«د نړۍ تر ټولو ستر فټبالر» پيلې ومړ
۱۴۰۱ دی ۹, جمعهد برازيل د هيواد سره تړاو لرونکي پيلې د سرطان، پښتورگي او زړه ناروغۍ لرلې. نوموړی د روان عيسوي کال ۲۰۲۲ د نوامبر مياشتې په ۲۹ تاريخ په روغتون کې داخل کړل شوی و. د ۲۰۲۱ کال په سپتامبر کې د هغه جراحي عمليات د ساوپولو په البرت آينشټاين روغتون کې وشول، چې په ترڅ کې يې د هغه له لويي کولمې څخه د سرطان دانه ليرې کړل شوه. نوموړی له هغه راهيسي تر درملنې لاندي و.
د پيلې لور کېلي ناسيمينټو پر انسټاگرام يو انځور شريک کړ او په دې توگه يې د پيلې د مړيني خبر ورکړ. په دغه انځور کي ليدل کيږي چې د کورنۍ غړو د پيلې پر مړي لاسونه ايښي دي. کېلي ناسيمينټو ليکلي دي: »موږ چې هر څه يو، ستا له کبله يو. مو ستا سره تر حد زياته مينه لرو. آرامي دي په برخه شه.«
د پيلې په رسمي انسټاگرام پاڼه کې د يو پوست په ترڅ کې ليکل شوي دي چې پيلې »په لوبه کې په خپله ځيرکتيا سره نړۍ تر جاودو لاندي راوسته او د مينې د پيغام په رسولو کې يې مرسته وکړه.« په اعلاميه کي زياته شوې: »د هغه نننی پیغام د راتلونکو نسلونو لپاره يو ميراث گرځېدلی دی، چې هغه له ميني، ميني او د هميشه لپاره د لا نورې مينې څخه عبارت دی.«
د »کينگ پيلې« پر مړينه غبرگونونه
د پيلې د مړيني د خبر خپرېدو سره سم د غمشريکئ د پيغامونو خپرېدل هم پېل شوي دي. د برازيل حکومت د خپل هيواد د دغه نامتو شخصيت پر مړينه د درې ورځني ملي وير اعلان کړی دی.
د برازيل نوي ټاکل شوي ولسمشر لويز اناسيو لولاډي سيلوا و پيلې ته خپل عقيدت او احترامات وړاندي کړي دي. هغه په خپله ټويټرپاڼه لیکلي دي چې نوموړي به هميشه فخر احساس کاوه کله چې به يې د پيلې لوبه کتله. لولا د پيلې په هکله چې د برازيل په ملي لوبډله کې يې د فټبال د شرټ نمبر ۱۰ و، زیاته کړېده: »د هغه په شان ۱۰ نمبر هيڅکله بيا نه دی راغلی.«
قطر د ۲۰۲۳ کال د اسیا جام کوربتوب حق هم تر لاسه کړ
د برازيل اوسني نامتو فټبالر نيمار جونير ليکلي دي: »پيلې هر څه ته تغير ورکړ. هغه د غريبانو او تور پوستو انسانانو آواز وگرځېد او برازيل ته يې په نړۍ کې يو ښکاره مقام ور په برخه کړ.«
د برازيل د بي ايس اېف فټبال فيډرېشن ويلي دي چې پيلې »موږ ته يو نوی برازيل راکړ او موږ هغه ته د دغه ميراث راکولو لپاره صرف کور ودانی ويلای شو.«
پرتگالي فټبالر کرسټيانو رونالدو پر خپل انسټاگرام پاڼې ليکلي دي چې هغه و پيلې ته خپل عقيدت او احترامات وړاندي کوي او دا چې د برازيل د ولس سره غمشريکي کوي. هغه ليکلي چې دی د »کينگ (پاچا) پيلې په مړينه ډېر غمجن شوی دی.«
لږ وخت مخکي د فټبال د نړيوال جام گټونکي ارجنټاين لوبډلې کپتام ليونل ميسي هم پر خپل انسټاگرام و پيلې ته خپل عقيدت او احترام وړاندي کړی دی. د فرانسې نامتو فټبالر ايمباپې او يو شمېر نورو د نړي فټبالرانو د پيلې پر مړينه خواښيني ښودلې او هغه يې په خپلو پيغامونو کې ستايلی دی.
په نړيواله کچه د هيوادونو مشرانو هم د پيلې پر مړينه د خواښنۍ او غمشريکۍ پيغامونه خپاره کړي دي. د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون ليکلي: »لوبه، پاچا، تلپاتی«.
پيلې د نړۍ له سترو لوبغاړو څخه يو و
ايډسن ارانتيز دو ناسيمينټو پيلې د مړه شوي برازيلي »فټبال اسطورې« بشپړه نوم و. د هغه په هکله ويل کيږي چې د نړۍ تر ټولو ستر فټبالر ؤ. هغه د فټبال د تاريخ يوازينی لوبغاړی دی چې درې واري يې د فټبال نړيوال جام وگاټه. هغه په ۱۹۵۸، ۱۹۶۲ او د ۱۹۷۰ په نړيوالو لوبو کې د خپلې لوبډلې سره نړيوال جامونه وگټل. هغه د ۱۷ کالو عمر لاره کله چې په لومړي واري د نړيوال جام گټونکی شو.
پيلې د برازيل د ملي لوبډلې تر څنگ د سانتوس فټبال کلب او د نيويارک کاسموس لپاره لوبې وکړې. پيلې تر اوسه لا هم د برازيل هيواد تر ټولو زيات گولونه کوونکی لوبغاړی دی. هغه په ۹۲ لوبو کې ۷۷ گولونه وکړل.
پيلې له لوبو سره د مخه ښه کولو وروسته د ملگرو ملتونو د يونيسکو سفير جوړ شو او يو شمير نور ماموريتونه يې هم په غاړه واخيستل. خو د هغه ژوند د يو شمېر شخړيزو موضوعاتو سره هم مل و.
آ./ا.ا./ن.ز.