1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هرات زلزله ځپلو ته د کورونو د جوړیدو چاري پیل شوې

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۲ مهر ۲۶, چهارشنبه

د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو خلګو له پاره د استوګنیزو کورونو د جوړولو د بنسټ ډبره کیښودل. د طالبانو حکومت ویاند پر خپل ایکس پاڼي لیکلي چې د ۲۱۴۶ استوګنیزو کورونو د جوړولو کار پیل شوی.

https://p.dw.com/p/4Xglp
د هرات زلزله ځپلي سیمي
د هرات زلزله ځپلي سیميانځور: Muhammad Balabuluki/Middle East Images/AFP/Getty Images

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ویلي دي چې دغه کورونه معیاري او د ښارګوټي په ډول د زلزله ځپلو له پاره جوړېږي او هڅه داده چې دا کورونه د ژمي له را رسېدو مخکې بشپړ او پر زیانمنو شوو کورنیو وویشل شي.

بله خوا د زنده جان ولسوالۍ د سیاه آب کلې اوسیدونکي علاوالدین چې د خپلې کورنۍ څلور غړي ېې په تیره زلزله کې له لاسه ورکړي، له دویچه ویله سره په خبرو کې د دې اقدام ستاینه وکړه زیاته ېې کړه چې سرپناه ېې تر ټولو اساسي ضرورت دی: «زموږ په کلې یواځي د ښوونځی ودانۍ پخه جوړه شوې وه چې هغه نه ده چپه شوې نور نو ۹۸ سلنه کورونه نړیدلې دي. زموږ هیله دا ده چې تر ژمي مخکې را ته پاخه او په لوړ کیفیت کورونه جوړ شې چې بیا د زلزلو له امله له دومره تباهۍ سره مخ نشوو.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» تیره ورځ په یوې خبرپاڼۍ کي ویلې وه چې په هرات کې د زلزلو له امله ۳۳۰۰ کورنه په بشپړ ډول له مینځه تللي دي.

د ټولنیزو چارو کار پوه او د مرستندویه ټیمونو غړی غلام یحی عزیزي واېې، دا چې د یادو کسانو له پاره استوګنیز کورونه جوړیږي دا ډیر یو مناسب او پر وخت اقدام دی. د دې کلیو د ماشومانو له پاره ښوونځی او حتې د لوبو میدانونه باید ورغول شې، له دوې سره باید حکومت او نړیوال بنسټونه اوږد مهاله مرستي وکړي، ځکه چې له رواني نظره دا کورنۍ ډیر وخت ته اړتیا لري چې د غم بوج پرې را کم شې.

هغه ويلي دي: «له رواني نظره دا سخته تمامیږي چې ژوندي پاتي شوې کسان هره ورځ د خپلو عزیزانو زیارتونه په سترګو ویني که د مړو شوو کسانو زیارتونه له کورونو لېري وايي دا بهتره وه دا هم مناسبه وه چې ټولو زیانمنو ته پر یوه ځاې کورونه جوړ شوي، خو اوس تر ډیره د ځپل شوو کورنیو غوښتني په نظر کې ونیول شوې.»

د عزیزي په خبره دا ودانۍ د حکومت اوهغه مرستندویه افغانانو او بنسټونو له مرستو جوړيږي چې مخکې ېې د سرپنا په برخه کې ژمني کړي وې. د کلیو د اربابانو، د شهیدانو د کورنیو، د هرات د ښاریانو، علماوو شورا او حکومت په شمول یوه ټیم ته دنده سپارل شوې ده چې هري زیانمي کورنۍ ته به د اوښتي زیان مطابق رسیدګي وسي.

د هرات زلزله او د کورونو ویجاړۍ
د هرات زلزله او د کورونو ویجاړۍانځور: Omid Haqjoo/AP/picture alliance

د ساختماني چارو کارپوه انجینیر حنان وايي: دا چې د زلزلې تلفات دومره زیات شوه یو خو زلزله قوي وه د ځمکې په لس کیلو متري عمق کې رامینځ ته شوه بله خبره دا وه چې کورونه ډیر سست وه چې د انجینرۍ هیڅ معیار پکې په نظر کې نه وو نیول شوې دا باید موږ ته درس راکړي چې نور باید کورونه پر کومه نقشه او کومو موادو جوړ کړو: «د زلزله ځپلو له پاره خو به پاخه کورونه جوړ شې خو دا چې ټوله سیمه د طبیعي پیښو ښکار ده موږ باید د خټینو کورونو جوړیدل بند کړو، د دوو کوټو پر ځاې یوه پخه کوټه جوړه کړو بیا ورو پراختیا ورکول کیږي، د کورونو پاېې باید قوي او په ځمکه کې وي، دیوال او سقف ېې نازک او سپک خو په اومو خښتو د پوښل شوو کمبتي کوټو جوړول باید منع شي.»

د یادونې وړ ده چې د هرات د زنده جان او غوریان ولسوالیو زلزله د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې وه چې د ښار شمال لوېدیځ په ۳۰ کیلومتري واټن کې ېې د نایب رفیع، سياه آب، وردکانو، کرنيل، سربلند، چاهک او سنجاب په ګډون ۱۲ کلې سخت وځپل. دې زلزلې د پراخو مالي زیانونه ترڅنګ د ۱۵۰۰ کسانو ژوند واخیست او تر ۲۰۰۰ ډیر کسانو ېې ټپیان کړل.