1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سویډن قضا د نورد ستریم پلټنې بندی کړې

۱۴۰۲ بهمن ۱۸, چهارشنبه

څه د پاسه ۱۶ میاشتي کیږي چي د نوردستریم په پایپ لاینونو کي د چاودني له امله درزونه رامنځته سوه. تر اوږدو پلټنو وروسته اوس د سويډن لویې څارنوالۍ پریکړه وکړه چي په دې هکله خپلي پلټني بندوي.

https://p.dw.com/p/4c8fs
Doku | Tatort Ostsee: Wer sprengte die Nord Stream-Pipelines?
انځور: NDR

د سويډن لویه څارنوالي په ختیځ سمندر کي د نوردستریم پایپ لاین د سبوتاژ په هکله خپلي پلټني په ټپه دروي. لوی څارنوال ماتس لیونگ گویست، خبر ورکړی چي اوس داسي یوه پریکړه وسوه چي په دې اړه به د سویډن هیڅ ډول قضايي صلاحیت موجود نه وي.

لیونگ گویست وویل، د پراخو پلټنو په نتیجه کي دا معلومه نه سوه چي دې خبري ته اشاره وسي چي سويډن او یا هم سویډني اتباع دي په دغو نړيوالو اوبو کي په بريد کي لاس درلودلی وي. خو هغه ټینگار وکړ چي په دې هکله به د آلمانانو پلټني دوام ولري.

آلماني پلټونکي کولای سي گټه ترې واخلي

»زیود دویچه څایتونگ« NDR, WDR او د »څایت« رسنیو د سه شنبه په ورځ لا رپوټ ورکړ، چې داسي ښکاري چي لیونگ گویست دغه پروسه درولې ده. لکه څنگه چي دغو رسنیو ویلي دي، کیدای سي آلماني ادارې د سویډن له دغه گام څخه گټه پورته کړي، دا ځکه چي سویډن خپل شواهد د هغوی په اختیار کي ورکولای سي.

د جرمني لويي څارنوالۍ خبر ورکړی دی چي د آلمان له خوا پلټني به ډیر وخت ونیسي. نوموړي ویاند په کارلسروهه کي وویل: «په دې هکله به نور معلومات په اوس وخت کي وړاندي نه سي.»

Schweden | Ermittlungen zu Nord-Stream eingestellt
سویډن غواړی د نورد ستریم په هکله خپلی پلټنی ودرويانځور: Swedish Coast Guard/AP/dpa/picture alliance

د ۲۰۲۲م کال د سپتمبر پر ۲۶ مه د ډنمارک د ختیځ سمندر د بورنهولم ټاپو ته نیژدې څو چاودنی ثبت سوې او یو څه موده وروسته له څلورو نوردستریمپایپونو څخه په دریو کي څلور درزونه کشف سول. تر هغه وروسته په سویډن، جرمني او ډنمارک کي په دې هکله پلټني پیل سوې.

لیونگ گویست د ۲۰۲۲م کال په نوومبر مياشت کي هغه شک تائيد کړ چي له پیل څخه لا موجود وو، یعنی دا چي دا به یو سخت سبوتاژ وي. هغه څرگنده کړه چي تحلیلگرانو په ډیرو ځایو کي د چاودیدونکو موادو پاته شوي موندلي دي.  

د کښتۍ خاوند څوک وو؟

د جرمني، ډنمارک او سویډن سفیرانو د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په یوه گډ لیک کي د ۲۰۲۳م کال په جولای کي ولیکل چي پلټونکو په یوې شکمنې بادباني کښتۍ کي د چاودیدونکو موادو نښې پیدا کړي دي. داسي شک موجود دی چي هغه د دغو چاودیدونکو موادو د انتقال له پاره کارول سوې وي.

د نوموړي لیک په ادامه کي راغلي دي چي دا هم معلومه سوې چي نوموړې کښتۍ د هغه چا په نامه کرایه سوې ده چي داسي اسناد یې کارولي چي په مرسته يې د اصلي کرایه کوونکي هویت پټ سوی دی.

د کارپوهانو د اټکل له مخي دا امکان لري چي شکمن غوټه وهونکي چاودیدونکي مواد هغه ځای ته وړي وي چي پکښي د گاز نلونه زیانمن سوي دي.

په عین حال کی پر دې ټینګار سوی وو چي د عاملینو پوښتني نامشخصې دي: په اوس وخت کي دا ممکنه نه ده چي د عامل کس د هویت او علت په هکله باوري څېړني ترسره سي، په خاص ډول د دې پوښتني په پام کي نیولو سره چي آیا دغه پیښه د یوه هیواد  او یا هم کوم حکومتي لوبغاړي له خوا رهبري سوې ده. د نوردستریم ۱ او ۲ پایپ لاینونه هر یو تر اوبو لاندي شاوخو ا ۱۲۰۰ کیلومتره له روسیې څخه تر آلمان پوری غځیدلي دي.

نوردستریم ۱ له ۲۰۱۱ م کال راهیسي اروپا ته د ګازو د وارداتو ډیره برخه انتقالوله. علاوه پردې مسکو پر اوکراین باندي له برید راهیسي له لویدیځ سره د کړکیچ له امله دغه لیږد په بشپړ ډول بند کړی. د نوردستریم ۲ نوی پایپ لاین مخکي لا په گازو ډک سوی وو، خو د جواز د نه لرلو له امله لا تر فعاله سوی نه وو. 

GP/NZ/DW.Online