1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

د ناوالني په یاد د مظاهرو تر ۴۰۰ ډیر ګډونوال نیول شوي

۱۴۰۲ بهمن ۲۹, یکشنبه

د اپوزیسیون ۴۷ کلن مشر ناوالني د جمعې په ورځ د روسیې په یوه محبس کې د قدم وهلو پر مهال بې هوشه او وروسته بیا مړ شو. لویدیځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه پلویان د ناوالني د قتل مسئول ګني.

https://p.dw.com/p/4cYAp
Russland Moskau | Festnahme nach Nawalny-Tod
انځور: REUTERS

روسیه کې چارواکو د اپوزیسیون د مشر الیکسي ناوالني په یاد مظاهرو کې تر ۴۰۰ ډیر ګډون کوونکي نیولي دي. د بشري حقونو له پاره کار کوونکي یوې ډلې او د «وي ډي- انفو» په حواله دناوالني پلویان په مسکو، سنت پیترزبيرګ، او د بیلګراد ترڅنګ په ۳۶ ښارونو کې نیول شوي دي. نیول شوو کسانو په توقیف کې د ناوالني د ناڅاپي مړينې پر ضد احتجاج کولو.

متحدینو یې د روسیې د حکومت د منتقد الیکسي ناوالني مړینه تائیده کړې ده، خو دوی وایي چې د روسیې حکومت کورنۍ ته یې د ناوالني د مړينې له سپارلو څخه انکار کوي.

امریکایي الاصله بریتانوی سوداګر بیل برودر، چې د ولادیمیر پوتین سر سخت مخالف دی د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې دویچه ویله ته ویلي دي: «پوتین الیکسي ناوالني وواژه او د دې وژنې هدف دا دی چې هر څوک چې د ولادیمیر پوتین په اړه فکر کوي، هغوي ته دا پیغام ورسول شي چې که چیرې تاسې ولادیمیر پوتین ننګوئ، نو تاسې به ووژل شئ.»

بیل برودر زیاته کړه چې د ناوالني په نښه کول «د روسیې ولس په بشپړ ډول تر فشار لاندې راوستلو له پاره شوی دی». لویدیځ د ناوالني د مړینې پړه د روسیې پر رهبرۍ ور اچوي، خو مسکو په دې قضیه کې لاس درلودل ردوي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا