1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران او پاکستان افغانانو ته د ویزو ورکړه اسانوي

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ مرداد ۲۵, سه‌شنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ایران به تردې وروسته افغان سوداګرو، کارګرانو او کډوالو ته په عاجل ډول ویزې ورکوي. پاکستان هم ورته ژمنه کړې، خو پر ژمنو یې تر کومه بریده باور کېدای شي؟

https://p.dw.com/p/4FY5j
Bildergalerie Afghanistan - Flucht zu den Landesgrenzen
انځور: Gibran Peshimam/REUTERS

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، امیرخان متقي په کابل کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو له مرستیال سره په کتنه کې افغانانو ته د ویز په صدور غږېدلی. د دغه وزارت یوه ویاند حافظ ضیا احمد وویل: «تر دې وروسته به په افغانستان کې د ایران ټولې قونسلګرۍ اړمنو افغانانو ته ویزې په عاجل ډول اجرا کوي.»

ضیا احمد د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو د مرستیال علی رضا بیګدلي، له قوله زیاته کړه چې افغان سوداګرو، کارګرانو او کډوالو ته د ویزو عاجل صدور به دغه هېواد ته د ناقانونه تګ راتګ مخنیوی وکړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له ایراني چارواکو غوښتي چې ایران کې میشتو افغانانو ته دې د کارموندنې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.

ایران کې د افغان سوداګرو ستونزې څه دي؟

د اقتصادي چارو یو شمېر کتونکي بیا کډوالو او سوداګرو ته د ویزو د صدور د اسانتیاوو په اړه د چارواکو په رسنیزو بیانیو ډېر باور نه کوي. په ایران کې د کډوالو د حقونو فعالې اصفه ستانکزۍ، دویچه ویله ته وویل، همدا اوس په ایران کې د افغان سوداګرو شتمنۍ کنګل دي او دوی له ستونزو سره مخامخ دی. هغې دویچه ویله ته وویل: «هغه مسایل چې د ایران د مرکزي بانک له خوا ابلاغ شوي دي، د بهرنیو وګړو، افغان سوداګرو او نورو بانکي حسابونه تړل شوي، د پیسو مینځلو او یا د نورو مالي مسایلو له امله دا ارزونې او څېړنې به یې وخت ونیسي.» 

اغلې ستانکزۍ زیاتوي چې په ایران کې افغان سوداګرو پروړاندې بل ستر خنډ دا دی چې هلته د اقامت او نورو اسانتیاوو څخه د برخمن کېدو د پاره باید د ۹۰ زره یورو په لګښت پانګونه وکړي. تردې وړاندې د پانګونې دا اندازه ۲۵۰ زره د شرط په توګه مطرح وه، سره له دې چې په نوې طرحه کې ۹۰ زره یورو ته راښکته شوې، خو بیا هم تراوسه هیڅ افغان سوداګر نه دی توانېدلی او یا یې زړه نه دی ښه کړی چې د دغومره پیسو په اندازه په ایران کې پانګونه وکړي.

له ايرانه راستانه کړل شوي کډوال څه وايي؟

افغانانو ته د ویزو په برخه کې د پاکستان ژمنه

هاخوا په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان هم اعلان کړی چې افغانانو ته د ویزو د ورکړې بهیر کې اسانتیاوې رامنځته کیږي. نوموړي د سفارت په انګړ کې د پاکستان د خپلواکۍ د ۷۵ مې کلیزې په مناسبت غونډې ته ویلي: «موږ پریکړه کړې چې د ویزو ستونزې په ګډه هوارې کړو، تاسو به وګورئ چې راتلونکو څو اونیو کې به د ویزو پروسس ډېر اسان شي.»

منصور احمد خان، زیاته کړې چې د ویزو د ورکړې بهیر د اسانه کېدو په اړوند ډېر ژر د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ په دولتي کچه خبرې پیلیږي.

د ارشیف انځور
د ارشیف انځورانځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images

خو افغان کارپوهان وايي، د طالبانو د واکمنۍ په تېر یو کال کې پاکستاني چارواکو ژمنې کړي چې افغانانو او په ځانګړې توګه سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کوي.

پاکستان د غلام خان بندر لار خلاصه کړې

د ننګرهار د سوداګری او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړي زلمي عظیمي دویچه ویله ته وویل، پاکستان د ویزو د صدور سیستم تردې بریده پیچلی دی چې ان سوداګر هم باید یو میاشت انتظار وباسي. هغه دویچه ویل ته ویول:‌ «کله چې یو تجار یو میاشت ویزې ته په تمه کښیني او هغه ویزه نه شي ترلاسه کولای نو دا خو هیڅ ډول سهولت نه دی، حکومتونو همیش په رسنیو کې د سهولت خبره کړې خو هیڅ ډول سهولت نه دی ایجاد شوی.»

په وروستیو څو لسیزو کې په میلیونونه افغانان ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران ته کډه شوي دي. د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې په افغانستان کې څه باندې یو میلیون ثبت شوي افغان مهاجرین میشت دي او د غیر رسمي شمیرو له مخې ښايي دغه شمیر له دې هم لوړ وي. د افغانستان په بل ګاونډي هیواد ایران کې هم په میلیونونو افغان مهاجرین میشت دي چې وخت ناوخت د ایران د حکومت له بد چلند څخه شکایت کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب