1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يرغمل شوي پاکستاني پولیس آزاد شول

۱۴۰۰ فروردین ۳۰, دوشنبه

د پاکستان یوې تندلارې مذهبي ډلې ۱۱ یرغمل نيولي پولیس پریښي دي. دغه خبر پاکستاني چارواکو ورکړی دی. دغه ډله له څو ورځو راهیسې له پاکستان څخه د فرانسې د سفیر د ایستلو له پاره احتجاجونه کوي.

https://p.dw.com/p/3sCqx
Pakistan Landesweiter Streik Islamische Parteien
انځور: Fareed Khan/AP Photo/picture alliance

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي دي چې تحریک لبیک پاکستان (ټي ال پي)، له حکومت سره د تیرې شپې تر مذاکراتو وروسته یرغمل شوي کسان آزاد کړي دي.

د آلمان د خبري آژانس د رپوټ له مخې د ټي ال پي، په سلونو پلویان چې په پترولي بمونو او کوتکو مجهز دي د لاهور ښار د یوه مسجد په انګړ کې راټول دي، چې د دغه سخت دریځې ډلې مرکز هم دی.

دغه ډله د تیر کال له وروستیو راهیسې د تاو تریخوالي ډک احتجاجونه کوي او د اسلام د پيغمبر د کاریکاتورونو د رسمیدو په غبرګون کې له پاکستانه د فرانسې د سفیر د ایستلو غوښتنه کوي. د رپوټونو له مخې د پاکستان حکومت هاغه مهال پر دغه موضوع د بحث کولو خبره کړې وه، خو د سفیر د ایستلو غوښتنه یې رد کړې وه.

د تاوتریخوالي ډک احتجاجونه یوه اونۍ دمخه هغه وخت پېل شول چې پولیسو د تحریک لبیک مشر ونیو، څو اسلام آباد ته د دغه ډلې د مارش کولو مخه ونیسي.

د چهارشنبې په ورځ د پاکستان حکومت د ترهګرۍ ضد قانون له مخې دغه ډله منع وګرځوله او په دې ترتیب د القاعدې او پاکستاني طالبانو په څیر ډلو په نوملړ کې شامله شوه.

د شیخ رشید په خبره وروستی آخ او ډب د یکشنبې په ورځ هغه مهال رامنځ ته شو چې د نیمه پوځي ملیشو له ملاتړ څخه برخمنو پولیسو هڅه وکړه چې د دغې ډلې وروسته احتجاجي کمپ له منځه یوسي. د تحریک لبیک ډلې ویلي دي چې درې کارکوونکي یې د یکشنبې په ورځ په آخ او ډب کې وژل شوي دي.

دغه ډله په ۲۰۱۷م کال کې مذهب ته د سپکاوي ضد قانون د ملاتړ له کبله شهرت ته ورسیده.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب