1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

ډونالډټرمپ لومړی امریکايي ولسمشر سو، چي زندان ته اچول کيږي

۱۴۰۲ شهریور ۳, جمعه

د امریکا مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ تر نیولو وروسته د جورجیا یو زندان ته بوتلل سو، خو دوه ساعته وروسته د دوه سوه زرو ډالرو په ضمانت خوشي سو.

https://p.dw.com/p/4VZcb
USA I Donald Trump - Gefängnis von Fulton County
انځور: Fulton County Sheriff's Office/Getty Images/AFP

د امریکا مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ په ۲۰۲۰م کال کې په جورجیا ایالت کي د ولسمشریزو ټاکنو د نتایجو د ګډوډولو په تور نیول سوی دی.

نوموړی د جورجیا په یوه زندان کي مګ شاټ «له مجرم څخه د پولیسو له خوا د عکسونو» اخیستلو وروسته د دوو سوو زرو ډالرو په ضمانت خوشي سو. 

دا د امریکا په تاریخ کي لومړی وار دی چي له یو مخکني ولسمشر څخه په زندان کي د مجرمانو په څېر عکسونه اخیستل کیږي.

اړوند: ټرمپ پر کانګرس د برید په تړاو تورن شوی

د فلټن کاونټي زندان له خوا په خپرو سویو معلوماتو کي هغه ته د ۱۱۳۵۸۰۹پي او زنداني نمبر ورکول سوی او همدارنګه نوموړی په فزیکي بڼه معاینه سوی او د زندان د ثبت او راجسټر په کتاب کي دی د ۶ فوټه درې  انچه قد، ۹۷ کیلو وزن او د «ویښتانو رنګ يې طلايي» یاد سوی دی. 

د امریکا مخکنی ولسمشر ډونالډټرمپ
د امریکا مخکنی ولسمشر ډونالډټرمپانځور: oe Raedle/Getty Images/AFP

 

ټرمپ له زندان څخه تر وتلو سمدستي وروسته هوايي ډګر ته ولاړی او له هغه ځایه نیوجرسي ته روان سو.

ټرمپ څه وویل؟

نیوجرسي ته له تګ څخه ترمخه ټرمپ وویل: «دلته چي څه وسول، دا په انصاف پوري مسخرې دي، ما هیڅ تېروتنه نه ده کړې او په دې باندي هرڅوک ښه پوهیږي.»

ده د خپل ځان په اړه دغه چاره په ټاکنو کي د لاسوهني وبلل او زیاته يې کړه: «موږ قطعا تېروتنه نه ده کړې او موږ دا حق لرو، چي داسي ټاکني وننګوو، چي هغه زموږ په فکر رڼې نه وي.»

زموږ یوټیوب پاڼه

د ۲۰۲۴م کال د ولسمشریزو ټاکنو له پاره دونالډ ترمپ د جمهوري غوښتونکو مخکښ نوماندکاندید دی، ده زیاته کړه دا د «امریکا له پاره یوه شرمناکه ورځ» ده.

مخکني ولسمشر پر دې مهال د خبریالانو د پوښتنو له ځواب ویلو څخه انکار وکړ.

ټرمپ په جورجیا کي د ۲۰۲۰م کال د ټاکنو پرمهال د پایلو د له منځه وړولو له پاره د نورو ۱۸ نورو مدافعینو سره په دسیسو جوړولو تورن دی، چي په دې ډله کي د نوموړي مخکنی لوی درستیز مارک میډوز او د نیویارک مخکنی ښاروال روډي جولیاني شامل دي. دغه دواړه کسان هم په ضمانت خوشي سوی دي.

جولیاني د چهارشنبه او میډویز د پنجشنبه په ورځ خپل ځانونه وسپارل.

اړوند: د دونالد ترمپ د نيول کیدو احتمال او د تاوتریخوالي ویره

د فولټی کاونټي ولسوالۍ څارنوال، ټرمپ او نور تورنو کسانو ته د جمعې ورځ اخیري نېټه ټاکلې ده، چي خپل جرمونه ومني. 

له نیولو څخه مخکي خپله ځان سپارل

ټرمپ د خپل ځان سپارلو له پاره پر ځایي وخت اووه نیمي بجې اټلانټا ته ورسیدی، سږکال دا څلورم وار دی، چي ټرمپ خپل ځان په خپله قانون ته سپاري، خو دا وار په اټلانټا کي ځان سپارل يې له تیرو دریو نورو سره بېل دي، ځکه دا وار نوموړي د محکمې پرځای زندان ته ځان وسپاری او دا چاره د نیویارک او واشنګټن پرځای په اټلانټا کي ترسره سوه، چي دانو د ۲۰۲۴م کال د ټاکنو له پاره د سیالۍ مهم ډګر ته د راوتلو په معنی ګڼل کیږي.

اړوند: د امریکا فدرالي پولیسو د ډونالډ ټرمپ کور تلاشي کړی

په نورو ځایونو کي ټرمپ خپله د ځان سپارلو پرمهال د مجرمینو په ډول عکسونه اخیستل نه غوښتل، خو په اټلانټا کي د پولیسو د کېمرې مخ ته ودرېدی.

د امریکا په تاریخ کي پر هیڅ ولسمشر جرمي تورونه نه دي لګېدلي، خو ټرمپ د څلورو بېلا بېلو تورونو او په ټولیزه ډول له ۹۱ تورونو سره مخامخ دی.

زموږ فېسبوک پاڼه

پر نوموړي تور دی، چي د لوڅ فلمونو د یوې اداکاري د چوپولو له پاره يې هغې ته پیسې ورکړي، په فلوریډا ایالت کي يې د دولتي مهمو محرمو اسنادو  په ناسمه توګه ساتنه کړې او په واشنګټن کي يې په ۲۰۲۰م کال کي د ټاکنو پرمهال دسیسې جوړي کړي دي.

د سیاسي ګټي اخیستني هڅه

ټرمپ د پولیسو له خوا اخیستل سوی عکسونه د ټولینزو رسنیو په چوکاټ کي د په «ټولټاکنو کي د لاسوهنه» تر سرلیک لاندي او وروسته يې بیا د هغه لینک د کمپاین د ویب سایټ له لینک سره یوځای خپور کړی دی.

اړوند:ټرمپ له افغانستانه خپل سرتیري باسي، اغیز به یې څه وي؟

همدارنګه پر ټرمپ باندي تور دی، چي زندان یا محکمې ته د تګ د غه جریان يې د خپل ټاکنیز کمپاین په ډول کارولی، ځکه داسي مهال د ده زیات پلویان راټولیږي، چي اکثره يې ښي اړخي دي او زیاتي رسنۍ هم هلته موجودي وي.

د امریکا مخکنی ولسمشر ډونالډټرمپ
د امریکا مخکنی ولسمشر ډونالډټرمپانځور: Joe Raedle/Getty Images/AFP

د دغه ډول کمپاین له لارې ټرمپ د ټاکنو له پاره پیسې هم راټولوي او د ده پلویان داهڅه کوي چې دا خبره یقني کړي، چي د دوی د مشر پر وړاندي دوسیې د یوې سیاسي دسیسې یوه برخه ده او له دې څخه موخه داده، چي ټرمپ له ولسمشریزو ټاکنو څخه راوګرځوي.

اړوند: د کلنتن او ترمپ نوماند مرستیالانو مناظره وکړه

په اټلانټا کي له ځان سپارولو څخه ترمخه د ټرمپ کمپاینیزي ډلي د نوموړي له خوا یو پيغام خپور کړی و، چي: «زه د ټرمپ فورس ون څخه تاسو ته دا پیغام وړاندي کوم، زه اټلانټا ته ځم، هلته به زه په داسي حال کي ونیول سم، چي ما هیڅ جرم نه دی کړی.»