1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران: د داعش یو لوړپوړی مشر له څو نور غړو سره نیول شوی

۱۴۰۳ فروردین ۱۸, شنبه

د ایران پولیس وايي چې د داعش یو جګپوړی غړی یې له دوه نورو کسانو سره نیولي دي. پولیس وایي دغو کسانو پلان درلود راتلونکې اونۍ د روژې میاشتې په پای کې په جشنونو ځانمرګی برید وکړي.

https://p.dw.com/p/4eUu6
Symbolbild islamischer Staat Fahne
د امریکا استخباراتي ادارو ویلي چې د ایران او مسکو دواړه بریدونه داعش ترسره کړي.انځور: CPA Media/picture alliance

د ایران پولیسو ياد معلومات د شنبې په ورځ ( د ۲۰۲۴ کال د اپریل په شپږمه) خپاره کړي دي.

 پولسیو ویلي محمد ذاکر چې په رامش مشهور دی له دوه نور کسانو سره د تهران په لودیځ «کرج» سیمه کې نیول شوی دی.

ایراني رسنیو ویلي دغه کسان د نښتو پر مهال نیول شوي دي. زياته شوې چې له نیول شویو کسانو سره اته نور هغه کسان هم نیول شوي چې له دوی سره یې مرسته کوله.

«اسلامي دولت» نومې ډله یا داعش چې د ایران پر وړاندې شدیده کرکه لري، په تیرې جنورۍ میاشت کې  یې پهدوه بریدونوکې نیږدې سل کسانو ته مرګژوبله واړوله.

دغه برید د قاسم سیلماني د مړینې په څلورمې یاد غونډه کې وشو چې په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا په بې پلوټه الوتکه کې ووژل شو.

ایران په تیرې جنورۍ میاشت کې د داعش خراسان (ISIS-K) ډلې چې ویل کیږي مرکز یې افغانستان کې دی د یوه قوماندان په ګډون ۳۵ کسان نیولي وه.

ویل کیدل چې دغه نیول شويو کسانو د کرمان  په سویل ختیځ کې په دریو بریدونو کې لاس درلود.

دغه راز د مارچ په ۲۲ مه ڼیټه داعش ډلې د هغه برید مسولیت هم واخیست چې پهمسکو کې یې د کنسرت یو تالار په نښه کړ او لږ تر لږه ۱۴۴ کسان یې ووژل.

د «داعش خراسان ولایت» ترهګریزه شبکه کوم اهداف لري؟

د امریکا استخباراتي ادارو ویلي چې د ایران او مسکو دواړه بریدونه داعش ترسره کړي.

رویټرز خبري اژانس ته یو شمیر  سرچینو ویلي، چې ایران روسیې ته په دغه هیواد  کې د لوی برید د احتمال خبر ورکړی و.

په ۲۰۲۲ کال کې داعش ترهګرې ډلې  په ایران کې د شیعه ګانو پر یوه زیارت د برید مسوولیت هم ومنه چې له امله  یې ۱۵ کسان ووژل شول.

دغه راز په ۱۰۱۷ کال کېداعش د هغو دوه بریدونو مسولیت په غاړه واخیست چې ایران پارلمان او د اسلامي جمهوري بنسټ ایښودونکي آیت الله روح الله خمیني مقبره یې په نښه کړه.