1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اماراتو ته د کرزي او ملا يعقوب سفر: هدف یې څه دی؟

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ آذر ۱۴, دوشنبه

د طالبانو ادارې د دفاع وزیر ملایعقوب په عربي اماراتو کې د افغانانو یوې غونډې ته ویلې، د افغانستان ټولو قومونو ته دې په سیاست کې ځای ورکړل شي. نوموړي، د متحده عربي اماراتو له مشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره هم لیدلي.

https://p.dw.com/p/4KUd5
Vereinigte Arabische Emirate | Treffen Zayed Al Nahyan mit Mullah Yaqoob
انځور: Ryan Carter/UAE Presidential Court/REUTERS

د طالبانو ادارې یوه پلاوي د دغې ډلې د دفاع وزیر ملایعقوب په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته سفر کړی دی. د اماراتو یوې خبرې ویب پاڼې «وام»  خبر ورکړی، چې تېره شپه د متحده عربي اماراتو مشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان د طالبانود دفاع وزیر ملا یعقوب سره د  لیدلي او په دې لیدنه کې په دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر په یوه پیغام کې د دې لیدنې په اړه لیکلي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو او همکاریو د دوام ترڅنګ «په ځینو مهمو مسایلو بحث او خبرې شوې.»

د متحده عربي اماراتو مشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان او د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب لیدنه
د متحده عربي اماراتو مشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان او د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب لیدنهانځور: Ryan Carter/UAE Presidential Court/REUTERS

د طالبانو ادارې د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب، چې  تېره ورځ یې په متحده عربي اماراتو کې د افغانانو په یوه غونډه کې ګډون کړی و، د خپلې وینا پرمهال یې په افغانستان کې پر ملي یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل، په افغانستان کې دې قومي تبعیض ختم شي.

اړوند مطلب:د طالبانو له ګډون پرته د مسکو په غونډه کې پر ټولګډونه حکومت ټینګار

نوموړي د طالبانو حکومتي جوړښت ته په اشارې په غیرې مستقیم ډول ویلي، د افغانستان  ټولو قومونو ته دې په سياست او اقتصاد کې برخه ورکړل شي.  د طالبانو د دفاع وزير همدا راز د افغانستان له سرحدونو څخه د دفاع په اړه هم څرګندونې کړي دي.

متحده عربي اماراتو ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي سفر

په همدې حال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي په لومړي ځل له هېواد بهر ته د تګ اجازه ترلاسه کړې او د طالبانو پلاوي سره په یوه ورځ یې متحده عربي امارتو ته سفر کړی.

په حامد کرزي طالبانو بهر ته د تګ بندیز لګولی و او څو ځلې یې د هغه د سفر مخه نیولې وه. ویل کیږي، چې حامد کرزی به په څو ورځې په اماراتو کې پاتې شي. د هغه دفتر د نوموړي د سفر اجنډا له رسنیو سره نه ده شریکه کړی، خو داسې ویل کیږي، چې احتمالاً په متحده عربي اماراتو کې به د افغانستان لپاره د متحده ایالاتونو ځانګړي استازي، د طالبانو پلاوي، د حامد کرزي په ګډون د یو شمېر افغان سیاسي مشرانو ترمنځ خبرې اترې وشي.

اړوند مطلب: طالبان: د حکومت په رسميت پيژندلو له پاره مو مبارزه روانه ده

په انګلیسي ژبه خپرونه "افغانستان ټایمز" چې حامد کرزي ته د نږدې کسانو له خوا اداره کیږي، د یکشنبې په ورځ لیکلي: »د نورو غونډو تر څنګ به حامد کرزی د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام ویسټ سره هم د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړي.«

په پام کې ده  حامد کرزی به وروسته آلمان ته سفر ترسره کړي. پخوانی ولسمشر اشرف غني هم په متحده عربي اماراتو کې مېشت دی، خو دا تر اوسه معلومه نه ده، چې ښاغلی کرزی به له ښاغلي غني سره وګوري او که نه؟

خو د  پخواني ولسمشر اشرف غني یوه سلاکار عبدالرشید ایوبي په اماراتو کې له حامد کرزي سره د لیدنې انځور خپور کړی او لیکلې یې دي، چې «له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره مو نن ماښام خورا اغېزمنه ناسته او مجلس وکړو.» خو ایوبي نه دي لیکلي، چې کرزي له غني سره هم لیدلي او که نه.

یوه ورځ وړاندې عبدالرشید ایوبي په یوه بل ټویټ کې هغه اوازې رد کړې وې، چې ګني پخوانی ولسمشر اشرف غني د طالبانو له پلاوي سره کومه لیدنه ولري.

د یوه ټولګډونه حکومت لپاره هڅه؟

کارپوهان وایي، د طالبانو اداره له بن بست سره مخ ده او تېر يوه کال په موده کې د حکومتدارۍ په برخه کې د پرمختګ پر ځای، لا سختګیره شوي دي او د خپلې لومړۍ دورې د سختو سیاستو په لور تګ کوي، چې په خلکو یې تحمیل کړې وو. د شنونکو په باور هڅه کیږي، چې طالبان د بن بست له دې حالت څخه تېر شي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي دویچه ویله ته وویل: «لوبه یو څه بدله شوې ده. په تېره یوه کال کې له قطر د طالبانوله پاره په کوم کار ونه توانیده، اوسمهال طالبان غواړي چې ځانونه متحده عربي اماراتو ته، چې له امریکا سره ښې اړیکې لري، نږدې کړي.» سعیدي وایي، د یکشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتونو ځانګړی استازی ټام ویسټ اماراتو ته سفر کوي، چې د افغانستان د حالت په اړه په اماراتو کې له مېشتو سیاسیونو سره خبرې اترې وکړي.

اړوند مطلب: پوتڅل: طالبان د حکومتدارۍ له پراخو ننګونو سره مخامخ دي

د سیاسي چارو یو بل کارپوه اسدالله ندیم دویچه ته وویل، په طالبانو نه یوازې د نړیوالې ټولنې، بلکې د پاکستان فشارونه زیات شوې دي، تر څو د یوه ټولګډونه حکومت لپاره اقدام وکړي: «د حنا رباني سفر په قوي احتمال سره د پاکستان حکومت او امریکا له لورې طالبانو ته یو پیغام درلود، چې خپل چلند بدل کړي او د  ټولګډونه حکومت جوړښت جوړ کړي.»

د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه د پخواني حکومت سقوط سره طالبان واک ته ورسیدل او د انتخاباتي کمېسیونو په ګډون یې د یوه دیموکراتیک حکومت جوړښت ړنګ کړ. طالبانو چې اوس کوم حکومت جوړ کړی، په جوړښت یې کې ټول د دغه ډلې غړي دي او تر اوسه دغه ډله د داسې یوه حکومتي جوړښت په اړه راضي نه ده، چې هغه دې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ وي.

له بلې خوا نړیوالې ټولنې په طالبانو بندیزونه لګولي او د دغې ډلې ځینې غړي له افغانستان بهر ته د سفر اجازه نه لري، خو ښاغلی سعیدي وایي، چې ملا یعقوب په هغه لېست کې شامل نه دی چې له سفر څخه منع شوي.

Afghanistan | Verteidigungsminister Mullah Mohammad Yaqoob
د طالبانو ادارې د دفاع وزیر ملا یعقوبانځور: Ali Khara/REUTERS

ایا ملا یعقوب معتدله څیره ده؟

په تېره یوه کال کې څو ځلې دا موضوع یاده شوې ده، چې د طالبانو ډلې ځینې څیرې منځلاري دي، د نجونو ښوونځیو خلاصول غواړي، د نړیوالې ټولنې او په افغانستان کې له نورو سیاسي ډلو سره د تعامل غوښتونکي دي.

ښاغلی سعیدي د ملا یعقوب په اړه وایي: «ملا یعقوب ځوان دی او د زړو ملایاو په پرتله نوی فکر لري.» سعیدي وایي، ملا یعقوب په خپلو ویناوو کې د نظر څرګندولو په اړه مختاط دی او «له هغې ورځې چې ملا یعقوب د دفاع وزیر شو، هیڅ حرف یې نه دی ویلي، چې هغه دې د بنسټ پالنې څرګندونه وي.»