1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

د پاکستاني طالبانو مشر له یوه بریده روغ وتلی

۱۴۰۰ آذر ۲۶, جمعه

یوې بې پيلوټه الوتکې د افغانستان په ختیځ کې پر یوه کور برید کړی چې ظاهرا هدف یې د پاکستاني طالبانو د مشر په نخښه کول وو، خو توغندی نه دی چاودیدلی. دغه خبره د پاکستاني طالبانو سرچینې د رویترز خبري آژانس ته کړې ده.

https://p.dw.com/p/44T40
Symbolbild US-Drone in Syrien
انځور: Anas Alkharboutli/dpa/picture alliance

د پاکستاني طالبانو یوه غړي د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د مشر مولوي فقیر محمد پر حجره یوې بې پیلوټه الوتکې توغندی توغولی دی. پېښه په کونړ ولایت کې رامنځ ته شوې ده.

د پاکستاني طالبانو غړي چې د نوم د نه ښوولو په شرط یې له یاد خبري آژانس سره خبري کړي ویلي دي: «درې نیمې بجې وې چې ناڅاپه بې پیلوټه الوتکه په آسمان کې راڅرګنده شوه. موږ اندیښمن شو او مولوي فقیر ته مو سپارښتنه وکړه چې یوه خوندي ځای ته ولاړ شي، خو هغه انکار وکړ او استدلال یې کاوه چې د ورځې پټیدل ممکن نه دي.»

د هغه په خبره شا او خوا یو نیم ساعت وروسته له خپل کوره ووت او حجرې ته ولاړ چې د توغندي برید وشو.

د طالبانو دغه غړي په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي: «کله چې توغندی وتوغول شو هغه (مولوي فقیر محمد) د حجرې له خونې درې متره وړاندې وو او توغندی پر هماغه خونه ولګید. له نیکه مرغه توغندی و نه چاودید او هغه د هغه شا او خوا خلک خوندي پاتې شول.»

فرانسې خبري آژانس بیا په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دا خبره لا روښانه نه ده چې د پنجشنبې ورځې د برید له پاره څوک مسوول دي. خو دغه آژانس د افغان طالبانو د یوه ویاند بلال کریمي له قوله لیکلي دي چې دغه توغندی له ځمکې څخه توغول شوی.

فقیر محمد پخوا د تحریک طالبان پاکستان، مرستیال مشر وو او اته کاله یې د بګرام په زندان کې تیر کړي دي. هغه د اګست په پنځلسمه نېټه د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو وروسته له زندان څخه آزاد کړی شو.

ظاهرا د پاکستاني طالبانو پر مشر دغه برید وروسته له هغې کیږي چې پاکستاني طالبانو له ۳۰ ورځني اوربند وروسته له اسلام آباد سره اوربند له تمدیدولو انکار وکړ او ادعا یې وکړه چې حکومت خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.

زموږ له آرشیف څخه: