1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اشرف غني: طالبانو افغانستان اشغال او ولس یرغمل کړی دی

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ دی ۱, پنجشنبه

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د طالبانو له لورې له پوهنتونونو د نجونو منع کولو په اړه توند غبرګون څرګند کړی او ویلي يې دي چې طالبان غواړي، د افغانستان تعلیمي نصاب د «پاکسان» د حقانیه مدرسې په نصاب بدل کړي.

https://p.dw.com/p/4LIz4
Afghanistan | Präsident Ashraf Ghani
انځور: Sajjad Hussain/AFP/Getty Images

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني تېره شپه پر خپله ټويټر پاڼه د طالبانو د هغې پریکړې په اړه غبرګون څرګند کړی، چې تر «امر ثاني» پورې يې نجونې پوهنتونونو ته له ورتګ څخه منع کړې دي.

نوموړي د ښځو له تعلیم او کار سره مخالفت جدي ستوونزه او له کرکې ډک کار بللی: «له بده مرغه په هيواد کې د ښځو د تعلیم او کار اوسنۍ ستونزه ډېره جدي، خواشینوونکې او په یوویشتمه پيړۍ کې د جنسیتي اپارتاید تر ټولو ښکاره او کرکجنه بېلګه ده.»

ښاغلي غني زیاته کړې ده چې طالبان غواړي د افغانستان تعلیمي نصاب د پاکستاني مدرسو په نصاب بدل کړي: «حاکمه ډله په کوم صلاحیت غواړي د افغانستان تعلیمي نصاب بدل کړي؟ ایا دوی غواړي د افغانستان تعلیمي نصاب د حقانيه مدرسې په نصاب بدل کړي؟ ایا د دوی تعلیمي نظام د امام ابو حنیفه تر نصاب غوره دی؟»

هغه د نجونو تعلیم جدي اړتیا بولي: «که یوه نجلۍ باسواده شي، پنځه راتلونکي نسلونه بدلوي او که یوه نجلۍ بې سواده پاتي شي، په راتلونکي کې د پنځو نسلونو د بربادۍ سبب ګرځي.»

اشرف غني طالبان تورنوي چې افغانستان یې اشغال او ولس یې یرغمل کړی دی.

اړوند مطلب: په پوهنتونونو کې د نجونو د حضور بنديز ته غبرګونونه

هغه د نجونو د زده کړو د مخنیوي په شان پریکړو او «روان بحران د ژوریدو» مسئولیت پر طالبانو سربېره ځينو هغو بنسټونو او افرادو ور اچولی چې د ده په خبره د طالبانو له پاره یې «سازمان شوي» تبلیغات کول، چې ګواکې دغه ډله بدله شوې او «د نویو شرایطو په اړه یې درک زیات شوی دی.»

پخواني ولسمشر اشرف غني، د امریکا متحده ایالاتونو او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون ته هم اشاره کړې ده او ویلې يې دي چې طالبانو د دوحې په تړون کې له امریکا سره پټ تعهدات لاسلیک کړي دي چې په وینا یې دغې ډلې دا تعهدات له ولسه پټ ساتلي.

هغه په دې اړه زیاته کړي: «طالبان او د دوی مبلغان باید د دوحې تړون هغه پټ ضمایم او الحاقيه برخې له ملت سره شریکې کړي. پوښتنه دا ده چې له امریکا سره د دغو پټو تعهداتو په اړه ولې ولس ته وضاحت نشي ورکولای او د دې جزیات یې ولې له ولس څخه پټ ساتلي؟»

Afghanistan, Kabul | Taliban hindern Frauen am betreten der Universität
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

ښاغلي غني په ننګرهار او کندهار کې هغه کسان «مخکښان او اتلان» یاد کړي چې تېره ورځ یې په پوهنتونونو کې د نجونو محصلینو په ملاتړ اعتراضونه کړي او نوموړی ټینګار کوي چې د زده کړو په اړه افغانان ملي اجماع کولی شي څو د نجونو د تعلیم په اړه د طالبانو پریکړې وننګوي: «په اوسنیو حالاتو کې یوازنی څه چې ټول افغانان پرې په متفق ډول اجماع لري، هغه د ښځو د تعلیم او کار د حق موضوع ده، زه په دې باور یم چې د دې ملي ولسي اجماع په مقابل کې طالبان نشي درېدلای.»

اړوند مطلب:د طالبانو د وروستۍ پريکړي په اړه خلک څه وکړي؟

د طالبانو له لورې له پوهنتونو د نجونو د منع کولو پریکړې پر ضد د پخوانیو افغان سیاسي مشرانو او ولسي افغانانو ترڅنګ په نړیواله کچه سخت غبرګونونه څرګند شوې دي او له زده کړو د نجونو منع کول د انساني حقونو پر ضد اقدام بلل شوی.

آن په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو ډلې ځینو غړو او د دغې ډلې ځینو ملاتړو هم د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د دروازو تړلو پریکړه نا سمه بللي او غوښتنه یې کړې ده چې طالب مشران دې دغه پریکړه بېرته واخلي.