1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د توپيري چلن په اړه د آسيايانو شکايتونه

۱۴۰۰ فروردین ۲, دوشنبه

په آلمان کې ورځ تر بلي له آسيايانو سره په مخ پر زياتيدونکي توګه نژادي تعصب ليدل کیږي چې دا تعصب زياتره وخت د فزيکي بریدونو باعث هم ګرځي.

https://p.dw.com/p/3qyCt
Deutschland Ausländer Studenten
انځور: picture-alliance/dpa/J. Woitas

«ای چينايانو، آسيايانو تاسې ولې دلته راغلي ياست؟» دا جمله په آلمان کې اندونیزيايي محصل ذکي ته متوجې وه، کله چې هغه د برلين پر يوه سړک روان وو. نوموړی يو ځل د برلين د تاريخ ملي ميوزيم ته څېرمه وهل شوی هم دی.

د بن پوهنتون يوې اندونیزيايي محصله پوسپا هم خپلې دغه ډول تجربې شريکې کړي دي. هغه وايي د نوي کال په شپه د يوه دوست له کوره روانه وم چې «يو چا په پټاقۍ وويشتلم.» هغه وايي «ډاډه ده» چې دا ډول چلن ورسره ځکه وشو چې حجاب یې کړی وو.

برلين مشته مستند فلم جوړونکی پاپ فان هم ورته تجربه کړې ده. هغه وايي د پېښې پر وخت اوه اته کسان موجود وو «هيچا راسره مرسته ونه کړه او نه هم راته چا وکتل.»

د کرونا وبا تر خپريدو وروسته چې پېل یې ظاهراً له چين څخه شوی، په آلمان کې هم د آسيايانو پر ضد قضاوتونه تر سترګو کيږي.

په آلمان کې د نازيانو رژيم پر وخت له چينايانو سره سخت ناوړه چلن شوی وو او زياتره یې شړل شوي ول او يا هم اجباري کمپونو ته انتقال شوي ول.

په ۱۹۹۲م کا کې هم په روتوک – لشتن هاګن کې د مهاجرو ضد تاوتريخوالي ناوړه پېښې رامنځته شوې وې. په دې ترڅ کې کابو ۲۰۰۰ ښی اړخه افراطيانو د ويتنامي کارګرانو د استوګنې پر يوه سيمه بريد وکړ او د لاسي بمونو ګوزارونه یې وکړل.

د راپورونو له مخې په زرونو کسانو ښی اړخه تندلارې تشويقول او پوليسو هم د بريدونو د مخنيوي موخه ډېر فعاليت نه وو کړی.

برلين ميشته د نژادي تبعيض ضد فعال فرات علي کوجک وايي :«دې وضعيت ډېر هغه کسان چې اوس په آلمان کې د توکم پالنې پر ضد مبارزه کوي، اغیزمن کړي دي.» نوموړی زياتوي: «موږ ته روښانه شوې چې د آسيايانو پر ضد تعصب د بېلا بېلو دلايلو پر اساس په آلمانۍ ټولنه کې ژورې ريښې لري.»

په آلمان کې آسيايي ضد تبعيض

په تېر کال کې د کرونا وبا له خپريدو راهيسې، په آلمان کې دا قضاوتونه په زياتيدونکي توګه ليدل کيږي. فلم جوړونکی پاپ فان وايي چې په څو ځلي په ريل کې د «کرونا» په توګه ياد شوی دی. هغه وايي: «زه پوليسو ته ورغلم او هغوی ته مې وويل چې بايد د دې پر ضد يو څه وکړي. خو هغوی هیڅ ونه کړل. ما له هغوی وپوښتل، تاسې څه ته وار کوئ؟ تر هغه چې په ټوپک وويشتل شم.؟»

فان له هغه وخت راهيسې د برلين په عامه ترانسپورت کې له سفر کولو ډډه کوي. د هغه ترخې تجربې نوموړی ډېر ځوروي.

فان وايي چې په آلمان کې له آسيايانو سره تبعيض په څو ډوله دي. هغه وايي چې د آلمان په تلویزيون کې هم آسيايان په ځينو ځانګړو نقشونو لکه په يوه رستورانت کې خدمه او يا د »مساج په سالون کې د يوې ځوانې نجلۍ «په څېر نقشونو کې راڅرګنديږي.

په آلمان کې له آسيايانو سره  د تبعيضي چلن يو بل مثال په دې وروستو کې وليدل شو کله چې د بايرن د يوې راډيو يوه نطاق د جنوبي کوريا د «بي ټي ايس» موسيقۍ ډله له کرونا سره مقايسه کړه. هغه د دغه ډلې په اړه ويلي ول: «يو ناوړه ويروس چې هیله ده ډېر ژر به ورته واکسين وموندل شي.»

فرانک يونګ د «Halbe Katoffl» په نامه پودکاست چلوونکی دی چې د کډوالو او آلمانانو ترمنځ د ديالوګ له پاره هلې ځلې کوي. نوموړی وايي چې دمګړۍ د آلمان ځوانان له دې ډول مسلو سره ليوالتيا ښيي او زياتره وخت ډېر پرانيستی نظر لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب