1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياسرائیل

د حماس مشر: پرونۍ حمله زموږ موقف نشي بدلولی

۱۴۰۳ فروردین ۲۳, پنجشنبه

د فلسطينۍ وسلوالې ډلې، حماس مشر اسمعیل هنیه ټيڼګار کړی چې د اسرائيلي ځواکونو د چهارشنبې ورځې هوايي حمله د دوی په دريځ کې بدلون نشي راوستلی او پر مذاکراتو به اغیز ونه لري. دغه حمله کې د هنیه ۳ زامن او ۴ لمسيان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4eeQ8
د رپوټونو پر اساس دا هغه موټر دی چې د حماس ډلې د مشر اسمعيل هنیه درې زامن په کې د اسرائيلي ځواکونو په هوايي حمله کې ووژل شوي
د رپوټونو پر اساس دا هغه موټر دی چې د حماس ډلې د مشر اسمعيل هنیه درې زامن په کې د اسرائيلي ځواکونو په هوايي حمله کې ووژل شويانځور: AFP

اسرائيل دغه وژنې په داسې حال کې تائيد کړي چې په قاهره کې د یو موقت اوربند او د اسرائيلي یرغملانو د آزادولو له پاره مذاکرات پرته له کوم پرمختګه ادامه لري.

د حماس ډلې مشر اسمعیل هنیه له قطر څخه خپرېدونکي تلویزيون الجزيره سره په خبرو کې وویل چې د اسرائيل دغه حمله په مذاکراتو کې د حماس دريځ د بدلولو له پاره یوه هڅه ده. هنيه وويل: «که هغوی [اسرائيل] فکر کوي چې دا به د حماس په موقف کې د بدلون راوستلو یو فشار وي، نو هغوی په خوب او خيال کې دي.»

له بل لوري خبري آژانسونه ليکي چې د هنیه د درې زامنو او څلورو لمسيانو وژنه کېدای شي د اسرائيل او حماس ترمنځ په نړيوال منځګړیتوب دغه مذاکرات پر فشار وګواښي. که څه هم په نژدې ورځو کې د دغو مذاکراتو څرک نه ترسترګو کېږي او له بل پلوه د حماس او اسرائيل تر منځ پر کليدي مواردو اختلافات هم پر خپل حال پاتې دي.

د اسمعيل هنيه درې زامن د چهارشنبې په ورځ د اختر لومړۍ د غزې ښار په الشاطي کمپ کې د اسرائيلي ځواکونو په هوايي حمله کې ووژل شول.  

د هنيه زامن هر یو حمزه، امیر او محمد د غزې په الشاطي کمپ کې د موټر چلونې پر وخت د بمي برید هدف ګرځيدلي او په څلورو لمسيانو کې ېې درې نجليانې او یو هلک شامل دي.

آرشیف - د حماس ډلې رهبر اسمعيل هنيه - رويټرز د حماسي سرچينو له قوله ويلي چې حماس او د هنيه کورنۍ دغه وژنې تائيد کړي
آرشیف - د حماس ډلې رهبر اسمعيل هنيه - رويټرز د حماسي سرچينو له قوله ويلي چې حماس او د هنيه کورنۍ دغه وژنې تائيد کړي انځور: picture-alliance/Zuma Press/APA Images/M. Ajjour

 خپلوانو يي ويلي چې د هنیه زامن او لمیسان د اختر په لومړۍ ورځ د غزې ښار شاطي کمپ ته د کورنيو د ليدلو له پاره ورغلي ول.

رويټرز د حماسي سرچينو له قوله ويلي چې حماس او د هنيه کورنۍ دغه وژنې تائيد کړي دي. ۶۱ کلن هنيه چې ۱۳ زامن او لوڼې لري، پان-عرب الجزيزه تلويزیون ته وويل چې «زما د زامنو وېنې د نورو خلکو له وينې څخه معززتره نه دي.»

د اسرائيل پوځ هم منلی چې دغه حمله ېې کړې او د هنيه درې زامن ېې د حماس مسلح ډلې عملياتي شاخه بللي دي. فلسطينۍ وسلواله ډله حماس د اسرائیل، امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې، جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو له خوا د یوه تروریستي سازمان په توګه پیژندل شوې ده.

د اسرائيل پوځ تېره ورځ د هنيه د لمسيانو د وژنې په هکله د ېوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې «حاضردمه په دې هکله معلومات نه شته.»

آژانسونه/م.ک.ص./ا.ا.

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل