1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان ته د بهرني مسلکي کارګرو راتګ بايد آسانه شي»

۱۴۰۱ آذر ۷, دوشنبه

د آلمان د تجاراتو اتحاديې د آلمان له حکومت څخه غوښتنه لري چي دغه هيواد ته د بهرنيو مسلکي کسانو د راتګ پروسې او شرايط بايد ډېر آسانه کړي. په دغه هيواد کي د کارګرو سخت کمښت دی.

https://p.dw.com/p/4KAa7
Deutschland Jobmesse für ukrainische Geflüchtete
انځور: Christoph Soeder/dpa/picture alliance

د آلمان د صنعت او تجارت د خونې رئيس پېټر آډريان سخت ناخوښ دی. د هغه په وينا په آلمان کي د مسلکي کارګرو سخت کمښت دی او له همدې کبله د آلمان شرکتونه مجبوره دي چي مخ په زياتېدونکې توګه توليدي فرمايشونه رد کړي.

هغه وايي د کارګرو د کمښت له کبله آلماني شرکتونه او فابريکې مجبوره دي چي خپل توليدي سرعت راکم کړي. نوموړي د آلمان خبري آژانس سره په خبرو کي زياته کړې ده: «په اوسني بحران کي د انرژۍ د جګو قيمتونو وروسته د مسلکي کارګرو تشه د شرکتونو لپاره تر ټولو لويه دويمه ننګونه ده.» د آډريان په وينا: «له همدې کبله زيات تجاران د دې په حق کي دي چي له دريمو هیوادونو څخه د مسلکي کارګرو راتګ نور هم آسانه کړل شي.»

رپوټ: جرمني ۱۳۷۰۰۰ مسلکي کمپيوټرپوهانو ته اړتيا لري

د آډريان په وينا اوسنی حکومت په ۲۰۲۰ کال و آلمان ته د مسلکي کسانو د راتګ او اقامې د قانون پر تعديل کار کوي. د هغه په وينا ياد قانون و آلمان ته د له اروپا دباندي مسلکي کارګرو په راتللو کي که څه هم چي بعضي آسانتياوي رامنځته کړې، «خو د شرکتونو تجربې دا ښيي چي زياتې پروسې لا تر اوسه ډېري مغلقي دي، زيات وخت نيسي او يا ناکامه کيږي.»

د چارواکو د کار پر کم سرعت نيوکي

د آلمان د صنعت او تجارت د خونې د رئيس په وينا شرکتونه په دې نظر دي چي و آلمان ته د مسلکي کسانو د راتګ مخکي بايد له هغوی د داسي زدکړو د سند غوښتنه ونشي چي په آلمان کي د زدکړو سره بالکل مساوي وي.

د هغه په وينا دا ځکه چي تجربو ښودلې چي د راغلو کارګرو هغه مسلکي تشي چي موجودي وي، په آلمان کي د کار پر وخت په فابريکو کي بېرته ډکېدلای شي. آډريان وړانديز کړی دی چي په آلماني شرکتونو او فابريکو کي د باندي کارګرو د بهتر کار پېلولو لپاره به دا هم ګټور ثابت شي که و آلمان ته د هغوی له راتلو مخکي لا هغوی ته د آلماني ژبي د زدکړي آسانتياوي او امکانات زيات کړل شي.

د آلمان د اقتصادي سيکتور د دغه استازي په آند د آلمان په ادارو کي بايد پروسې لا چټکي شي. هغه په زياته پر دې انتقاد کوي چي په وينا يې له آلمان څخه بهر د آلمان په قونسلګريو يا سفارتونو کي د کار ويزې لپاره د وعدې يا اپواينټمنټ ترلاسه کولو لپاره انتظار زياتي مياشتي په بر کي نيسي.

په افغانستان کې د یوناني طبیبانو د ارزونې پروسه پیلیږي

د هغه په وينا د مسلکي کسانو د راجلبولو لپاره دا هم مهمه ده چي «د اپارتمانونو او ماشومانو د مراقبت ښه امکانات موجود وي. که موږ غواړو چي له ټولې نړۍ څخه مسلکيان په آلمان کي کار کولو ته راجلب کړو، نو موږ بايد ورته چانسونه وړاندي کړو چي هغوی د ښه راغلاست احساس ولري.»

د آلمان د اوسني حکومت په پلانونو کي دا هم شته چي د تابعيت ورکړه آسانه کړي. په دې ترڅ کي به هغه موده راکمه کړل شي چې د تابعيت ترلاسه کولو مخکي بايد چا حتمي په آلمان کي تيره کړي وي.

المان د مهاجرت په سیستم کې بنسټیز اصلاحات رامنځته کوي

په آلمان کي د اقتصادي چارو له څېړنيز مرکز څخه مارسل فراتشر د ياد تعديل پر پلان ډاډمنتيا او خوښي ښودلې ده. نوموړي و «هاندلسبلات» ورځپاڼي ته ويلي: «په آلمان کي د مسلکي کارګرو د کمښت ستونزه به د دېموګرافۍ او د هوښيارو انسانانو د راجلب کولو په ډګر کي د سيالۍ د زياتېدو له کبله لا ډېره شي که سياست تر پخوا په لا قاطع توګه عمل ونکړي.» د هغه په وينا په آلمان کي د تابعيت د ښکاره ليدلوري لرل به د بانديو مسلکي کارګرو راجلبول لا آسانه کړي.

آ./ا.ا./ب.ص.