته او کله کله راوځې خو طالبان وایي چې هغوی د ښکار په موخه راغلي دي.»
نوموړي د دې عرب وګړو د شمیر په هکله څه وه نه ویل.
 

Afghanistan | Taliban Kämpfer
انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance
Lashkargah City
انځور: DW

حمدالله [مستعارنوم] چې د هلمند ولایت د ملې امنیت ریاست يو تن پخوانې کارکوونکی دی، دویچه ویله ته یې وویل: «د هلمند ولایت په موسی قلعه ولسوالۍ کې زموږ ځینو پخوانيو اوپراتیفی کارکوونکو راته ویلې چې هلته عربان له پخوا راهيسې میشت وه او اوس هم سته.»

نوموړي وويل: «دا کسان د سيمې د اوسيدونکو په جامو کې راوځې له خلکو سره خبری نه کوي او نه هم ورسره ډیر وینې. د دوی ساتنه ټول طالبان کوي.» 

امریکا متحده ایالات او د پخواني افغان حکومت چارواکي پر طالبانو باندې له القاعدې او یو شمیر نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو لرلو تورونه لګوی. تر دې مخکې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري، هم د کابل په زړه کې د امریکا متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی وو.

طالبانو له امریکا متحده ایالاتو سره په خپل تړون کې چې په ۲۰۱۹ کال کې په دوحه کې لاسلیک شوی وو، ژمنه کړې وه چې له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره به خپلې اړیکې شلوي. واشنګټن اوس وایي چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د واک له تر لاسه کولو وروسته خپله دغه ژمنه نه ده عملي کړې.

 امریکا د القاعده د رهبر د وژلو خبر ورکړ
په لندن کې پخواني ډیپلوماټ او سیاسي شنونکي عزیز معارج بیا دویچه ویله ته وویل چې یو شمیر عرب وګړي د افغانستان د څو ولایتونو د هوایې میدانونو د جوړولو په کارونو کې د برخه اخيستو په موخه هلته تللي ول او اوس میشت سوي دې. هغه زیاته کړه چې ځینی کسان دلته په دې نوم ميشت شوي چې ګڼي زراعتي پروژې پر مخ وړي.

معارج زیاته کړه :«د یو شمیر عربانو سره دری کټګوري کسان راغلی چی یوه ډله یې د میدانونو د بیا فعاله کیدو، ځیني یې د باغونو جوړیدو او ښايي ځيني کسان چې چریکي بریدونه پکې ترسره کړي، همدلته میشت سوي.»

 
 آیا افغانستان به بيا د جهاديانو په مرکز بدل شي؟
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند عبدالنافع ټکور دویچه ویله ته په هلمند او کندهار کې د عربانو د شتون په اړه وویل: «موږ په هلمند او کندهار کې د عربانو د شتون په اړه ټولې خبری ردوو او تراوسه پوری هیڅوک د ښکار په نوم هلته نه دي تللې او نه هم سته .»

Britischer Soldat in Afghanistan
انځور: AP

دویچه ویله په هلمند ولایت کې د عربانو د شتون ادعاوې په مستقله او حضوري توګه نه دي څیړلې. طالبانو هم یوازې د هغو کسانو په هکله چې ویل کیږی هلمند ته د ښکار له پاره تللي دي، له دویچه ویله سره خپل نظر شریک کړی دی.