1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

ترمپ یو ځل بیا پر مسلمانانو د سفر بنديز لګولو ژمنه وکړه

۱۴۰۲ آبان ۷, یکشنبه

د امريکا پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د يهودي مذهبه جمهوري غوښتونکو په غونډه کې د ډېری مسلمانو هېوادونو پر مسافرينو د بنديز لګولو ژمنه کړې. دا په دې شرط چې يوځل بيا انتخاب شي.

https://p.dw.com/p/4YANS
USA Trump Jewish Coalition Auftritt
انځور: Ethan Miller/Getty Images

د امريکا پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۲۸مه) د جمهوري غوښتونکي ګوند د يهودي ټولنې په کلنۍ غونډه کې وويل چې »موږ به افراطي اسلامي تروريستان زموږ له هېواد څخه لېرې ساتو.«

د متحده آيالاتو دغه پخواني ولسمشر زياته کړه چې »آيا د سفر بنديز مو په ياد دی؟ په لومړۍ ورځ به د سفر بنديز بېرته پلی کړم.« د ۲۰۱۷م کال په ولسمشرۍ دوره کې يې له ايران، لیبيا، سوماليا، سوريې، يمن او په پيل کې له عراق او سوډان څخه پر مسافرينو باندې بنديزونه وضع کړي ول.

دغه امر په محکمه کې ډېر ژر د يوې ديني ډلې پرضد د توپيري چلن له کبله وغندل شو، خو د ترمپ د رايه ورکوونکو په ډله کې ډېره محبوبه پرېکړه وه. جو بايدن په ۲۰۲۱م کال کې د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ اونۍ کې دغه امر بېرته واخيست.

ترمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند د کانديدانو په منځ کې يو له ډېرو نوماندانو څخه دی چې د حماس ترهګرې ډلې په وړاندې د اسرائيل له جګړې څخه ملاتړ يې اعلان کړ. دغه پخواني ولسمشر روانه شخړه د »تمدن او بربريت، د ښې رويې او ورانکارۍ او د ښه او بد ترمنځ مبارزه« توصيف کړه.

د امريکا په متحده آيالاتو کې له اسرائيل څخه ملاتړ د دواړو لويو ګوندونو له پاره يوه مهمه موضوع ده چې يو دليل يې د ډېرو يهودي مذهبه رايه ورکوونکو شتون هم دی. د نيويارک په بروکلين ناحیه کې په ورته وخت کې په زرونو د فلسطينيانو پلويان هم لاريونو ته راووتل څو د غزې پر تراډې باندې د بريدونو پرضد مظاهره وکړي. په دغه ښار کې تقريبا ۱،۶ ميليونه يهودان او په سلونو زره مسلمانان ژوند کوي.