1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپولنډ

د پولند ولسمشر: لګېدلي توغندي هدفي بريد نه وو

۱۴۰۱ آبان ۲۵, چهارشنبه

د امریکا ولسمشر جو بایدن، د چهارشنبې په ورځ وویل چې داسې نه ښکاري چې په پولند کې لګېدلی یو توغندی چې دوه کسان پکې وژل شوي، له روسېې توغول شوی وي. د پولند ولسمشر هم ويلي چې دا کوم هدفي برید نه وو.

https://p.dw.com/p/4JbLl
د پولند ولسمشر، اندژي دودا
د پولند ولسمشر، اندژي دوداانځور: Pawel Supernak/PAP/dpa/picture alliance

د پولند ولسمشر دودا، په وارسا کې وويل چې داسې ښکاري چې د سه شنبې په ورځ له اوکراین سره په سرحد کې نژدې لګيدلی توغندی په ډير احتمال سره د اوکراین د الوتکو ضد توغندی دی.

تر دې لږ مخکې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایدن هم وويل چې داسې ښکاري چې دغه توغندی دې د روسېې له خوا نه ويل توغول شوي. هغه دغه خبره وروسته له هغې وکړه چې په پولند کې تر توغندي لګيدو وروسته په نړیواله سطحه داسې اندېښنه راپورته شوه چې دې سره کېدای شي د اوکراین جګړه د اوکراین ګاونډيو هیوادونو ته سرایت وکړي.

جو بايډن: اوکراين ته داسي توغندي نه ورکوو چي روسيه پرې وويشتلای سي

دغې پېښې پولند او د ناټو متحدان په یو لوړ تیاري سي حالت کې راوستلي، چې له کبله ېې د ناټو سفیرانو د چهارشنبې په ورځ بېړنۍ ناسته راوبلله تر څو پکې د اوکراین سرحد ته نژدې د غله جاتو د وچولو یوې کارخانې ته نژدې دغې چاودنې په تړاو خبرې اترې وکړي. دغه توغندی په داسې یو وخت کې لګېدلی چې روسيې د اوکراین دننه په مختلفو برخو کې پر اوکرايني ښارونه توغندي ويشتلي دي.

پوتین: که لويديځ اوکراین ته نوې وسلې ورکړي موږ به هم نوي هدفونه په نښه کړو

کیف وايي چې د روسېې ډېر توغندي ېې د خپل هوايي دفاع توغنديو پر مټ له منځه وړي دي. د پولند سرحد ته څيرمه د ولین سیمه، د اوکراین د ګڼو هغو سیمو څخه یوه ده چې په روسيي توغندیو کې په نخښه شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایدن هم وويل چې داسې ښکاري چې دغه توغندی دې د روسېې له خوا نه ويل توغول شوي
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایدن هم وويل چې داسې ښکاري چې دغه توغندی دې د روسېې له خوا نه ويل توغول شويانځور: Kevin Lamarque/REUTERS

د پولند د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې دغه توغندی د اوکراین له سرحده په شاوخوا ۶ کیلومترۍ کې پروت کلي (Przewodow) کې لګېدلی دی.

د اوکراین په کیف او نورو ښارونو کې پرله پسې چاودنو زيانونه واړول

د پولند ولسمشر، اندژي دودا، خبريالانو ته وويل چې دغه توغندی «په ډير احتمال سره د روسېې ساخت دی» خو دا چې چا توغولی په اړه ېې داسې کره شواهد نشته. دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین باندې د روسي ځواکونو له خوا واريدونکي اوږد واټن ویشتونکي توغندي او پر ضد ېې کارونکي د اوکراین د هوايي دفاع توغندي دواړه د روسېې ساخت دي.

بایدن وويل اوس لا ډېر وختي دی چې په دې هکله ووایو چې دغه توغندی د روسېې له خوا توغول شوی دی. هغه زیاته کړه: «دې سره په ټکر کې ځېنې ابتدايي معلومات شته. تر څو چې موږ په دې هلکه تحقیقات بشپړ کړي نه وي، زه نه غواړم په دې ارتباط څه ووایم. خو داسې نه ده چې دا دې د روسېې له مسیره توغول شوي وي، دا به وکتل شي.»

روسیه:‌ اوکراین ته به د امریکا اوږد واټنه توغندي تر سرې کرښي تيرېدل وي

بایدن زیاته کړه چې امریکا متحده ایالات او د ناټو غړي هیوادونه به تر اقدام مخکې په دې هکله پوره تحقیات ترسره کړي. جو بایدن دغه خبرې په اندونیزیا کې د نورو غربي رهبرانو سره تر مجلس وروسته د جی۲۰ غونډې په څنډه کې وکړې.

د اوکراین سرحد ته نژدې په پولند کې د لګيدلي توغندي ځای
د اوکراین سرحد ته نژدې په پولند کې د لګيدلي توغندي ځایانځور: UGC via REUTERS

د اسوشتيد پریس خبري آژانس په حواله د امریکا متحده ايالاتو د استخباراتو ادارې يو لوړپوړي چارواکي په ابتدا کې ويلي وو چې روسي توغندي په پولند کې د چاودنې سبب ګرځيدلي خو وروسته بیا امریکايي چارواکو وويل چې اوس ابتدايي معلومات داسې ښيي چې چاودنه د اوکراین د هوايي دفاع توغندي ده.

روسيې یو ځل بیا پر اوکراین د توغندیو بریدونه کړي

یو ځايي اوسيدونکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وويل چې په چاودنه کې دواړه وژل شوي کسان نارینه ول، چې د غله جاتو د تللو يوه مرکز ته نژدې موجود ول.

د روسېې دفاع وزارت رد کړې چې ګڼي کوم روسي توغندی دې د پولند په خاوره کې لګيدلی وي او دغه ډول رپوټونه ېې د «ېوې قصدي پارونې په توګه ارزولي چې هدف ېې د وضعيت لا تشدیدول دي.» د آلمان خبري آژانس هم په خپل رپوټ کې وايي چې د روسېې دفاع وزارت وويل چې دوی د سه شبنې په ورځ د پولند سرحد ته نژدې هيڅ اهداف په توغندويو نه دي ويشتلي.

روسيې په کالينينګراد کي توغندی نصب کړې

د ملګرو متلونو په سازمان کې د روسېې دايمي استازي، دیمیتري پولیانسکي په خپل ټيلګرام کې وويل: «د ناټو او روسېې ترمنځ یوې مخامخ پوځې جګړې له پاره هڅه روانه ده، د ټولې نړۍ له پاره له عواقبو سره ېې.»

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زيلنسکي بیا د شواهدو د وړاندې کولو پرته ويلي دي چې په پولند کې د روسي توغنديو لګيدل د جګړې «د پام وړ تشدیدولو» په مفهوم دي. هغه د پولند له ولسمشر، دودا، سره پر ټيلفون تر خبرو کولو وروسته پر ټويټر ولیکل: «ټوله اروپا او نړۍ باید له تروریستې روسېې څخه په بشپړه توګه وساتل شي.»

(dpa/R)/mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل