1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران د مهسا اميني کورنۍ پر سفر بندیز ولګاوه

۱۴۰۲ آذر ۱۹, یکشنبه

ایراني چارواکو د مهسا ژينا اميني د کورنۍ پر سفر بندیز لګولی چې په پام کې وو د سخاروف جایزې ترلاسه کولو له پاره فرانسې ته پرواز وکړي. اميني تېر کال د ايران د پولیسو په توقیف کې مړه شوه چې په تعقیب ېې پراخ اعتراضونه وشول.

https://p.dw.com/p/4Zz2g
Mexico City | Protest für Frauenrechte in Iran
انځور: Gerardo Vieyra/picture alliance/NurPhoto

د ایران د بشر حقونو د څار سازمان چې مخفف ېې هرانا (HRANA) دی، ويلي دی چې ژینا مهسا امينی ته د اروپايي اتحاديې د بشري حقونو تر ټولو لوړه جایزه ورکړل شوې ده.

د اسوشتید پریس په حواله، دغه سازمان چې مقر ېې په امریکا متحده ایالاتو کې دی، د شنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې ایراني چارواکو د مهسا امینی پلار امجد او د هغې دوو وروڼو ته اجازه نه ده ورکړې چې د سخاروف د فکر آزادي جایزې د ترلاسه کولو له پاره د فرانسې شتراسبورګ ښار ته پرواز وکړي.

په رپوټ کې راغلي چې یوازې د مهسا اميني د کورنۍ وکيل، صالح نیکبخت، کولی شي د هغوی له خوا سفر وکړي او دغه جایزه تر لاسه کړي.

د هسپانيا په پلازمينه مادرید ښار کې د ایراني اتباعو له خوا د مهسا اميني په پلوي مظاهره
د هسپانيا په پلازمينه مادرید ښار کې د ایراني اتباعو له خوا د مهسا اميني په پلوي مظاهره انځور: David Canales/SOPA Images/picture alliance

اروپايي اتحاديې دغه معتبره جایزه په ۱۹۸۸ کال کې د شوروي مخالف او د سولې د نوبل جایزې د ګټونکي ادیب، اندري سخاروف په نوم ایجاد کړه. دغه جایزه هغو افرادو او ډلو ته ورکول کیږي چې له بشري حقونو او بنسټيزو آزادیو څخه دفاع کوي.

څرنګه چې د اروپايي پارلمان ويب پاڼه د سخاروف جایزې په هکله وايي، دغه جایزه «د اروپايي اتحاديېتر ټولو لوړ درنښت دی چې د بشري حقونو فعالانو ته ورکول کيږي.» دغه جایزه د سپتمبر مياشتې په اوایلو کې د ژينا مهسا اميني په نوم شوه.

۲۲کلنه کردۍ ايرانۍ، ژینا مهسا امينی، تېرکال د ایران مذهبي پولیسو له لورې د حجاب نه رعایت کولو په دلیل ونیول شوه چې بیا د پولیسو په توقیف کې مړه شوه. د هغې له مړيني وروسته ډېر ژر په ټول ایران کې د حکومت ضد پراخ لاريونونه وشول چې وروسته ېې لمن له ایرانه بهر اروپا او امریکا ته هم وغځېده.

په برلین کې د مهسا امیني د مړينې د لومړي تلین مظاهرې - د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر ۱۲مه
په برلین کې د مهسا امیني د مړينې د لومړي تلین مظاهرې - د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر ۱۲مهانځور: Omer Messinger/Getty Images

د ایران د بشري حقونو د فعالانو په خبره، ایراني چارواکو د اعتراض کونکو پر ضد پراخ اقدامات ترسره کړل چې په جریان کې ېې له ۵۰۰ ډېر کسان ووژل شول او نژدې ۲۰زره ونيول شول. چارواکي وايي چې ډېری نیول شوي کسان بېرته آزاد شوي او یا ېې د بند موده راکمه کړل شوې ده. د اعتراضونو لړۍ د روان کال په سر کې ودرېده.

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.

له آرشیف څخه انځوریز البوم:

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل