1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

امریکا په غزه کې د بیړني اوربند غوښتنه کړې

۱۴۰۳ فروردین ۲, پنجشنبه

امریکا هڅه کوي چې پر رفح د اسرائیل د حملې له پاره بديله حل لاره پيدا کړي. متحده ایالاتو د امنیت شورا ته یوه مسوده وړاندې کړې ده چې په کې د یرغمل شوو اسرائیلیانو د آزادۍ په بدل کې په غزه کې د بیړني اوربند وړاندیز شوی دی.

https://p.dw.com/p/4dygp
Saudi-Arabien |  Antony Blinken
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکنانځور: Evelyn Hockstein/AP Photo/picture alliance

امریکا متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو سازمان ته د یوه پریکړه لیک مسوده وړاندې کړې ده چې په غزه کې د بیړني اوربند غوښتنه په کې شوې ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، سعودي عربستان ته د سفر پر مهال الحدث شبکې ته ویلي: «مونږ په حقیقت کې داسې یو پریکړه لیک وړاندیز کړی دی چې اوسمهال له امنیت شورا سره دی او په هغې کې د بیړني اوربند او د یرغمل شوو د خوشې کولو غوښتنه شوې ده.»

د هغو یرغمل شوو کسانو خوشې کیدل چې د (۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷ نیټه) د حماس ترهګریز سازمان د جنګیالیو له خوا تښتول شوي وو د دغو مذاکراتو له کلیدي اهدافو څخه دي.

بلینکن دغه موضوع منځني ختیځ ته د خپل سفر پر مهال مطرح کړې ده؛ هغه سفر چې له جګړې وروسته د غزې د راتلونکې په هکله دی.

ویل کیږي چې د امریکا د وړاندیز شوې طرحې په اصلي محور کې له بیړني اوربند سربیره، د جګړې په دواړو خواو کې د ملکي خلکو د ملاتړ لزوم، فلسطینیانو ته د اړینو اساسي موادو انتقالول، د غزې د اوسیدونکو د هر ډول اجباري بې ځایه کولو مخالفت، د غزې د مساحت کمول، د دوو هیوادونو حل لارې ته ژمنتیا، د حماس د مالي ملاتړ د مهارولو له پاره فشارونو ته هڅونه او په سره بحیره کې پر کښتیو د حوثیانو د بریدونو غندنه شامله ده.

امریکا مخکې تر دې د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند څو پریکړه لیکونه ویټو کړي وو. حماس چې تر دې دمخه یې د یوه شپږ اونیز اوربند د پریکړه لیک طرحه وړاندیز کړې وه، وایي چې اسرائیل په مجموع کې دغې طرحې ته منفي غبرګون ښودلی دی.

۱۷ کلنه فلسطينۍ نجلۍ د اسرائیلو له بنده آزاد شوه

د څو اونیو راهیسې په قطر کې د دواړو اړخونو ترمنځ د یوه نوي تړون له پاره مذاکرات جریان لري. تیره اونۍ د حماس ترهګړې ډلې د شپږو اونیو اوربند او ۴۲ اسرائیلي یرغمل شوو د تبادلې وړاندیز کړی وو، په دې شرط چې د هر اسرائیلي په بدل کې دې د ۲۰ تر ۵۰ پورې فلسطینیان آزاد شي.

حماس دې وړاندیز ته د اسرائیل ځواب منفي ګڼلی او ویلي یي دي دغه ځواب د فلسطینیانو له غوښتنې سره مطابقت نه لري. د دغې ډلې ویاند بې له دې چې جزیاتو ته یې اشاره وکړي، دغه ځواب د «شا پر لور ګام» وباله چې خبرې اترې فلج او بنبست ته یې ور ټيل وهي.

پنټاګون: اسرائیل پر رفح بې له حملې نورې لارې لټوي

د امریکا د دفاع وزیر لوید آستین، له خپل اسرائیلي سیال یوآو ګالانت، څخه وغوښتل چې د غزې تړاډې سویل ته پر رفح د ځمکني برید علاوه نورې لارې و ارزوي، څو پر دې سیمې د برید له پاره بدیل پيدا کړي. له غزې څخه په ډیر شمیر کې فلسطینیانو رفح ته پناه وړې ده او پر دې سیمې حمله کول به اوسني بشري کړکیج ته لا زیات لمن ووهي.

 د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د چهارشنبې (د مارچ میاشتې ۲۰ نیټه) په ورځ وویل که څه هم د دا ډول برید د تدارکاتو له پاره وخت ته ضرورت وي، خو هغه دې هدف ته ژمن دی.

د «۲۰۲۳م کال د اکتوبر په اوومه» دحماس بریدونه د غزې د جګړې له پیل راهیسې بې سارې ول. په دې برید کې په اسرائیلو کې ۱۱۶۰ تنه ووژل شول او شا او خوا ۲۵۰ تنه یرغمل ونیول شول او د غزې تړانګې ته انتقال کړای شول. د حماس وسله والا ډله پر اسرائيل سربیره د امريکا متحده ایالاتو، آلمان او اروپايي ټولنې له خوا د ترهګریز سازمان په توګه نومول شوې ده.

اسرائیل له دې وروسته پر غزې کې شديد بریدونه پیل کړل. په غزه کې د روغتیا ادارې چې د حماس تر کنترول لاندې ده، اعلان کړی دی چې تر اوسه پورې په دغو بریدونو کې تر ۳۱۹۰۰ ډیر انسانان وژل شوي دي. دغه ارقام د کومې خپلواکې سرچینې له خوا نه دي تائید شوي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل