1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د جنوب ختیځ اسیا هیوادونه دې د مهاجرو سره انساني چلند وکړي»

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آذر ۱۱, چهارشنبه

د مهاجرت له پاره د ملگرو متلونو ادارې IOM پر سویلي ختیځ اسیایې هیوادونو ټینگار کړی دی چې د سږنې بشري ناورین له تکرار څخه د مخنیوي په خاطر دې، ساحلونو ته له رسیدونکو کډوالو سره د انساني همدردۍ پر بنسټ چلند وکړي.

https://p.dw.com/p/1HG0D
انځور: picture-alliance/dpa/Y. Pruksarak

ټاکل شوی ده چې د راتلونکي کال په می میاشتې کې د تهائلینډ هیواد په پلازمېنه بنکاک کې د هغوعراقي او سوریایې کډوالو د ستونزو په هکله یوه غونډه جوړه شي چې اروپا ته د مهاجرت په تکل کې دي. د مهاجرت له پاره د ملگرو متلونو ادارې IOMپر سویل ختیځو اسیایې هیوادونو ټینگار کړی دی چې په بشپړ ډول دې له دغو کډوالو سره همکاري وکړي.

تیر کال د تهائې لینډ حکومت له خوا د انساني قاچاقبرانو پر وړاندی عملیاتو په پایله کې تر ۴۰۰۰ ډیر انسانان د انډونیزیا، مالیزیا، تهائلینډ، میانمار او بنگله دیش ساحلونو ته رسیدلي ول. په سلگونه نور د بنگال خلیج او د انډمان سمندرگې کې په لویو او وړو کیشتیو کې بند پاتې شوې ول. په دغه وخت کې د رامنځته شوو پيښو په پایله کې یو شمیر انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د میانمار او بنگله دیش په زرگونو انسانانو له فقر، بې وزلۍ او زور زیاتي څخه د ځان ژغورنې په موخه انساني قاچاقبرانو ته پناه وړی وه. په دوی کې اکثره د میانمار هیواد د راکهین سیمې روهنگي مسلمانان ول چې مالیزیا ته د رسیدو له پاره یې د انساني قاچاقبرانو خدمات ترلاسه کړي ول.

د اسیا پاسفیک له پاره د IOM ویاند جو لوئری وویل «مونږ اوس هم په محفوظه طریقه د کډوالو د انتقال، د انساني همدردۍ پر بنست چلند، د دوی د خوراک څښاک، اوسیدو ځای، او روغتیایې اسانتیاو او له مجرمو اشخاصو څخه د دوی د حفاظت غوښتنه کوو.» د هغه په خبره د انساني ژوند د ضایع کیدو د مخنوي په خاطر د ټولو ښکیلو غاړو او نړیوالۍ ټولنې بشپړې همکارې ته اړتیا ده.

د تهائلینډي پولیسو له خوا د انساني قاچاقبرانو پر وړاندې د عملیاتو په پایله کې سږکال یو سیمه ییز بحران رامنځته شوې وو. دغه کړکیچ د می په میاشت کې د تهائلینډ او مالیزیا سرحد ته نږدې د ۳۰ جسدونو تر پیدا کیدو وروسته رامنځته شو. دغه پيښه په نړیواله کچه غندل شوې وه. وروسته تر دې تهایلینډي چارواکو ۸۸ انساني قاچاقبران ونیول خو په سلگونو نور اوس هم د فرار په حال کې دي.

په تهائلینډ کې د انټرپول یا بې سرحده پولیسو مشر اپیچارت سوریبنیا، رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د تهائلینډي چارواکو له خوا د ترسره شوو عملیاتو وروسته اوس کشتئ په مستقیم ډول مالیزیا ته مخه کوي. د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې له خوا د ورکړل شوو ارقامو پر بنسټ د موسیمي ورښتونو د فصل له پای ته رسیدلو سره سږکال د سپټمبر میاشتې له وروستیو څخه تر اوسه پورې نږدې ۱۰۰۰ تنه مهاجر د بنگال خلیج له لارې قاچاق شوې دي. د جولوئرې په خبره نن سبا د مهاجرت لاره او بڼه مخ پر بدلیدو ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب