1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو واک ته رسېدل او له پامه غورځولو او هېرولو يو کال

Weltzeit | Waslat Hasrat Nazimi
وصلت حسرت نظیمي
۱۴۰۱ مرداد ۲۵, سه‌شنبه

طالبان يو کال مخکي په افغانستان کي بیا واک ته ورسېدل او له هغه راهيسي په دغه هيواد کي لوږه او فشارونه حاکم دي. د وصلت حسرت نظيمي په آند د دغي فاجعې د لاملونو او ورباندي په صادقانه توگه پوهېدلو کار لا پاته دی.

https://p.dw.com/p/4FY3u
In Pictures: The Kabul evacuation mission
انځور: U.S. Air Force/Getty Images

په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو مرام »اوږه په اوږه« ؤ. هغوی ټينگار لاره چي غواړي د افغان عسکرو او پوليسو سره په گډه د ترهگرۍ او د طالبانو پر ضد به قاطع مبارزه وکړي. خو نن چي پر واک د طالبانو د راتلو يو کال پوره کيږي، نو موږ پوهيږو چي يادو ژمنو هيڅ ارزښت نه لاره. ايا هغوی (نړيوالو ځواکونو) له سره دا اراده لرله چي پر خپلو دغو ژمنو وفا کړي؟

ياده پوښتنه ځکه مطرح کیږي چي هغه طالبان چي ترهگر بلل کېدل او پر ضد يې شل کاله خونړۍ جگړه تر وسوه، په کابل کي د پر واک راتلو راهيسي د خبرو اترو او مباحثو منل سوي شريکان دي. ياده جگړه د ۴۷۶۵۰۰ افغان ولسي او امنيتي کسانو په ژوند تمامه سوه. تر دې دوه چنده زیات نور پکښي ژوبل سول. په مليونونو افغانان او افغانانې د ژورې تراوما يا روانې ژوبلي سره مخامخ دي.

د نن دوست د سبا دښمن

نو اوس؟ په داسي حال کي چي د افغانستان پخواني عسکر او پوليس تر تعقيب لاندي دي او هغوی وژل کيږي، طالبان د حقيقي واکمنانو په توگه منل سوي او په کابل کي د هغوی د استازو سره ملاقاتونه کيږي. دا هر څه څنگه سر سره خوړلای سي؟ هغه اړخ چي يو وخت ترهگر ول، نن مشروع د خبرو اترو شريکان دي. له بلې خوا هغه اړخ چي له کلونو راهيسي ور سره »اوږه په اوږه« همکاري موجوده وه، هغه نن هير سوي دي.

هغه څه چي دلته په اول نظر غير منطقي معلوميږي، په اصل کي د امريکا متحده ايالاتو له پاره يو تکراري طرزعمل دی. متحده ايالاتو په تاريخ کي همېشه کله د اورپکو ډلو ملا تړلې ده او د هغه وروسته يې بيا خپل دښمن اعلان کړی دی. دا عمل يې سرچپه هم تر سره کړی دی. په افغانستان کي دغه طرز عمل د شوروي ضد مجاهدينو سره او بیا وروسته د هغو طالبانو سره عملي کړل سو چي له اول سره يې رامنځته کېدل د امريکايي، پاکستاني او سعودي ملاتړ له کبله ممکن سوي ول.

Weltzeit | Waslat Hasrat Nazimi
وصلت حسرت نظیمي د دویچه ویله د افغانستان څانګې مشره دهانځور: Fahim Farooq

د ۲۰۰۱م کال د مداخلې او د يادي ستراتيژۍ د غلطيو د پټولو په مقصد په رسنيو کي د دغه ماموريت هغه اړخ رامنځته کړل سو چي د بشري حقونو او د نجونو د ښوونځيو سره تړلی ؤ. د »ترهگرۍ پر ضد جگړې« له پاره چي خلکو د ملاتړ ترلاسه کولو په مقصد د ملت جوړونې، ديموکراتيک کولو او د بشري حقونو  کوم شعارونه ورکول کېدل، هغه بې معنی لغتونه پاته سول. د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايدن يو کال تر مخه په يوه وينا کي وويل چي متحده ايالات هيڅکله هم افغانستان ته د ملت جوړونې په مقصد نه ول تللي. دا بالکل د هغه شعار ضد خبره وه چي د امریکا متحده ايالاتو په ۲۰۰۱ کال ورکړی ؤ.

جيوپوليتيکي او اقتصادي لېوالتياوي

له هغه وروسته چي ولسي افغانان او په زیاته افغاني مېرمني شاته يوازي پرېښودل سوې او امريکايي ځواکونه په عاجله توگه له افغانستان څخه وايستل سول، نو هغه وخت دا خبره بالکل روښانه سوه چي اصلي لېوالتياوي د جيوپوليتيکي او د اقتصادي طبيعت وې. په دغه جگړه کي بل هيڅ چا دومره گټه په لاس نه راوړه، لکه د امريکا متحده ايالاتو وسله جوړونکو شرکتونه چي وکړه. اوس په افغانستان کي ۹۵ سلنه وگړي له لوږي سره مخامخ دي. خو د دغې فاجعې له پاره هيڅوک مسؤل نه ګڼل کيږي.

آلمان هم تر يو کال مخکي وخت پوري لا ځان په مثبت شهرت نازاوه. خو د آلمان حکومت د دې جوگه نه ؤ چي د ځايي همکارانو يوه پاکه او بامسؤليته انخلا تنظيم کړي. دا چي دولتي ادارې ډېري بيرندوکي او متزلزلي وې، نو د بار زياتره برخه د مدني ټولنې پر اوږو پرته وه. د آلماني پوځ د ځايي همکارانو په شمول په زرونو نور انسانان لا تر اوسه په دې انتظار دي چي په افغانستان کي دننه او په نورو هيوادونو کې فعال د نړيوالي همکارۍ سازمان (GIZ) او غير دولتي آلماني سازمانونو په مرسته له افغانستان څخه تخليه کړل سي. که څه هم چي اوس د آلمان پارلمان بُندستاگ يوه تحقيق کوونکې کميټه په کار گومارلې ده، خو پايلي يې لا تر اوسه نه دي لرلي.

د غني حکومت بې سواله او جوابه په تبعيد کي

د جزا نړيوالې محکمې په کلونو کلونو په افغانستان کي د ممکنه جنگي جنايتونو د څېړلو هڅې وکړې، خو په زياته د امريکا متحده ايالاتو له سخت مخالفت سره مخامخ سوه. بالآخره دغه موضوع له پامه وغورځول سوه. نبايد چي دا قضيه همداسي پرېښودل سي. په دې کي زه د افغان اختلاسگر حکومت هم نه متثنی کوم. د افغانستان پخوانی ولسمشر غني او د هغه کابينه بايد په يوه محکمه کې روښانه کړي چي هغوی و واک ته د طالبانو په رسېدلو کي کومه برخه لرله. هغوی ولي بې سواله او جوابه په تعبيد کي آرام ناست دي؟ په داسي حال کي چي په افغانستان کي ولس وږی دی، مېرمني په سيستماتيکه توگه تر فشار لاندي راوستل کيږي، قومي او مذهبي لږکۍ تعقيب کيږي.

له کلونو راهيسي د افغانستان په هکله ليکونکي موږ ژونالستاني او ژورنالستان هم بايد پر دې غور او فکر وکړو چي موږ خپله دنده څنگه بل ډول ادا کولای سوای؟ ايا موږ نسوای کولای چي پر دغه موضوع لا زيات تحقيق وکړو او موضوع په لا زیاته د فهم او پوهېدلو وړ توگه وړاندي کړو؟ له بده مرغه چي زه په خپلو هم مسلکانو کي هم په دې تړاو ډېر کم درک او فهم حس کوم.

تيري دولس مياشتي د فکر او فهم، د انعکاس او د پوهېدلو منلو او منل کېدلو کال کيدلای سوای. داسي يو کال چي د ملاتړ، مرستو او اوږه پر اوږه د درېدلو کال وای. خو د هغه پر ځای دې دورې ته نه کتلو، له پامه غورځولو او هيرولو یو کال ؤ. په افغانستان کي دغه کال څنگه ؤ؟ په افغانستان کي هم انسانان له پامه وغورځول سول او هم هير کړل سول. خو دا هغه انسانان دي چي د غرب د تېروتنو قيمت پرې کوي. هيڅوک د هغوی پر اړخ نه دي ولاړ.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل