1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: کرزی بايد د افغانستان پر استقلال باندي ټينگار وکړي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۳, پنجشنبه

دامريکا دمتحده ايالاتو جمهوررئيس بارک اوباما اودافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي په واشنګټن کي د ليدني کتني پر مهال يو والی ښودلی دی او ويلي يې دي، چي په افغانستان کي لا ډير کار سته، چي بايد وسي...

https://p.dw.com/p/NMgw
د مطبوعاتي کنفرانس په پيل کي دواړو يو د بل صفتونه پيل کړل.اوباما وويل،چي کرزي داداري فساد په وړاندي مبارزه، او د ښه حکومت چلولودپاره هڅي کوي.
د مطبوعاتي کنفرانس په پيل کي دواړو يو د بل صفتونه پيل کړل.اوباما وويل،چي کرزي داداري فساد په وړاندي مبارزه، او د ښه حکومت چلولودپاره هڅي کوي.انځور: AP

واشنګټن ته دحامد کرزي دتيرکال دسفر او د تيرو اونيو د لوېديز ضدڅرګندونوپه پرتله څومره توپير راغلی دی.کله چي دامريکا حکومت په دې پوه سو، چي دافغانستان پر جمهوررئيس باندي ښکاره نيوکي ګټه نلري نو ترپښو لاندي يې سرې غالۍ ورته وغوړولې.

په سپينه ماڼۍ کي د مېلمنو هر وخت داسي هرکلی نه کيږي. بارک اوباما د کرزي سره دخبرو دپاره ډير وخت تيرکی اوډودۍ يې ورسره وخوړله او وروسته يې د هغه سره يو ځای 45 دقيقې ګډ مطبو عاتي کنفرانس ورکړی.

د مطبوعاتي کنفرانس په پيل کي دواړو يو د بل صفتونه پيل کړل.اوباما وويل،چي کرزي داداري فساد په وړاندي مبارزه، او د ښه حکومت چلولودپاره هڅي کوي.

کرزي هم په خپله وينا کي ډيراصطلاحات چي دپخلايني اوښو اړيکونښه وه کارول.

دملګرتياڅخه د ډکو څرګندونو سره سره دواړو جمهور رئيسانوخيالي خبري نه کولې
دملګرتياڅخه د ډکو څرګندونو سره سره دواړو جمهور رئيسانوخيالي خبري نه کولېانځور: AP

ترهغه وروسته چي دتيرو اونيو د شخړو په هکله پوښتنه ځني وسوله دواړو هغه ډيره لږ وښودله.اوباما وويل: «زموږ ډيري خبري لوی کړای سوي دي دا زموږ دنده ده، چي د يو ښه ملګري په حيث کرزي ته ووايو چي په کومه برخه کي بايد ډير کاروسي، او دا دکرزي دنده ده، چي دافغانستان پر خوداراديت او استقلال باندي ټينګاروکړي.

حامد کرزی دده پر خبره ورزياته کړه، چي سپيني خبري اړيکوته ګټه رسوي. دامريکا د متحده ايالاتوسره زموږ اړيکي اوس دونه نژدې سوي،چي ساری نه لري.

دملګرتياڅخه د ډکو څرګندونو سره سره دواړو جمهور رئيسانوخيالي خبري نه کولې هغوئ ويل،چي په افغانستان کي لا ډيرکار پاته دی او دغه دواړه ملګري هيوادونه بايدلا ډيرکار وکړي.

د دواړو مشرانوپه مطبوعاتي کنفرانس کي دامريکايي بمونو په واسطه په افغانستان کي دملکي وګړو د وژلو مسئله د مهمو موضوعګانو څخه ول. کرزي د امريکا پر متحده ايالاتو باندي سخته نيوکه کړې چي د ملکي وگړو تلفاتو ته ډير پام نه کوي.

په سپينه ماڼۍ کي د تړلو دروازو تر شا د بارک اوناما او حامد کرزي خبري
په سپينه ماڼۍ کي د تړلو دروازو تر شا د بارک اوناما او حامد کرزي خبريانځور: AP

دغي مسئلې دهيواد په داخلي سياست کي کرزی ترفشار لاندي راوستئ.

اوباما ژمنه کړې ده، چي د امريکا متحده ايالات به هر هغه څه وکړي ترڅو د ملکي کسانو د وژل کېدو مخه ونيول سي.

«موږ دا په بې پروايي سره نه کوو.موږ دې ته علاقمن يو چي ملکي خلکو ته تاوان، و نه رسيږي. دا ددې دپاره نه،چي جمهوررئيس کرزی په ستونزو اخته نسي، بلکي ددې دپاره چي زه نغواړم چي ملکي کسان ووژل سي.»

په خبري غونډه کي دامريکا متحده ايالاتو او افغانستان غوښتل وښيي، چي څونه ښه ملګري دي. البته دوئ به په راتلونکي کي هم پر ځينو موضوعګانوباندي د نظر اختلاف ولري خو هغه به دوئ نوري عوامو ته ښکاره نه کړي.

Müller, Sabine/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل