1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان پر اسرائيل د ایران د حملې په تړاو غونډه کوي

۱۴۰۳ فروردین ۲۶, یکشنبه

د آلمان حکومت د بحرانونو پر وړاندې د مبارزې مرکز نن یکشنبه په برلین کې پر اسرائیل د ایران د پوځي حملې په تړاو ناسته کوي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ناستې مشري د آلمان د کورنیو چارو وزيره انالینا بېربوګ کوي.

https://p.dw.com/p/4ejlj
د آلمان د بهرنیو چارو وزیره انالینا بيربوک
د آلمان د بهرنیو چارو وزیره انالینا بيربوکانځور: Tobias Schwarz/dpa/AFP-Pool/picture alliance

برلین دغه غونډه له ایران څخه پر اسرائيل د ایران د شنبې شپې مستقيمي پوځي حملې په تړاو ترسره کيږي.

د اسرائيل د پوځ یوه ویاند ويلي چې د ايران د شاوخوا ۳۰۰ جنګي ډرونونو، کروز او بالستيک توغنديو ۹۹ سلنه یې شنډ کړي او د جزوي زیان سبب ګرځيدلي دي.

ايران دغې حملې ته د «رېښتينې ژمنې» عملیاتو نوم ورکوي او دا ېې د سوريې په پلازمينه دمشق کې د اپريل په لومړۍ نيټه د ایران پر قونسلګرۍ د یوې هوايي حملې چې تهران ېې پړه پر اسرائيل وراچوي، په ځواب کې کړې ده.

د آلمان خبري آژانس وايي چې باور پر دې دی چې حمله دې اسرائيل کړې وي او اسرائيل ېې مسئوولیت نه دی رد کړی.

ايرانۍ ويب پاڼي، میزان، نن یکشنبه د اپریل ۱۴مه د ایران د مسلح ځواکونو د مشر، محمد باقري له قوله ليکلي چې د «رېښتني ژمنې» عملیات «زموږ له خوا پای ته رسېدلي/ که صهیونیستي رژیم ځواب ورکړي، زموږ بعدي عملیات به ډېر لوی وي.» 

دا چې اسرائيل به د ایران حملې ته ځواب ورکړي او که نه، تر اوسه روښانه نه ده.

(dpa)mks/aa

له آرشیف څخه

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب