1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تايوان ولسمشرې سره د ليدنې په تړاو امريکا ته د چين خبرداری

۱۴۰۲ فروردین ۱۵, سه‌شنبه

په پام کې ده چې د تايوان ولمسشره به د امریکا د استازو مجلس له مشر کېون مک کارتي سره وګوري. چين ويلي دي چې د جمهوري غوښتونکو مشر باید د تېر د دغه «ويجاړونکې» سهوی له تکرارولو ډډه وکړي.

https://p.dw.com/p/4Pfrm
د تایوان ولسمشره تسای امريکا ته د سفر پلان لري
د تایوان ولسمشره تسای امريکا ته د سفر پلان لريانځور: Sam Yeh/AFP/Getty Images

د تايوان ولسمشره تسای – انګ وين به د هغې د دفتر د معلوماتو په حواله په امريکا متحده ایالاتو کې د خپل توقف په ترڅ کې د استازو مجلس له مشر کېون مک کارتي سره وګوري.

چين سملاسي د دې ليدنې کتنې سره مخالفت ښوولی او ويلي یې دي چې دا به «د چین او امريکا اړيکي نورې هم پسې خرابې کړي.»

په لاس انجلس کې د چين قونسلګرۍ په يوه اعلاميه کې تکرار کړې چې دا ملاقات «په سيمه کې د سولې، امنيت او يا ثبات له پاره مناسب نه دی.»

چين – امريکا – تایوان: لفظي جګړه

د تایوان د دولتي خبري آژانس په حواله تسای په پام کې لري چې له مرکزي امريکا تر يوه سفر وروسته چېرې چې هغې د ګواتېمالا او بیلیز له مشرانو سره ليدلي ول، په امريکا متحده ايالاتو کې توقف وکړي.

اړونده موضوع: چين امريکا ته د احتمالي «شخړې او ټکر» څخه خبرداری ورکړ

د تسای وياند ژاوير چانګ وويل چې دا لا معلومه نه ده چې آيا د ټایوان ولسمشره به په امريکا کې کومه وينا هم وکړي او که نه خو د سفر له پاره یې چمتووالی نيول کيږي.

چانګ وويل چې دا د تايوان حق دی چې له نورو ديموکراسيو سره تبادله وکړي او «چين په دې موقف کې نه دی چې د دغه هېواد په پريکړو» کې مداخله وکړي.

امريکا هم ويلي دي چې دا ډول ترانزیتي سفرونه د معمول خبره ده او دا چې چین باید له حده ډېر غبرګون ونه ښيي.

د تایوان ولمسشره تسای ګواتيمالا ته د سفر پر مهال
د تایوان ولمسشره تسای ګواتيمالا ته د سفر پر مهالانځور: Moises Castillo/AP/picture alliance

خو په لاس اينجلس کې د چین قونسلګرۍ دا ملاقات «سياسي ډرامه» بللې او ويلي یې دي چې «ناسمه» به وي چې د تسای ورتګ يو ترانزيتي سفر وګڼل شي.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نینګ د دوشنبې په ورځ ټينګار وکړ چې چين د تايواني چارواکو او امريکايي لوري د «هر ډول رسمي تعامل او تماس مخالف دی.»

ماو خبرداری ورکړ چې که چېرې دا ملاقات ترسره شي، چين به د خپل «حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د حفاظت» له پاره قاطع ګامونه پورته کړي.

چين: امريکا باید د ماضي «ويجاړونکې» سهوې تکرار نه کړي

تايوان له ۱۹۴۹م کال راهېسې يو خپلواک حکومت لري خو چين دغه نيمه ټاپو ته د خپلې خاورې د برخې په سترګه ګوري.

په بيلیز کې د دوشنبې په ورځ د يوې وينا پر مهال تسای ټينګار وکړ چې نړۍ «د استبدادي رژيمونو له خوا د پراختيا غوښتونکو ګواښونو» سره مخ ده.

هغې وويل: «د تایوان خلک هم د تايوان د تنګي بلې غاړې ته د پراته ګاونډي له خوا د دوامداره ګواښونو او فشار سره مخ دي.»

اړونده موضوع: د چین او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د تایوان پر کړکیچ خبرې وکړې

په تېر اګست مياشت کې کله چې د امريکا د هغه وخت د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي د تايوان پلازمينې تايپې ته سفر کړی وو، چين د تايوان په شا او خوا سيمه کې پوځي مانورې ترسره کړې.

په دې هکله د چين د قونسلګرۍ له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې مک کارتي ته خبرداری ورکړل شوی دی چې هغه «د ماضي ناوړه سهوه» تکراروي.

په اعلاميه کې زياته شوې چې دا ملاقات به «د يوه ګډ دښمن پر وړاندې او د ملي يووالي په ملاتړ د چين د خلکو کلک هوډ او ژمنتيا لا پسې پياوړې کړي.»

د تایوان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د تسای د سفر په اړه د چين تازه انتقاد «بې ځایه او بې معنا» دی.

د وزارت له خوا په يوه اعلاميه کې ويل شوي: «حتی که استبدادي حکومت پراختيا ته دوام ورکړي او فشار نور هم ډېر کړي، د تایوان حکومت به پرشا نه شي.»

ب. ص/ ن. ز (Dpa, AFP, Reuters)