1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

ایران او اسرائيل یو بل ته ګواښونه کړي

۱۴۰۳ فروردین ۲۲, چهارشنبه

د ایران مذهبي مشر، ایت الله خامنه يي د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا اسرائيل ته خبرداری ورکړ چې د دمشق حملې «سزا به ورکړي.» اسرائيل ويلي که ایران له خپلې خاورې پر دوی حمله کوي، ځواب به ېې ورکړي.

https://p.dw.com/p/4ebVT
آرشيف - د ایران مذهبي مشر، ایت الله خامنه يي
آرشيف - د ایران مذهبي مشر، ایت الله خامنه ييانځور: Iranian Supreme Leader's Office/ZUMA Press/picture alliance

د اپریل په لومړۍ نيټه د سوریې په پلازمینه دمشق کې د ایران د سفارت پر ودانۍ هوايي برید وشو چې د ایران د سپاه پاسدارن ۷ غړي په کې ووژل شول. ایران د دغې حملې پړه پر اسرائيل اچوي.

د ایران مذهبي مشر د چهارشنبې په ورځ د اپريل لسمه یو ځل بیا اسرائيل ته خبرداری ورکړ چې د دغه برید غچ به اخلي. ایت الله خامنه په تهران کې د کمکي اختر تر لمانځه وروسته وینا کې وويل: «شیطان رژيم په دې برخه کې یوه تېروتنه کړې، هغه باید خپله سزا وويني او سزا به ورکړل شي.»

خامنه يي وويل چې د اپریل لومړۍ حمله کې په دمشق کې د ایران د سفارت په محوطه کې د ایران پنځه پوړيز قونسلي ساختمان ویشتل شوی دی. د ایران مذهبي رهبر زیاته کړه: «په هر هېواد کې سفارتونه او قونسلګرۍ، د مربوطه هېواد حريم وي.

په سوریه کې د اپريل په لومړۍ نيټه د ایران سفارت ودانۍ په محوطه کې د ایران پر قونسلي ساختمان برید کې د سپاه پاسداران ۷ غړي ووژل شول
په سوریه کې د اپريل په لومړۍ نيټه د ایران سفارت ودانۍ په محوطه کې د ایران پر قونسلي ساختمان برید کې د سپاه پاسداران ۷ غړي ووژل شولانځور: Firas Makdesi/REUTERS

کله چې هغوی زموږ پر قونسلي ساختمان حمله کوي، دا په دې معنی ده چې زموږ پر هېواد ېې حمله کړې ده.»

خامنه يي د تېرې اوونۍ په وروستیو کې هم اسرائيل ته خبرداری ورکړی وو چې سفارتونه ېې «نور امن نه دی.» اسرائيل تېره اوونۍ وويل چې د ایران د غچ اخیستونکو حمله له خبرداري وروسته ېې امنيتي تدابير ټینګ کړي دي.

اسرائيل تازه ګواښ کړی که ایران له خپلې خاورې پر دوی حمله کوي، نو دوی به هم پر باالمثله اقدام باندې لاس پورې کړي.

د اسرائيل د بهرنیو چارو وزير، يسرائيل کاتس
د اسرائيل د بهرنیو چارو وزير، يسرائيل کاتسانځور: Sebastian Scheiner/AFP/Getty Images

د اسرائيل د بهرنیو چارو وزير، يسرائيل کاتس، نن چهارشنبه د اپريل لسمه پر اکس ليکلي: «که ایران له خپل حریمه حمله وکړي، اسرائیل به ېې په ځواب کې پر ایران حمله وکړي.» 

له ایران څخه يو بل خبر کې راغلي چې وسلوالو د دغه هېواد په جنوب شرق کې ۶ پولیسو په ډزو وژلي دي.

اسوشتيد پریس ليکي، د ایران دولتي رسنۍ پورې اړوند یوه ويب سايټ ويلي چې دغه پولیس د سیستان او بلوچستان ایالت پر يوه سړک د وسلوالو په کمين کې وژل شوي دي. په رپوټ کې راغلي چې د دغې حملې مسئولیت جهش العدل وسلوالې دلې منلی دی. ایران او یو شمېر نورو هېوادونه دغه ډله د تروریستي ډلې په توګه پېژني.

آژانسونه/م.ک.ص./ا.خ.ح.

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل