1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسلام په اړه د ماکرون له اظهاراتو سره د مسلمانانو مخالفت

۱۳۹۹ آبان ۵, دوشنبه

د اسلام په اړه د ماکرون وروستیو اظهاراتو د نړۍ اکثره مسلمانان سخت په قهر کړي دي. ځینو هیوادونو ورڅخه خپل سفیران راغوښتي او ځینو یې بیا پرمالونو باندي تحریم لګولی دی. اردوغان خو حتی وویل چي ماکرون دي خپل اعصاب معاینه کړي.

https://p.dw.com/p/3kRBM
Proteste in Israel
انځور: Jack Guez/AFP/Getty Images

په اکثرو اسلامي هیوادو کي تیري دوې ورځي په زرونو انسانان سړکونو او کوڅو ته راووتل او د ماکرون پر ضد یې شعارونه ورکړل. د ترکیې جمهوررئیس رجب طیب اردوغان خو حتی وویل چي ماکرون دي خپل اعصاب معاینه کړي چي ایا د رواني او روحي لحاظه جوړ دی.

ماکرون څه موده مخکي ویلي ول چي اسلام له یوه «بحران» سره مخامخ دی او د اسلامي انګیزې پر بنأ د یوه معلم تر په قتل رسیدو وروسته یې د اسلامي افراطیت په باب ښکاره الفاظ استعمال کړل.

وژل سوي معلم یوه اوونی دمخه په صنف کي د بیان د ازادۍ په باب درس په جریان کي د اسلام د پیغمبر حضرت محمد(ص) کاریکاتور ښکاره کړی وو. د یوه شاګرد په واسطه د دغه معلم تر وژل کیدو وروسته د هغه د ویر او غم د مراسمو په جریان کي ماکرون وویل چي «موږ به د دغه ډول کاریکاتورو څخه تیر نسو.»

پولیسو وروسته د ډیرو عملیاتو په جریان کي ډیر افراد او اسلامي ټولني تلاشي او وپلټلې، له هغې جملې څخه د مشکوک قاتل د فامیل غړي.

د اسلامي افراطیت او کاریکاتورنو په باب د ماکرون تر اظهاراتو وروسته د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون یکشنبه پر ماکرون باندي تور ولګاوه چي «پر اسلام باندي یې حمله »کړې ده. په لیبیا کي د شنبې او یکشنبې په ورځ د ماکرون پرضد مظاهرې وسوې او په سوریه او د غزې په تراډه کي د هغه عکسونو ته اور ورواچول سو.

په اسرائیلو کي د فرانسې د سفارت په مخکي هم تقریبأ ۲۰۰ کسانو د شنبې په ماښام د ماکرون پرضد مظاهرې وکړې. په ځینو هیوادو کي مظاهره کوونکو د خپلو حکومتونو څخه د فرانسوی مالونو د بایکاټ کیدو غوښتنه وکړه.

تر دغي غوښتني وروسته د فرانسې خارجه وزیر پرون یکشنبې د عربي هیوادونو له حکومتونو څخه وغوښتل، چي د فرانسوي مالونو د بایکاټ اظهارت متوقف کړي. په خبره یې دغه غوښتني د اقلیت افراطيانو له خوا طرح کیږي.

خو د اردن، کویټ او قطر دوکاندارانو او مغازه دارنو د خپلو دوکانو او مغازو څخه فرانسوي مالونه و ایستل. په همدې حال کي د دې تشویش موجود دی چي د اسلامي نړۍ او فرانسې مناسبات خراب سي. د قاهرې د الاظهر پوهنتون بیا د اسلام پرضد د یوه کمپاین څخه خبرداری ورکړی دی.

ق.ن/ن.ز (AG)