1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي او قطر ته د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې لومړی سفر

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۵, دوشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیره په لومړي ځل هغو هېوادونو ته سفر کوي چې آلمان ته د انرژۍ په برخه کې مهم دي. د روسیې له خوا پر اوکراین تر برید وروسته آلمان له روسیې څخه د تیلو او ګازو د وارداتو پر بدیله لار کار کوي.

https://p.dw.com/p/4RMBW
آرشیف: د آلمان د بهرنیو چارو وزیره انالینا بېربوک
آرشیف: د آلمان د بهرنیو چارو وزیره انالینا بېربوکانځور: Kira Hofmann/photothek/picture alliance

د آلمان د بهرنیو چارو وزیره انالېنا بېربوک به د دوشنبې په ورځ د می پر پنځلسمه عربي نيمه ټاپو ته درې ورځنی سفر پیل کړي. د دې سیمې ځینې هیوادونه په نړۍ کې د تیلو او ګازو ترټولو مهم تولیدونکي دي او ډیر ژر به د هایدروجن په تولید کې د پام وړ مقام ترلاسه کړي.

د اوکراین پر خاوره د روسیې پوځ له یرغل وروسته، چې د تېر کال د فبرورۍ پر۲۴مه پیل شو، اروپايي هېوادونه هڅه کوي چې د روسیې پر انرژۍ انحصار راکم کړي.

المان د روان کال له پیل راهیسې له روسیې څخه د تیلو واردات هغه وخت بند کړل چې په تیرو میاشتو کې یې هم په اندازه کي د پام وړ کمښت راغلی وو.

 د آلمان د اقتصاد وزیر رابرټ هوبیک پر اوکراین د یرغل له پیل څخه څو میاشتې وروسته د فارس خلیج عربي هیوادونو ته سفر وکړ څو له دغو هیوادونو څخه د مایع ګازو د ترلاسه کولو لپاره زمینه برابره کړي.

د آلمان صدراعظم وايي نفتو او د ډبرو سکرو ته ستنيدنه موقتي دي

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، بېربوک د وضعیت د ارزوني په موخه د دوشنبې په ورځ جدې ته ورسیږي او د سه شنبې په ورځ به قطر ته ولاړ شي.

دا هغه هیوادونه دي چې په دوامداره توګه د تيلو له درکه په ترلاسه شويو ډالرو د تکیه کولو سره خپل سیاسي او اقتصادي نفوذ پراخوي، هغه هیوادونه چې د مخالفینو د ځپلو او د وګړو په ځانګړې توګه د ښځو د آزادیو په محدودولو تورن کيږي.

بېربوک چې د خپلې بهرنۍ تګلارې محور »فيمنستي ډیپلوماسي« بولي، د سعودي عربستان او قطر په څېر هېوادونو ته سفر کول ورته باید دومره اسانه نه وي.

بې پوړني ديپلوماسي

د فرانسې خبري آژانس د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت د یوه ویاند له قوله ویلي دي چې بېربوک به د ښځو د جامو په اړه سخت قوانین نه مراعاتوي او د دغه سفر پر مهال به پوړنی يا څادر نه پر سر کوي.

بلخوا د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت دغه توجیه او تاکید ځکه ضروري نه ښکاري چې برعکس د فارس خلیج په هیوادونو کې د ښځینه بهرنیو دیپلوماتانو د اسلامي حجاب اغوستلو ته اړتیا نشته.

بېربوک به سعودي عربستان او قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې له ۳۷ کلن محمد بن سلمان او ۴۲ کلن تمیم بن حمد بن خلیفه ال ثاني سره وګوري، چې دواړه د هغې په شان د عصري کولو سخت ملاتړي دي.

د اروپايي اتحادېې غړي د روسېې د نفتو پر تحریمولو توافق ته ونه رسیدل

د بشري حقونو فعالان پر سعودي عربستان تور لګوي چې په خپل سري ډول د مخالفانو په نیولو، د بیان آزادي تر پښو لاندې کولو او د جنجالي اعدامونو سزاګانې پلي کوي. د اسلامي جمهوریت او یو شمیر نورو هیوادونو سره، سعودي عربستان په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په نړۍ کې د اعدامونو ریکارډ درلودونکی هیواد وو.

د قطر حکومت هم د بیان د آزادۍ په برخه کې او له مهاجرو کارګرانو څخه د ناوړه استفادې د تور کبله له سختو نیوکو سره مخامخ دی حتی ډېرو خلکو په دغه هیواد کې د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام له ترسره کیدو سره مخالفت ښوولی وو.

د بشري حقونو دفاع، خو انرژي ته اړتیا

په بله معنا د بېربوک سفر هغو ستونزمنو هیوادونو ته دی چې په ورته وخت کې د آلمان لپاره مهم دي. سعودي عربستان په نړۍ کې د تېلو تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی، او قطر د ګازو یو له سترو صادروونکو هېوادونو څخه دی چې ټاکل شوې ده تر ۲۰۲۶ کال پورې جرمني ته مایع ګاز ورسوي.

څیړنه: عربستان د آلمان په ګډون ډېرو نورو ته سخت دریځي صادروي

د آلمان د کيڼ اړخي ګوند د بهرنۍ پاليسۍ کارپوه سویم داګدلن فرانسې خبري آژانس ته وويل، په سعودي عربستان کې د ښځو د حقونو څخه د سرغړونې او د مخالفينو تعذيب بايد د آلمان په ائتلافي حکومت کې د انرژۍ د بديل سرچينو د لټون قرباني نه وي.

د سعودي عربستان بهرنۍ پالیسي د خپل تاسیس له پیل څخه تر څه مودې مخکې پورې په بشپړه توګه له امریکا سره همغږې وه، خو ریاض اوس یوه بله لاره خپله کړې ده چې یواځې تر لویدیځه محدوده نه ده.

سعودي عربستان له څه مودې راهیسې له چین سره د اړیکو پراخول د اجنډا په سر کې ساتلي او د مارچ په میاشت کې یې د بیجینګ په غوښتنه او منځګړیتوب د ایران له اسلامي جمهوریت سره د خپلو اړیکو د عادي کولو بهیر هم پیل کړ.

د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند وايي، بېربوک به د خپل سفر په ترڅ کې پر هغو مسئلو خبرې وکړي چې "ځینې یې موږ متحد کوي خو په ځینو کي اختلاف لرو."