1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناوالني مړينه؛ روسيه کې تر سلو ډېر کسان نيول شوي

۱۴۰۲ بهمن ۲۸, شنبه

په روسيه کې خلکو د حکومت د خبردارۍ سربېره د شنبې په ورځ د اليکسي ناوالني د مړينې په مناسبت خپله غمشريکي کړې ده. رپوټونه وايي له سلو ډېر کسان نيول شوي. د کرملین دغه سر سخت منتقد پرون په زندان کې مړ شو.

https://p.dw.com/p/4cWgP
Weltweite Anteilnahme nach Tod von Navalny
انځور: Milan Kammermayer/AFP

د آلمان خبري آژانس د «وې دې انفو ټکی کام» په حواله، ليکي چې د جمعې په ورځ د اليکسي ناوالني د مړېنې خبر تر خپرېدو وروسته، په روسيه کې له سلو ډېر مدني فعالان نيول شوي دي.

یوازې په سنت پيترزبورګ کې له ۶۰ ډېر کسان نيول شوي دي. په مجموع کې دغه فعالان د مسکو، بریانسک او کراسنودار په ګډون د روسيې په لسو ښارونو کې نيول شوي دي.

۴۷ کلن الکسي ناوالني د روسيې د ولسمشر، ولاديمير پوتين سرسخت منتقد وو. هغه د ۲۰۲۱م کال د جنوري په ۱۷مه روسيې ته د ستنېدو پر مهال په هوايي ډګر کې ونیول او »سخت دريځۍ« په ګډون مختلفو تورونو په تړاو پر ۱۹ کاله بند محکوم شو. خو له روسيې بهر ناوالني د یو سیاسي بندي په توګه پېژاندل کېده. هغه د روسيې په شمال کې لرې پروت زندان کې بندي وو.

د روسيي دولتي خبري آژانس، تاس، خبر ورکړ چې ناوالني د جمعې په ورځ په زندان کې د ګرځېدو پر مهال ولوېد او بې سده شو. د هغه مړېنې نړېوال غبرګونه له ځانه سره درولودلی دي.

د نوبل د سولې جایزې روسي ګټونکي، ديميتري موراتوف هم د الکسي ناوالني پر مړينه خفګان ښودلی. هغه ليکلي دي: «د حکومت دستګاه وېره څومره لویه ده چې حتی د هغه [ناوالني] د يادښت پر ودانۍ د ګلانو اېښودل هم جرم ګڼل کيږي.»

  (dpa)mks/akh 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل