1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو منشور د ۹۹ مادې پر فعالیدو انتقاد

۱۴۰۲ آذر ۱۶, پنجشنبه

اسرائیل د ملګرو ملتونو سازمان د منشور د ۹۹ مادې پر فعالیدو انتقاد وکړ. جوزپ بورل له اروپايي اتحادیي وغوښتل چې په غزه کې د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د مشر د غوښتنې ملاتړ وکړي.

https://p.dw.com/p/4Zs2N
Gazastreifen Israel Krieg mit Hamas
انځور: Jack Guez/AFP

د اروپايي اتحادیي د بهرني سیاست مسئول جوزپ بورل، د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا غړو اروپايي هیوادونو څخه غوښتي دي چې په غزه کې د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د غوښتنې ملاتړ وکړي.

بورل د پنجشنبې په ورځ (د دسمبر میاشتې ۷ نیټه) د «ایکس» په ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي: «د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اروپايي اتحادیې له غړو او نور هم نظره شریکانو څخه غواړم چې د ملګرو ملتونو سازمان د مشر انتونیو ګوتېرش ملاتړ وکړي.»

بورل، ټينګار کړی دی چې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا باید په غزه کې د بشري وضعیت «په بشپړ ډول پاشل کیدو» د مخنیوي له پاره عاجل اقدام وکړي.

پر حماس او ښارګوټو کې میشتیدونکو اسرائیلیانو بندیزونه

اروپايي اتحادیه د حماس ډلې او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د ښارګوټو تاوتریخوالی غوښتونکواسرائیلیانو، پر وړاندې د بندیزونو د سختولو په اړه د بحث کولو په حال کې ده.

دحماس ډلهد اروپايي اتحادیې له خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژندل شوې او اروپايي اتحادیه کولی شي د دې ډلې هر ډول پانګه او شتمني کنګله کړي.

د اروپايي اتحادیې د بندیزونو په اړه پریکړه معمولاً د ۲۷ غړو هیوادونو موافقې ته ضرورت لري، خو پر یوه ګډ دریځ موافقه د دې اتحادیې له پاره ستونزمن دی، ځکه دغه هیوادونه د غزې تړانګې جګړې ته په متفاوت نظر ګوري.

د ملګرو ملتونو سازمان د منشور ۹۹ مادې فعالیدل

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر الې کوهن، د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت له شورا څخه «د غزې په جګړه کې د یوه پریکړنده اقدام» له پاره د دغه سازمان د منشور د ۹۹ مادې د فعالولو په اړه د انتونیو ګوتېرش پر غوښتنې شدید انتقاد کړی دی.

کوهن په خپل «ایکس» شبکه کې لیکلي دي چې د ګوتېرش د ریاست دوره د «نړیوالې سولې له پاره ګواښ» دی. نوموړي په غزه کې د اوربند او ۹۹ مادې فعالیدل د حماس له ترهګریز سازمان څخه ملاتړ، د زړو خلکو قتلولو، د ماشومانو د تښتولو او پر ښځو د تیري تائیدول وبلل. د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر په «ایکس» شبکه کې ولیکل: «هر څوک چې د نړیوالې سولې ملاتړ کوي، باید له حماس څخه د غزې د آزادیدو ملاتړ وکړي».

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د چهارشنبې په ورځ د یوه لیک په ترڅ کې له امنیت شورا څخه وغوښتل چې په غزې تراډه کې د یوه «بشري ناورین» د مخنیوي په خاطر اقدام وکړي.

ګوتېرش په ۲۰۱۷م کال کې د ملګرو ملتونو سازمان د مشر په توګه له ټاکل کیدو راهیسې د لومړي ځل له پاره د دغه سازمان د منشور ۹۹ ماده فعالوي. دغه ماده د ملګرو ملتونو سازمان مشر ته دا امکان ورکوي هر هغې موضوع ته چې د نوموړي په نظر نړیواله سوله او امنیت ګواښي، د امنیت شورا پام را واړوي.

د ملګرو ملتونو سازمان مشر امنیت شورا ته خبرداری وکړ چې په غزې تراډه کې د اسرائیل او حماس تر منځ جګړه ممکن نړیوالې سولې او امنیت ته موجود ګواښونه لا زیات شدید کړي.

ګوتېرش په غزه کې د روان وضعیت په اړه وویل: «موږ د بشري مرستو د درول کیدو له شدید خطر سره مخامخ یو. «وضعیت تقریبا په یوه ناورین د بدلیدو په حال کې دی چې د فلسطینیانو له پاره به یې بالقوه پایلې بیرته د راګرځیدو وړ نه وي.»

آژانسونه: ش.ن/ ن. ز