1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

ترمپ په نيوهمپشايرکي د جمهوري غوښتونکو په ټاکنو کي بريالي سو

۱۴۰۲ بهمن ۴, چهارشنبه

د امريکا د ولسمشري له پاره د جمهوري غوښتونکي ګوند د کانديدانو ترمنځ سياليو کي دونالد ترمپ يو بل گام مخ ته ولاړ. هغه په نيو همپشاير کي هم تر خپلي سيالي نيکي هيلي مخکي سو.

https://p.dw.com/p/4bcIo
USA Trump gewinnt Vorwahl in New Hampshire
انځور: TIMOTHY A. CLARY/AFP

۷۷ کلن دونالډ ترمپ د سه شنبه په ورځ د خپلي يوازينۍ سيالې، د ملگرو ملتو پخوانۍ سفيرې نيکي هيلي، پر وړاندي په نيو همپشاير ايالت کي د خپل گوند په مهمو مقدماتي انتخاباتو کي بريالی سو او د شميرو له مخي يې تر نيمايي ډيري رايي ترلاسه کړي دي. هغه په دې ډول شاوخوا لس سلنه تر دغي ۵۲ کلنې کانديدې مخکي سو. هيلي، نوموړي ۷۷ کلن ته مبارکي ورکړه خو اعلان يې وکړ چي خپلي مبارزې ته به ادامه ورکړي.

د تلويزيوني وړاندوينو او د څه د پاسه ۶۰ سلنه رايو د شمېرلو له مخي، ترمپڅه ناڅه ۵۴ او هيلي شاوخوا، ۴۴ سلنه رايي گټلي دي. د چارواکو په حواله په ټاکنو کي د خلکو گډون ډير زيات وو.

ترمپ د خپلي بريا په مناسبت وينا کي پر ولسمشر جو بايدن باندي يرغل وکړ او هغه يې د امريکا په تاريخ کي (تر ټولو خراب ولسمشر) وباله.

جمهوري غوښتونکو، د امريکا متحده ايالات له زوال او ناکامۍ سره مخامخ يو هيواد وباله. ترمپ همدارنگه هيلي ته هم په خطاب کي وويل، که مقدماتي انتخابات ستاسو ايالت ساوت کارولاين ته ورسيږي، «موږ به هغه په آسانۍ سره وگټو».

USA Vorwahl in New Hampshire Nikki Haley
د ملگرو ملتو پخوانۍ سفيره او په مقدماتي انتخاباتو کی د ترمپ سیاله ، نيکي هيليانځور: Andrew Burke-Stevenson/Zuma/IMAGO

۵۲ کلني هيلي وويل چي ولسمشرۍ ته د کانديديدو له پاره مبارزه لاهم پای ته نه ده رسيدلې. هغې زياته کړه: «په سياست کي تر ټولو پټ راز په دې کي دی چي ديموکراتان څومره غواړي د ترمپ په وړاندي راڅرگند سي. د ترمپ کانديديل به د بايدن بری وي.»

هيلي په نيو همپشاير کي د يوې حيرانوونکې پيښې تمه درلوده. هغې پر دې ټينگار کړی وو چي ښايي په دغه ايالت کي په خپلواکه توگه راجستر سوو رايه ورکوونکو ته هم اجازه ورکړل سي چي په مقدماتي ټاکنو کي برخه واخلي، کوم چي د هغې په څير د معتدلو سياستوالو ملاتړ کوي.

د امريکا ولسمشر جو بايدن وويل، اوس دا معلومه سوه چي ترمپ به د جمهوري غوښتونکو کانديد سي. «او زما پيغام اولس ته دادی چي گواښونه نه سي کيدای لاپسې ډيري سي. زموږ ډيموکراسي. زموږ شخصي آزادي.»

ترمپ د هغه په وړاندي د څلورو تورونو په گډون پر ډيرو قضايي ستونزو سربيره لا هم د پخوا په شان ډير محبوب دی. هغه تيره اونۍ لا په لووا ايالت کي د جمهوري غوښتونکو مقدماتي انتخابات وگټل.

Präsident Biden spricht vor dem dritten Jahrestag des Kapitol-Sturms - 2024
د امریکا ولسمشر جو بایدنانځور: AFP

په نيو همپشاير کي په دغه بري سره نوموړي ۷۷ کلن په نووامبر کي د ولسمشرۍ په ټاکنو کي د خپل گوند د نوماندۍ پر لور يو بل گام هم مخته سو. په لومړنيو دوو ايالتونو کي په مقدماتي ټاکنو کي تر بري وروسته، د جمهوري غوښتونکو هيڅ کانديد د ولسمشرۍ له پاره سيالۍ کي ماته نه ده خوړلې.

په امريکا کي ولسمشري انتخابات د نووامبر پر ۵ مه ترسره کيږي. ديموکراتانو د سې شنبې په ورځ په نيو همپشاير کي غير رسمي مقدماتي ټاکنې ترسره کړې چي بايدن په هغه کي بريالی سو او په سمبوليک ډول مخته سو. نوموړی ولسمشر به په خپله انتخاباتي مبارزه کي يو وار بيا د جنين د سقط کيدو د حق موضوع رامخته کړي، پر کومي چي ديموکراتان په ۲۰۲۲م کال کي په منځمهاله ټاکنو کي بريالی سوی وو.

سربيره پردې ډيري سياستوال او د ډيموکراټانو پلويان په دې باور دي چي بايدن د ۸۱ کالو عمر په لرلو سره بيا هم د ولسمشرۍ له پاره يو مناسب کانديد دی. هغه په اوس وخت کي د امريکا په تاريخ کي تر ټولو ډير عمر لرونکي ولسمشر دي. بايدن په ۲۰۲۰م کال کي د ولسمشرۍ په ټاکنو کي د ترمپ په وړاندي چي له رسواييو او گډوډيو ډکه څلور کلنه دوره يې تيره کړه او لا هم په ټاکنو کي د بايدن بري په رسميت نه پيژني، بريالي سو.

GP/NZ/AG