1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستد فلسطین سیمه

د اسلامي همکارۍ سازمان د فلسطنيانو پر موضوع غونډه کوي

۱۴۰۲ آبان ۱۶, سه‌شنبه

د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) هیوادونه د سعودي عربستان په بلنه راتلونکي اونۍ یوه غیر عادي سرمشریزه دایروي. د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي به هم په ریاض کې د نومبر په ۱۲ نیټه ترسره کیدونکي دې سرمشریزه کې ګډون وکړي.

https://p.dw.com/p/4YUxG
Türkei OIC Islamkonferenz in Istanbul - Gruppenbild
انځور: Reuters/B. Ozkan

د سعودي عربستان په بلنهد اسلامي همکارۍ سازمان (OIC)هیوادونو سرمشریزه به د نومبر میاشتې په ۱۲ نیټه د یکشنبې په ورځ د سعودي په پلازمينه ریاض کې ترسره شي. اوسمهال سعودي عربستان د دغه سازمان مشري کوي او له همدې حیثیت څخه په استفادې یې دغه کنفرانس رابللی دی.

په دې کنفرانس یا سرمشریزه کې بهد فلسطينيانو او اسرائیل د روانې شخړې په هکله تفصیلي بحث وشي.

مخکې تر دې د بهرنیو چارووزارت په کچه د اکتوبر په ۱۸ نیټه د سعودي په جده ښار کې د نوموړي سازمان د اجرائیوي کمیټې غونډه شوې وه، چې تر هغې وروسته د یوې اوږدې اعلامیې په ترڅ کې په عاجل ډول د غزې تراډې د محاصرې ختمولو غوښتنه شوې وه.

د ایران د ولسمشر ګډون

د سرمشریزې هدف دا دی چې په دې کې به د ټولو ۵۷ اسلامي هیوادونو مشران ګدون کوي او د معلوماتو له مخې د ایران ولسمشر لا دمخه په دې کنفرانس کې د خپل ګډون کولو تائید کړی دی.

په تیر مارچ کې د چین په منځګړیتوب د شوي تړون له مخې د تهران او ریاض ترمنځ د کلونو راهیسې روانې دښمنۍ تر ختمیدو وروسته به، دا سعودي ته د ایران د یوه ولسمشر لومړی سفر وي.

په تیره غونډه کې څه ویل شوي؟

د اکتوبر په ۱۸ نیټه ترسره شوي غونډه کې ټولو اسلامي هیوادونو د فلسطین د ولس له مُسلم او نه جبرانیدونکو حقونو څخه په خپل ملاتړ ټينګار وکړ. په غونډه کې په ځانګړي توګه د فلسطینیانو د خپلواکۍ، د فلسطیني مهاجرو بیرته ستنیدل، د هغوي د آزادۍ حق او د یوه داسې خپلواکمن فلسطیني حکومت رامنځته کیدلو پر ملاتړ ټینګار وشو چې پلازمېنه به یې بیت المقدس یا یروشلم وي.

نوموړي سازمان په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې دغه سازمان «په هر ډول بهانه د ملکي خلکو به نښه کول او یا یې له خپلو کورونو څخه ایستل او د ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو او بنسټیز بشردوستانه همدرۍ د اصولو او حاکمیت په نقضولو سره وږې ساتل او بشري مرستو ته په ډاډمن ډول له لاسرسي څخه محرومه ساتل، ردوي.»

په دې ګډه اعلامیه کې د بشري ناورین د مخنیوي په برخه کې پاتې راتللو له کبله د ملګرو ملتونو د امنیت پر شورا هم سختې نیوکې وشوې. په دې برخه کې سازمان د اسرائیل پلوي هیوادونه په «دوه ګوني معیار» تورن کړل.

د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د ټولو اتباعو د ژوند خوندیتوب پر اهمیت ټينګار وکړ. همدارنګه دوی د پوځي شخړې او غزې د محاصرې ختمولو او فلسطیني وګړو ته د بشري مرستو رسولو له پاره د بیړنۍ همکارۍ غوښتنه وکړه.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص