1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا او متحدين یې پر طالبانو څومره نفوذ لري؟

۱۴۰۰ شهریور ۱۱, پنجشنبه

امريکا او متحدين یې که څه هم له افغانستان څخه وتلي دي خو د ولسمشر جو بايدن په حواله هغوی اوس هم پر طالبانو د نفوذ قدرت لري چې له لارې یې د خپلو کړيو ژمنو عمل ته اړ کړي.

https://p.dw.com/p/3zpTJ
Afghanistan Auf den Straßen von Kabul, unter Kontrolle der Taliban
انځور: REUTERS

د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بايدن د خبرو په څېر نرمې څرګندونې د لويديځ د نورو هيوادونو د مشرانو او چارواکو له خولې هم اوريدل کيږي چې وايي د فشار اچولو له لارې کيدای شي طالبان دې ته اړ باسي چې د خپل خونړي ماضي سره واټن وساتي.

د لويدېځو هيوادونو په پلازمېنو کې د ورکړل شويو اعلاميو په حواله د انرژۍ او خوراک په برخه کې پر بهرنيو مرسته متکي افغان اقتصاد ته په کتو سره طالبان د جزا او نفع د اصل پر اساس دې ته مجبوريدلی شي چې د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي.

په دې تړاو څو مهمې لارې چارې شته چې لوېديځ کولی شي په راتلونکي کې ترې کار واخلي څو طالبان د ښځو او بشري حقونو او همدا راز نورو مدني آزاديو عملي کيدو ته مجبور کړي.

د ميلياردونو ډالرو سره زر او نورې زېرمې

پر افغانستان د فشار په تړاو امريکا تر ټولو مهم رول لري. افغانستان د نهه میليارده يورو په ارزښت سره زر او د بهرنيو اسعارو د تبادلې نورې زېرمې تر ټولو زياتې د امريکا تر کنترول لاندې دي. له دې څخه ۷ میلیارده ډالر په امريکا کې دي او ۱،۳ میليارده ډالر په بېلا بېلو نړیوالو بانکونو کې دي.

له دې څخه اوه لکه ډالر د مختلفو نړيوالو ادارو په حسابونو کې پراته دي. دا خبره د افغانستان د مرکزي بانک مشر له افغانستان څخه تر وتلو وورسته د تويتر له لارې کړې وه.

پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته امريکا دا ټوله سرمایه کنګل کړې ده او په امريکا او يا د امريکا څخه دباندې د افغان حکومت هيڅ کومې شتمنۍ ته طالبان لاس رسی نه لري او دا ټوله سرمايه کنګل شوې ده.

بل اړخ ته نړيوال وجهي صندوق ته هم د طالبانو د لاس رسي مخه نيول شوې ده چې په هغه کې د ۴۰۰ ميليونو ډالرو بيړنۍ مرسته هم شامله ده. د بشري مرستو ځينو ټولنو د امريکا په ګډون پر مختلفو هيوادونو ټينګار کړی چې د افغانانو د شتمنيو په برخه کې له نرمښت څخه کار واخلي څو يو څه سرمايه او مرسته افغانستان ته ورسيږي.

خو د دې ډول يوې اجازې په صورت کې به  شرطونه او څارنه هم ډېره کلکه وي.

پر وارداتو انحصار

د افغانستان په اقتصاد کې پر وارداتو انحصار او تکيه يو کليدي عنصر دی چې خوراکي توکي، د سون مواد او لباس تر ټولو مهم دي. افغانستان په ۲۰۱۹م کال کې د ۸،۶ ميلياردو ډالرو توکي وارد کړي ول. د نړيوال بانک د شميرو په حواله په دې توکو کې غنم او د پتروليمو محصولات په لومړي کتار کې ول او د هيواد د اړتيا ۷۰ سلنه بريښنا هم وارده شوې وه.

د ډالرو د استعمال او د بهرنيو اسعارو د تبادلې تر زيرمو د لاس رسي پرته به طالبان واردات هم ونه شي کولی. د امريکا د شمېرو له مخي که د افغانستان شتمنۍ کنګل پاتې شي نو طالبان به يوازې وکولی شي دوې ورځې د وارداتي توکو لګښت پرې کړای شي. امريکا او متحدين یې شمتنيو ته د افغانستان لاس رسی د طالبانو په کړنو پورې مشروط کړی دی.

بهرنۍ مرستې

د پېسو پر دوو مهمو نړيوالو ادارو نړيوال بانک او نړيوال وجهي صندوق امريکا او متحدين يې ډېر نفوذ لري. نړيوال بانک په افغانستان کې د بيارغونې د مرستو څارنه کوي، دا په داسې حال کې ده چې همدې نړيوال بانک افغان حکومت او په افغانستان کې په کار بوختو غير دولتي موسسو ته په میلياردو ډالر ورکول.

پر کابل د طالبانو تر کنترول وروسته نړيوال بانک دغه مرسته درولې ده او راتلونکې یې هم غير يقيني دی.

تېره اونۍ د امريکا د خزانې وزارت يو ځانګړی خو محدود لايسنس يا جواز جاري کړ چې له مخې یې حکومت او متحدينو ته د انساني خواخوږۍ پر اساس په افغانستان کې د مرستې اجازه ورکړل شوې ده.

مالي بندیزونه

طالبان د يوې ډلې په توګه او همدا راز يو شمير طالب مشران لا دمخه د امريکا او ملګرو ملتونو د بندیزونو سره مخ دي او نه شي کولی ډالر منقل او يا د امريکا د پېسو سیسټم ته لاس رسی ولري. د لوېديځ تجارتي ادارې هم له طالبانو سره له سوداګرۍ ډډه کوي، ځکه نه غواړي چې د امريکا له قوانينو څخه سرغړونه وکړي. خو د امريکا د خزانې اداره د طالبانو کړنو او چلن ته په کتو سره له هغوی سره د سوداګرۍ د اجازې په اړه پريکړه کولی شي.

جهاني وجهي صندوق، پیسو ته د افغانستان لاسرسی بند کړ

د پيسو لېږد

د افغانستان په اقتصاد کې په نړۍ کې د میشتو افغانانو له خوا دغه هيواد ته د پيسو ليږد ډېر مهم دی او د ناخالصو توليداتو څلور سلنه جوړوي. په روان وضعيت کې د ويسترن يونين او مني ګرام په څېر ادارو افغانستان ته خپل خدمات درولي دي.

په دې توګه له هيواده دباندې ميشت افغانان نه شي کولی خپلو کورنيو ته پېسې واستوي. د دې خدماتو د بيرته فعاليدو له پاره اړینه ده چې امريکا مالي محدوديتونه نرم کړي او په دې اړه به هم د امريکا پريکړه د طالبانو په کړنو او چلن پورې تړلي وي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)