1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل ته ملګرو ملتونو د «نانسن» جایزه ورکړې

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ مهر ۲۰, چهارشنبه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د آلمان پخوانۍ صدراعظمې ته د«نانسن» په نامه نامتو جایزه ورکړې ده. پخوانۍ صدراعظمې میرکل دغه جایزه د سویس په جینوا کې د یاد سازمان په مرکزي دفتر کې ترلاسه کړه.

https://p.dw.com/p/4I532
انګل مرکل ته په جینوا کي د نانسن جایزه ورکول سوه
انګل مرکل ته په جینوا کي د نانسن جایزه ورکول سوه انځور: Stefan Wermuth/ASSOCIATED PRESS/picture alliance

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د آلمان پخوانۍ صدراعظمې ته د«نانسن» په نامه نامتو جایزه ورکړې ده. پخوانۍ صدراعظمې میرکل دغه جایزه د سویس په جینوا کې د یاد سازمان په مرکزي دفتر کې ترلاسه کړه. 
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا «یو. ان. ایچ. سي. آر» د آلمان پخوانۍ صدراعظمې انګلا میرکل ته د جایزې د ورکړې پرمهال په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ میلادي کلنو کې د کډوالو د بحران پرمهال د هغې د ښه رول روبولو له امله ستاینه وکړه. 

میرکل په لومړي ځل د اوکراين جګړې په اړه غږيدلې
میرکل جوړې سوي غونډې ته د مننې په وینا کې د آلمان د پېژندل سوي لیکوال، اریش کاستنر نقل قول یاد کړ: «هیڅ ښه شی وجود نه لري لیکن دا چې تاسو يې په خپله وکړئ.» د هغې په خبره یعنې یو ارزښت هغه مهال معنی لري، چي یو څوک يې تعقیب کړي او د هغه له پاره کوښښ وکړي.  
میرکل وویل چې په ۲۰۱۵ او۲۰۱۶ کلنو کې هغه مهال چې اروپايي ټولنه د مهاجرینو له کړکیچ سره لاس او ګریوان وه، په آلمان کې  زیاتو خلکو په ښاروالیو، ولسوالیو او کلیو کې د زیاتو کډوالو د راتګ له امله ان رضا کارانو هم له وضعیت سره ډیره مرسته وکړه. 
مرکل زیاته کړه: «زما په اند په لومړۍ درجه کې هغه ډیر کسان د دې ویاړ وړ دي چې په هغه وخت کې يې د ستونزو د مهارولو لپاره یو او بل ته لاسونه ورکړل، زه له هغوی څخه مننه کوم، چې په مرسته يې موږ پر ستونزو بریالي سولو.»

ميرکل: له طالبانو سره خبرې اترې اړيني دي
په هغه وخت کي د مرکل دا مشهوره جمله: «موږ يې له عهدې وتلای سوو» د خلکو خولو ته ولوېده او همدا سبب ؤ چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ایټاليايي مشر فلیپو ګراندي هم په آلماني ژبه دغه جمله «wir schaffen das» یو وار بیا تکرار کړه. 
ګراندي وویل: «دا جایزه د آلمان د مخکنۍ صدراعظمې مقام ته د درناوي لپاره ده، ځکه هغه وخت دا د حکومت په سر کې او وروستۍ پرېکړه د دې په لاس کې وه.» هغه زیاته کړه، دا جایزه تر یو میلیون د ډیرو کډوالو د منلو ده، چې بیا هم دغه کار آلمان وکړ. 
په هغه وخت کي د مرکل پرېکړې په آلمان کې د مسیحي دموکرات او مسیحي سوسیال اتحاد ګوندونو په دننه او د المان د خلکو ترمنځ ډېر بحثونه را وپارول.  
د نانسن جایزه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړه جایزه ده. د ملګرو ملتونو اړوند دا اداره تر ۷۰ کلنو د زیات وخت راهیسې د کډوالو په برخه کې فعالیت کوي. دغه جایزه هغه چاته ورکول کېږي چې د کډوالو په اړه يې ځانګړې مرستې کړي وي. 

مرکل: يو مهاجر بحران نه دی، بلکې يو انسان دی
دغه جایزه د نارویژي څېړونکي او ډيپلوماټ فریتیوف نانسن مقام ته د درناوي په خاطر د ده په نامه نومول سوې ده. نانسن د «ملتونو په ټولنه» کې تر اوسني ملګرو ملتونو سازمان مخکې په ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ کلنو کې د کډوالو چارو کمیشنر ؤ. هغه ته په همدې سبب په کال ۱۹۲۲م کي د سولې نوبل جایزه هم ورکول سوې وه. 
انګلا مرکل بشپړ ۱۶ کاله پر له پسې د المان صدراعظمه وه او تیر کال يې له سیاست څخه مخه وکړه او په ټاکنو کې یې ځان بیا ځلې نوماند نه کړ. میرکل په پام کي لري، چې په ۲۰۲۴م کال کي د خپلو خاطرو کتاب خپور کړي. 
Nf/af (dpa, epd)