1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو د څار ټولنه: طالبان په زور ملکيان بې ځايه کوي

۱۴۰۰ تیر ۱۷, پنجشنبه

د بشري حقونو د څار ټولنې ويلي دي چې د افغانستان په شمال کې وسله واله طالبان له حکومت سره د همکارۍ په تور خلک د خپلو کورونو پريښودو ته مجبوروي او بيا یې کورونه چور کوي او سوځوي يې.

https://p.dw.com/p/3wCJc
Afghanistan-Krieg - Vertriebene Familien bei Khogyani/Chogiani
انځور: picture-alliance/NurPhoto/W. Sabawoon

د بشري حقونو د څار ټولنې (Human Rights Watch) ويلي دي چې د کندز په باغ شرکت سيمه کې چې د جون مياشتې په پای کې ورته طالبان داخل شوي ول، د لاوډسپيکرونو له لارې له خلکو غوښتنه شوې وه چې «د ځان د امنيت په موخه» دې په دوو ساعتونو کې له خپلو کورونو ووځي.

د بشري حقونو د څار ټولنې ويلي دي چې تېره اونۍ یې د تليفون له لارې له کابو ۶۰۰ کورنيو سره مرکې کړي چې په زور له خپلو کورونو څخه ايستل شوي ول او نورو ځايونو ته یې پناه وړې وه.

دغو کسانو ويلي دي چې طالبانو له حکومت سره د همکارۍ په تور خلک ګواښلي او کورونه یې تر لوټ کیدو وروسته سوځول شوي دي.

د بشري حقونو د څار ټولنې مرستیالې مشرې پيتريشيا ګوزمن وويل: «پر هغو کسانو چې ښايي د دولت ملاتړ يې کړی وي، کيدای شي په راتلونکې کې د طالبانو د غچ اخيستونکي بریدونو هدف وګرځي.»

طالبانو په سرپل او کندز کې ولسوالۍ نيولي دي

نوموړې زياته کړه:«طالب مشران اختيار لرې چې د خپلو جنګيالو دا تيري و دروي خو تر اوسه یې دې کار ته ليوالتيا نه ده ښوولې.»

د بشري حقونو د څار ټولنې ويلي دي چې دوی د ځايي اوسيدونکو دا ادعاوې چې طالبانو د سيمې يو دوکاندار او د سيمه ایزو مليشو يو پخوانی غړی وژلی دی، نه شي تائيدولی.

يوې ۴۵ کلنې کونډې دې سازمان ته ويلي دي چې طالبانو هغه له سيمې کډه کيدو ته مجبوره کړې ده.

د بشري حقونو د څار ټولنې په حواله نوموړې ويلي: «هغوی [طالبانو] ماته وويل چې زه بايد له سيمې ووځم ځکه چې له «کفارو» سره مې مرسته کړې ده. زه له شلو کلونو راهيسې په دغه کلي اوسيدم. اوس په فيض آباد کې په يوه خيمه کې يم.»

طالبانو په دې وروستيو کې په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د ناټو او امريکايي ځواکونو اخراج کابو بشپړ شوی دی او افغان ملي دفاعي ځواک تر ډېره بايد پر خپل ځان تکیه وکړي، خپلو بريدونه ته زور ورکړی.

په پام کې ده چې له افغانستان څخه به وروستي امريکايی عسکر د اګست میاشتې په پای کې ووځي.

وسله والو طالبانو پرون، چهار شنبه د بادغيس ولايت پر مرکز قلعه نو ښار هم يرغل کړی وو او د بادغيس والي حسام الدين حسام ويلي ول چې «ټولې ولسوالۍ سقوط شوي او دښمن ښار ته داخل شوی دی.» خو هغه ټینګار کړی وو چې د ښار دفاع به وکړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د فيسبوک پاڼې په حواله اوس دغه ولايت ته تازه دمی کوماندو ځانګړی ځواک استول شوی دی. زياته شوې چې د قلعه نو ښار له زياترو برخو طالبان شړل شوي دي او ډېر ژر به ټول ولايت د طالبانو له شتونه پاک شي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

کونړ: د جګړو بې ځایه شوي له تریخ ژونده سر ټکوي