1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«تايوان ته څيرمه په لسونو چينايي جنګي الوتکې ليدل شوي»

۱۴۰۲ شهریور ۲۷, دوشنبه

د تايوان د دفاع وزارت ويلي دي چې چين په ۲۴ ساعتونو کې تر سلو ډېرې جنګي الوتکې د تایوان پر لور استولي دي. ويل شوي دا «په دې وروستيو کې تر ټولو لوړ شمیر دی.»

https://p.dw.com/p/4WSdn
د تايوان پوځ د چين د پوځي هلو څلو څخه رپوت ورکړی
د تايوان پوځ د چين د پوځي هلو څلو څخه رپوت ورکړیانځور: ROC/Zumapress/picture alliance

د تایوان د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ د دې رپوټ په خپرولو سره چې چين د ۲۴ ساعتونو په موده کې دغه ټاپو ته ۱۰۳ جنګي الوتکې استولې دي،  پر چين غږ وکړ چې «ويجاړونکی يو اړخیز عمل» دې ودروي.

د وزارت په حواله دغه الوتکې د يکشنبې د سهار له ۶ بجو څخه د دوشنبې سهار تر ۶ بجو د تايوان پر لور الوتلي او بيا دغه ټاپو ته تر رسېدو د مخه بيرته ستنې شوي دي.

زياته شوې چې د څلويښتو الوتکو په اړه خبر ورکړل شوی دی چې د تايوان او د چين ترمنځ له سرحد څخه ور اوښتي دي.

چين تايوان ته د خپل قلمرو په سترګه ګوري او د دې سيمې په شا او خوا کې چې خپلواکه حکومت لري، تل پوځي تمرينونه ترسره کوي او د دغه هېواد د کنترول ترلاسه کولو له پاره یې له زور اخیستلو موضوع هم نه ده رد کړې.

تېره اونۍ د چين پوځي بیړۍ چې د شانډونګ الوتکې ليږدونکې بېړۍ هم پکې شامله وه، تایوان ته څيرمه پرتو اوبو ته وليږدوله.

امريکا متحده ایالات چې تایوان ته د وسلو ورکوونکو هېوادونو په سر کې قرار لري، په زور د تایوان د کنترولولو د هرې هڅې مخالفت کوي.

د تایوان د دفاع وزارت د چين دا ګام «ځورونه» بللې او خبرداری یې ورکړی دی چې دا به اوسنی ترنګلی وضعیت نور هم خراب کړي. وزارت په يوه اعلاميه کې ویلي: «موږ د چين له چارواکو غوښتنه کوو چې مسئوليت ومني او ژر تر ژره د دې ډول تخريبونکو پوځي اقداماتو مخه ونيسي.»

د چين دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی.