1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستد فلسطین سیمه

په غزه کې پر دوامداره اوربند د بیربوک او کیمرون ټینګار

۱۴۰۲ آذر ۲۶, یکشنبه

نړیوال روغتیایي سازمان د غزې په شفا روغتون کې د ناورین زیږونکي وضعیت د دوام له کبله خبرداری ورکړی دی. المان او بریتانیې په غزه کې پر دوامداره سولې ټينګار کړی او د اسرائیل په بمبارۍ کې ټپي شوي فرانسوي دیپلومات سا ورکړې.

https://p.dw.com/p/4aGJQ
Annalena Baerbock und David Cameron
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کیمرون او د المان د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوکانځور: Odd Andersen/AFP/Getty Images | Dan Kitwood/POOL/AFP/Getty Images

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پر غزې د اسرائیلي پوځ د بمبار پر مهال ټپي شوي فرانسې دیپلومات د شنبې (د دسمبر میاشتې ۱۶ نیټه) په ورځ ساه ورکړې ده. د المان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ نوموړي وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه دیپلومات له خپلو دوو همکارانو او د کورنۍ له غړو سره د یوه بل همکار چې په رفح کې یې د فرانسې په قونسلګرۍ کې دنده درلوده، کور ته پناه وړې وه.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په اساس دغه کور د تیرې چهارشنبې په ورځ د اسرائیل د هوایي برید په ترڅ کې په نخښه شوی وو چې په پایله کې یې دغه دیپلومات ټپي او لس تنه نور وژل شوي وو.

په دې اعلامیه کې د دغه چارواکي نوم نه دی اخیستل شوی، یوازې همدومره ویل شوي چې دغه دیپلومات له ۲۰۰۲م کال راهیسې د فرانسې له پاره کار کاوه.

په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې فرانسه د استوګنې پر دغې ودانۍ برید غندي چې په نیتجه کې ډیر شمیر ملکیان هم وژل شوي دي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د اسرائیلي پوځ له خوا د بیړنیو څیړنو غوښتنه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان: شفا روغتون حد اقل فعالیت لري

د روغتیا نړیوال سازمان په غزه کې د ناورین زیږونکي طبي او روغتیایي وضعیت د دوام له کبله خبرداری ورکړی دی. نوموړي سازمان ویلي دي چې د غزې په شمال کې دغه روغتون چې په ټوله غزې تړانګه کې یو تر ټولو ستر روغتیایي مرکز دی اوس مهال په کې د ګوتو په شمیر ډاکتران او نرسان او شاوخوا ۷۰ تنه داوطلبان تر فوق العاده سختو شرایطو لاندې خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

د روغتون د عملیاتو خونې، د سون توکو، اکسیجن، متخصص داکترانو او وسایلو د کمښت له کبله له کاره لویدلې دي او د وینې په بانک کې د ناروغانو له پاره هیڅ زیرمه شتون نه لري.

د پایداره اوربند غوښتنه

د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کیمرون په یوه ګډه اعلامیه کې چې د «سنډی ټایمز» بریتانوۍ ورځپاڼه کې خپره شوې، په غزې تړانګه کې د یوه پایداره سولې په خاطر د نړیوالې ټولنې د هڅو زیاتیدو غوښتنه کړې ده.

دغو دواړو سیاستوالو د بیړني اوربند اړتیا او ملکي تلفاتو ته په اشارې لیکلي دي «زمونږ موخه یوازې اوسنۍ جګړې ته د پای ټکې ایښودل نه شي کیدلی، بلکې باید داسې یوه سوله اوسي چې ورځې، کلونه او د څو نسلونو له پاره دوام وکړي. له همدې امله مونږ د اوربند ملاتړ کوو، خو په دې شرط چې هغه دوامداره اوربند اوسي.»

دوی همدارنګه ویلي دي چې د نړیوالو بشري قوانینو په مراعتولو سره  اسرائیل حق لري چې له ځان څخه دفاع وکړي، خو په خبره يې «که د اسرائیلو عملیات له فلسطینیانو سره د یوه سوله ایز ګډ ژوند لرلید لمنځه یوسي، دغه هیواد به په دې جګړه کې بریالی نه شي.»

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

انتي سیمیتزم کله پیلیږي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل