1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوستن: له افغانستانه د ځواکونو ايستلو صلاحيت بايدن لري

۱۴۰۰ فروردین ۲, دوشنبه

د امريکا د دفاع وزير افغانستان ته د خپل لومړي رسمي سفر پر وخت ويلي دي چې ولسمشر بايدن غواړي د افغانستان جګړه «مسؤلانه پای» ولري. نوموړي له ولسمشر غني سره د ليدنې کتنې پر وخت پر امنيتي وضعيت انديښنه ښوولې ده.

https://p.dw.com/p/3qwiK
Lloyd Austin in Afghanistan
انځور: Presidential Palace/AP/picture alliance

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي دي چې ولسمشر اشرف غني د امريکا متحده ایالاتو د دفاع وزير لويد اوستن سره چې د يکشنبې په ورځ (د مارچ ۲۱ نیټه) په يوه نااعلان شوي سفر کابل ته تللی وو، د ليدنې کتنې پر وخت د تاوتريخوالي د زياتوالي او د سولې د تامينيدو د څرنګوالي په اړه خبرې کړي دي.

لويد اوستن ويلي دي چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه بايد راټيټه شي، څو د ديپلوماسۍ «ثمرې» ته د رسيدو چانس ولري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلاميه کې زياته شوې چې لويد اوستن د ترهګرۍ سره د افغان امنيتي ځواکونو د مبارزې ستاينه کړې او دواړو مشرانو په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر زياتېدو انديښنه ښوولې ده.

اوستن وويل: «دا روښانه ده چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه په څرګنده ډول لوړ ده. موږ واقعاً غواړو چې د تاوتريخوالي د کميدو شاهدان و اوسو او که چېرې دا کار وشي نو د ثمره لرونکي ديپلوماتيک کار له پاره شرايط رامنځته شي.»

اړونده موضوع:د افغانستان په اړه د بايدن کوم انتخاب غوره دی؟

په دې ليدنه کتنه کې اشرف غني او د امريکا د دفاع وزير پر دې ټينګار وکړ چې د افغانستان د روان وضعيت اساسي حل عادلانه او پايدارې سولې ته رسيدل دي.

په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې چې امريکايي ځواکونه څومره موده په افغانستان کې پاته وي، نوموړي وويل چې «د يوه حتمي تاريخ اعلانول او يا د اخراج له پاره د يوې مشخصې نيټې ټاکل د ولسمشر جو بايدن صلاحيت دی.«

اړونده موضوع: له افغانستانه د امريکا ځواکونو وتل کيدای سي وځنډيږي

نوموړي ويلي دي چې د دې سفر په ترڅ کې لاسته راوړل شوي معلومات به له امريکا متحده ايالاتو سره د افغانستان د وضعيت په ارزولو کې مرسته وکړي.

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير په داسې حال کې افغانستان ته سفر کړی دی چې د امريکا او طالبانو ترمنځ پر تړون او له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر نيټې د ولسمشر جو بايدن د ادارې له لوري غور روان دی.

ب. ص/ ن. ز (AP)