1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنې د غزې په جګړه کې د بشر دوستانه وقفې غوښتنه کړې

۱۴۰۳ فروردین ۳, جمعه

د اروپايي اتحادیې غړيو هېوادونو د غزه په جګړه کې د يوې فوري بشر دوستانه وقفې غږ کړی دی چې د پايدراه اوربند باعث وګرځي. دوی همدا راز له اسرائيل څخه غوښتي چې په رفح کې ځمکني پوځي عمليات دې نه پيلوي.

https://p.dw.com/p/4e0sg
په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې مشران
په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې مشرانانځور: picture alliance / Anadolu

د اروپايي اتحادیې د شورا مشر چارلز ميچل، د پنجشنبې په ماښام وويل چې د اتحادیې مشران پر يوه ګډه قوي اعلاميه چې په غزه کې د جګړې د پای ته د رسولو غږ کوي، سلا شوي دي.

نوموړي پر ايکس شبکه ليکلي: «نن شپه د منځني ختیځ په اړه د اروپايي اتحادیې د مشرانو يوه قوي او په يوه خوله اعلاميه EUCO#.»

هغه زياته کړې: «اروپايي ټولنه د يوې فوري بشر دوستانه وقفې غوښتنه کوي چې د پايداره اوربند باعث شي.»

دا اعلاميه په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړيو هېوادونو د مشرانو د يوې لوړې کچې غونډې وروسته خپره شوه چې په غزې تړانګه کې د جګړې موضوع یې د اجنډا په سر کې وه.»

دې کړکيچ د اتحادیې غړي هېوادونو په دې کې سره ويشلي دي چې ځيني له اسرائيل څخه ډېر ملاتړ ښکاره کوي او نور بيا په غزه کې د وضعيت غندنه کوي.

خو د مړينو مخ پر زياتيدونکی شمیر او په سيمه کې د ناوړه بشري ناورين د رامنځته کیدو په اړه خبرداري د دې باعث شوي چې اتحاديه د لا چټګو اقداماتو له پاره فشار وارد کړي.

ميچل زياته کړې: «غزې ته بشپړه او خوندي بشردوستانه رسيدګي د دې له پاره اړينه ده چې ملکي خلکو ته د غزې په ناوړه وضعيت کې ژوند ژغورونکې مرسته ورسيږي.»

په غزې تړانګه کې اوسنۍ جګړه د تیر میلادي کال د اکتوبر میاشتې په اوومه نیټه پر اسرائیل د حماس د ترهګریز برید وروسته پیل شوه. حماس د امریکا متحده ایالاتو، اروپایي اتحادیې او یو شمیر نورو هیوادونو له لوري د ترهګرې ډلې په توګه درجه بندي شوې ده.

بلينکن د رفح په نظر کې نيول شوي عمليات يوه «سهوه» بولي

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چار وزير انتوني بلينکن، د اسرائيل له خوا د غزې تراډې په جنوب رفح کې بالقوه عمليات يوه «سهوه» او «غير ضروري» بللي دي.

نوموړي دا څرګندونو په قاهره کې د مصر د بهرنيو چارو له وزير سامح حسن شکري، سره د يوه ګډ خبري کنفرانس په ترڅ کې وکړې.

بلينکن وويل: «د حماس له خوا د متوجې ګواښ سره د چلند تر دې ښه لاره شته دی.»

په رفح ښار کې چې د مصر سره ګډه پوله لري، تر يو میليون ډېرو بې ځایه شويو فلسطينيانو پناه اخيستې ده.

بلينکن وويل چې «په رفح کې د ملکیانو له پاره هیڅ داسې ځای نشته چې هغوی پکې ځان له خطره وژغوري.» نوموړي زياته کړه چې د اسرائيل د سترو عملياتو په تعقيب به ښايي په سيمه کې «بشري ناورين» رامنځته شي.

اسرائيل له دې څخه د مخه ويلي ول دې ته چمتو دی چې واشنګټن ته د چارواکو يوه ډله وليږدوي څو هلته په دې تړاو د امريکا وړاندیزونه ته غوږ کيږدي چې په رفح کې د عملياتو پرته څرنګه د حماس پر ضد جګړې ته دوام ورکولی شي.

د چهار شنبې په ورځ د اسرائیل لومړي وزير بنيامن نتانياهو، ويلي ول چې په رفح کې به د عملياتو له پاره د اسرائيل د دفاعي ځواک چمتووالی ښايي «يو څه وخت» ونيسي خو هغه دا هم ويلي ول چې دا به امکان ونه لري چې «د حماس د پاتو کنډکونو د له منځه وړلو له پاره رفح ته د اسرائيل د دفاعي ځواک د داخليدو پرته دې هغوی بشپړې بريا ته ورسيږي.»

ب. ص/ س. ر (AG)