1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر سعودي عربستان باندي د دوه مخۍ تورونه

۱۳۹۹ آبان ۲۹, پنجشنبه

د بشري حقونو فعالان پر سعودي عربستان د دوه مخۍ تورونه لگوي. دوی وایي چې د اصلاحاتو په اړه پروپاگند سره دغه هيواد غواړي وښيي چې د اقتصاد له پاره پرانيستی دی.

https://p.dw.com/p/3lYgb
Saudi Arabien Jiddah | Dakar Rally | Organisatoren
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Nabil

د « Gulf Center for Human Rights» په نوم د بشري حقونو د ټولنې مشر خالد ابراهيم چې پر نورو سربیره په سعودي عربستان کې د بشري حقونو د پياوړتيا له پاره هلې ځلې کوي، وويل:«د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ غړي د بدلون رښتينې اراده نه لري. دا يوازې د نړيوالو هدفونو د ترلاسه کولو له پاره يوه پروپاگنده ده.»

د خليج دا شاهي سلطنت لومړی عربي هيواد دی چې د G20 سرمشریزه یې ترتيب کړې ده. د کرونا وبا له کبله به حکومتي او دولتي مشرانو رياض ته سفر ونه کړي، خو د نومبر پر ۲۱ او ۲۲ نيټه به د انترنټ له لارې په دغه غونډه کې گدون وکړي.

د انسانانو لادرکه کيدل

خالد ابراهيم زياته کړې تر هغه وخته چې وليعهد (محمد بن سلمان) واک لري، بشري حقونو ته درناوې د تصور وړ نه دی. نوموړي دې ته اشاره وکړه چې انسانان د تويتر له لارې د يوه انتقادي تويت تر کولو وروسته لادرکه کيږي او په سوله ایزه مظاهرو کې برخه اخيستونکي اعداميږي.

نوموړي زياته کړه چې په ۲۰۱۸م کال کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلگرۍ کې د رياض څخه د ليږدول شوې کوماندوي ډلې له خوا د وژل شوي ژورناليست جمال خاشقجي جسد تر اوسه نه دی موندل شوی. د خالد ابرهيم په حواله په سعودي عربستان کې په زرونه سیاسي بنديان موجود دی.

له ۲۰۱۸م کال راهيسې په سعودي کې ښځې د موټر چلولو حق لري
له ۲۰۱۸م کال راهيسې په سعودي کې ښځې د موټر چلولو حق لريانځور: picture-alliance/AP Photo/H. Jamali

د بخښنې نړيوال سازمان هم وضعيت دې ته ورته بولي. د بشري حقونو فعاله يوليا دوشرو وايي: «د سعودي عربستان د حکومت له پاره د جې – شل سرمشریزه يوه ښه موقع ده، څو نړيوالو ته د اصلاحاتو خپل تبليغات او پروپاگند معرفي کړي او دا ورته روښانه کړي چې دغه هيواد د اقتصاد له پاره پرانيستی دی.» نوموړې د آلمان پر حکومت غږ وکړ چې د بشري حقونو موضوع دې په خپله اجندا کې شامله کړي.

اړونده موضوع:سعودي: په ټولنیزو شبکو کي د ښځو د جنسي آزار پيښي

ايمسنټي په عين حال کې په دغه هيواد کې «د ښځو له حقونو سره د دوه مخي چلند» څخه خبره کوي. زياته شوې ده چې که څه هم چې د ښځو تشويق موضوع د سږکال د جي – شل د اجنډا په سر کې ځای لري، اوس هم يو شمیر فعالانې بنديانې دي او يا د محاکمه کيدو له گواښ سره لاس او گريوان دي.

ايمنسټي انترنيشنل د حکومتونو او دولتونو پر مشرانو غږ وکړ چې د سعودي فعالانو لجين الهنلول. نسيمه الصاده، ثمر بدوي، نوف عبدالعزيز، مايا الشهراني د بې شرطه او سملاسي آزادولو غوښتنه دې وکړي. دغه ښځې په ۲۰۱۸م کال کې د بشري فعاليتونو له وجې نيول شوي دي. د ايمنسټي په حواله له دې میرمنو څخه یې ځيني شکنجه شوي هم دي.

د جی – شل په ډله کې ۱۹ مهم صنعتي او د صنعتي کيدو په درشل کې هيوادونه او همدا راز اروپايي ټولنه شامله ده. دا ډله د نړۍ د کابو يو پر دريمه برخه نفوس او ۸۵ سلنه اقتصادي فعاليتونو استازيتوب کوي.

ب.ص/ ن. ز (dpa, afp, epd)

زموږ له آرشيف څخه: