1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې «پابجي» انترنتي لوبه بنده شوه

۱۳۹۹ آذر ۲۷, پنجشنبه

د افغانستان د مخابراتي خدماتو د تنظيم بورډ (اترا) اعلان وکړ چې «پابجي» انترنتي لوبه يې بنده کړې ده. یادې ادارې ويلي دي چې دغه اقدام يې د ولسي جرګې او ځينو نورو ادارو د شکايتونو په نتيجه کې کړی دی.

https://p.dw.com/p/3ms5D
Videospiel PlayerUnknown's Battlegrounds (PUGB)
انځور: picture-alliance/AA/M. Aktas

د اترا ادراې بورډ، له خوا په يوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د پابجي (PUBG) لوبي د بندولو پريکړه «تر يوې پراخي څيړنې وروسته« د لیندۍ میاشتې پر ۲۶مه نيټه وشوه.

له کابل څخه د آلمان خبري آژانس په حواله، د اترا ادارې د بورډ مشر عمر منصور انصاري په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې، دوی اوس پر دې تحقیق او مشورې کوي تر څو دغې مسئله ته يوه د حل دايمي لاره پيدا کړي.

انصاري زياته کړې ده چې دوی به د ټولو هغو لوبو ارزونه او پيژندګلوي کوي چې د ځوانانو او ماشومانو پر روزنو باندې منفي اغیز لري.

د افغانستان د ولسي جرګې غړو په اکتوبر مياشت کې ويلي ول چې دوی ته د کورنيو له خوا د انترنتي لوبو د کارولو په اړه شکايتونه رسيدلي او پر حکومت یې غږ کړی وو چې دغه لوبي بندي کړي.

پابجي لوبه په موبايلونو کې کيږي چې په افغانستان کې ډير مینه وال لري. دغه لوبه چې تر ډيره جګړيزي صحنې لري، تر ډيره ځوانان کوي. دغه ګيم د هندوستان او چين په ګډون په ځينو نورو هیوادونو کې هم د مختلفو دلایلو له مخې بند شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب