1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزممنځنی ختیځ

حماس: ښايي ډېر برمته شوي اسرائيليان وژل شوي وي

۱۴۰۲ دی ۲۵, دوشنبه

د حماس ترهګرې ډلې د پوځي څانګې عزالدین قسام د کنډکونو ویاند ابو عبیده ویلي دي چې احتمال شته چې ډېر يرغمل شوي اسرائیليان دي وژل شوي وي.

https://p.dw.com/p/4bFJT
Demonstration in Tel Aviv für die Freilassung von Geiseln in Gaza - 2024
انځور: Leo Correa/AP/picture alliance

ابو عبیده د غزې د جګړې په سلمه ورځ ادعا وکړه چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې یې د اسرائیلو څه د پاسه زر پوځي ګاډي يې نابود يا ويجاړ کړي او د اسرائیل پر ضد یې په سلګونو عملیات کړي دي.

په دغه پيغام کې چې مخکي له مخکلي ثبت شوي دی، د حماسترهګري ډلي د پوځی څانګې عزالدین قسام ویاند ابو عبیده همداراز ادعا کړې ده چې «ټولې وسلې چې دوی کارولي دي د قسام کنډکونو جوړ دي»

دوی همدا راز زیاتوي چې «اسرائیل خپلو موخو ته په رسیدو کې پاتې راغلی» نوموړی همدا راز وایي: « په تیرو اونیو کې د ډیرو بنديانو برخلیک نامعلوم دی. ډېر احتمال شته چې ځيني یې وژل شوي وي او دښمن یې مسوول وي.»

د دغې ډلې د پوځي څانګې ویاند دا هم وویل چې: «د اسرائیلو له پوځي حملې مخکې هر ډول خبرې اترې بې ګټې دي.»

د یادونې ده چې د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر مياشتي پر ۷ مه، د حماس ترهګرې ډلې جنګيالي د غزې تړانګې له سرحدي خنډونو څخه تېر شول او په اسرائیل کې يې پر نږدې کليو خونړي بریدونو تر ۱۲۰۰ ډېر خلک ووژل، چې ډېری یې ولسي وګړي ول. دغي ډلي دغه راز شاوخوا ۲۴۰ کسان یرغمل او له ځانه سره غزې تراډي ته وتښتول.

تر دغه بريد وروسته اسرائیلد جګړې حالت اعلان کړ او په غزه کي يې په سختو هوايي او ځمکنیو بریدونو سره د دغه جنایت د عاملینو تعقیب او مجازات پیل کړ، چې په پایله کې یې ګڼ ولسي خلک وژل شوي او عامه ځایونه ویجاړ شوي دي.