1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

«اوکراین له پوځي لاري جگړه نه سي گټلای»

۱۴۰۱ آبان ۲۶, پنجشنبه

لوړ رتبه امریکايي جنرال مارک میلي، په اوس وخت کي اوکراین ته د روسیې په وړاندي د یوه پوځي بري چانس نه ويني. لوېدیځ بيا په نهايت روسيه پر پولند باندي په توغندي توغولو تورنه کړې.

https://p.dw.com/p/4JeQ7
Mark Milley
انځور: Susan Walsh/AP Photo/picture alliance

امریکايي لوړرتبه جنرال مارک میلي په واشنګټن کي ویلي دي: «د اوکراین احتمالي پوځي بری، یعنی دا چي روسان دي له ټول اوکراین څخه ووزي او همدارنگه د کریمیا ادعا، د دې ټولو چانس دومره لوړ نه دی.»

خو میلي زیاته کړه چي بیا هم د روسیې حکومت پر دا ټولو ماتو سربیره د اوکراین په جگړه کي د پام وړ جنگي قوت لري. کیدای سي یو سیاسي حل رامنځته سي چي له مخي یې روسیه بیرته شاته سي. د هغه په خبره «د دې امکان موجود دی چي روسیه په اوس وخت کي د شاتگ پرحال ده.»

نوموړي امریکايي لوړرتبه جنرال دا هم ویلي دي چي پر پولند باندي تر راکټي برید وروسته هغه ته د دې امکان په لاس نه دی ورغلی چي له روسي جنرال والري ګیراسیموف سره اړیکه ونیسي.

د پولند ولسمشر: لګېدلي توغندي هدفي بريد نه وو

خو هغه وکولای سول په دې اړه پرته له کومو ستونزو د اوکراین له پوځي مشر، والري سالوشني او نورو اروپايي جنرالانو سره خبري وکړي.

د امریکا حکومت تل د کړکېچ د کمولو له پاره له مسکو سره د مستقیمو اړیکو پر اهمیت ټینگار کړی دی.

ملگري ملتونه د کړکیچ پر راکمولو ټینگار کوي

پرپولند باندي تر خونړي راکټي برید وروسته ملگري ملتونه په دې بیره کي دي چي له دوهم کړکېچ څخه باید په هرډول چی وي مخنیوی وسي. د سیاسي چارو په برخه کي د ملگرو ملتونو مسوولي، روزماري دي کارلو،  د ملگرو ملتونو امنیت شورا ته وویل: «هر څومره چي جگړه ادامه پیدا کړي، هغومره به ناورینونه رامنځته کیږي.»

UN-Sicherheitsrat
آرشیف: د امنیت شورا غونډهانځور: UN Photo/XinHua/dpa/picture alliance

امریکا متحده ایالات او متحدین يې پر مسکو باندي د دغه توغندي د فیرولو تور لگوي. په ملگرو ملتونو کي د امریکا سفیري، لیندا توماس گرینفیلد امنیت شورا ته وویل: «دغه ډول تراژیدي به هیڅکله نه وای رامنځته سوې، که روسیې په غیر ضروري ډول په اوکراین کي مداخله نه وای کړې او په پولند کی به پر ملکي تاسیساتو دا ډول راکټي برید نه وای سوی.« د هغې په خبره اوکراین هرډول حق لري چي د دغه ډول عمل په وړاندي له ځانه دفاع وکړي.» د بریتانيا او پولنډ استازو هم له دې خبري سره خپله موافقه وښودله.

په ملګروملتونو کي د روسیې سفیر واسیلي نیبینڅیا بیا برعکس وویل: «موږ له ډېر وخت راهیسي په هرحالت کي او د حقایقو یا سالم عقل برعکس، ستاسو د هڅو له امله په تعجب کي یو چي روسیه په هرڅه تورنوی.»

زیلینسکي: دا اوکراینی توغندی نه وو

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د ناټو او پولنډ هغه انگیرني ردوي چی گواکي پر پولند باندي توغول سوی راکټ له اوکراین څخه فیر سوی دی. نوموړي په اوکرایني تلویزیوني چینل کي وویل: «زه هیڅ ډول شک نه لرم چي دا زموږ راکټ نه دی. زما په نظرزموږ د پوځي رپوټ له مخي دا یو روسي توغندی وو.»

ناټو څه ته وایي او ولې رامنځته شو؟

زیلنسکي وویل: «کیف تر اوسه پوري داسي کوم شواهد په لاس کي نه لري چي دا به یو اوکراینی توغندی وو او په دې اړه د مشترکو پلټنو غوښتنه کوو.»

ناټو او پولنډ مخکی تر دې څرگنده کړې وه چي دغه برید ښايي د اوکراین د دافع هوا راکټ د فیرولو د هڅي په نتیجه کي رامنځته سوی وي چي د روسیي راکټي برید په وړاندي فیر سوی وي.

GP/NZ/DW.Online