1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«۲۵۹ ټاکنیز مرکزونه به تړلي پاتې شي»

میرویس جلالزی (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ مرداد ۲۱, دوشنبه

د ټاکنو کمیسیون وایي چې په راروانو ولسمشریزو او د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې به ۲۵۹ ټاکنیز مرکزونه تړلي پاتې شي. دغه مرکزونه د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې پراته دي چې د امنیتي لاملونو له کبله نه پرانیستل کیږي.

https://p.dw.com/p/19O9d
. Auf dem Bild ist das Schild des afghanischen Wahlkommission zu sehen. Hussain Sirat, DW-Mitarbeiter in Kabul hat dieses Bild am 10.12.12 aufgenommen. Alle Rechte gehören der DW.
Schild der afghanischen Wahlkommissionانځور: DW

دغه مرکزونه د هغو ۷۰۰۰ ټاکنیزو مرکزونو په ډلې کې شامل ول چې د ټاکنو کمیسیون یي نومونه څه باندي پنځه میاشتې مخکې د کورنیو چارو وزارت ته سپارلي ول ترڅو دغه وزارت د هغوی له پاره امنیتي پلان جوړ کړي. د ټاکنو امنیتي پلان د روانې میاشتې په سر کې بشپړ شو.

د ټاکنو کمیسیون په حواله دغه ټاکنیز مرکزونه په فراه، هرات، غزني، زابل، هلمند، بدخشان، سرپل، پروان، میدان وردګ، کپیسا، کونړ او نورستان ولایتونو کې دي. د دې کمیسیون د دارانشاه رئیس ضیا الحق امرخیل، د دوشنبې په ورځ وویل چې د کورنیو چارو وزارت هغوی ته ویلي دي چې نه شي کولای د ۲۵۹ ټاکنیزو مرکزونو امنیت تضمین کړي. امرخیل وویل: «تیره اوونۍ امنیتي ارګانونه وتوانیدل چې د ټاکنو له کمیسیون سره خپل معلومات شریک کړي او پري وغږیږي. هغوي ویلي دي چې له ۶۸۴۵ مرکزونو څخه د ۲۵۹ مرکزونو امنیت نه شي نیولای.»

د مرخیل په خبره افغان امنیتي چارواکو ویلي دي چې دغه ۲۵۹ ټاکنیز مرکزونه په داسې سمیو کې پراته دي چې د حکومت وسله واله مخالفین په کې ډیر حضور لري.

د ټاکنو کمیسیون په داسې حال کې د څه نا څه ۲۶۰ مرکزونو د نه پرانیستل کیدو خبره کوي چې تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی وو چې د کمیسیون له لوري دوی ته د سپارل شویو ۷۰۰۰ مرکزونو امنیتي پلان یې د ټاکنو کمیسیون ته سپارلی دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، هم په یوه خبري کنفرانس کې د یو شمیر ټاکنیزو مرکزونو پر وړاندې د امنیتي ستونزو شتون ومانه او ویې ویل چې هغوی اوس په دې برخه کې په کار بوخت دي. صدیقي روښانه کړه: «اوس یو شمیر امنیتي ګواښونه شته چې ورباندې کار روان دی. افغان ملي پولیس په نورو بدیلو پلانونو باندې کار کوي چې له ګواښ سره د مخامخو دغو مرکزونو امنیت ټینگ کړي.»

د نوم لیکنې بهیر له گواښ سره مخامخ دی

د ټاکنو کمیسیون هم د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو په ۱۲ ولسوالیو کې د امنیتي ګواښونو له کبله د رایه ورکونکو د نوم لیکنې د مرکزونو د نه پرانیستلو خبر ورکړی دی. دغه مرکزونه د هلمند په دیشو او باغران، د زابل په کاکړ، د غزني په ناوه، خوګياڼي او زنه خان، د نورستان په کامدیش، وامه او منډول، د کنړ په چپه دره، د کاپیسا په اله سای او د پکتیکا په ګیان ولسوالیو کې پراته دي.

د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشاه ریس ضیا الحق امرخیل، وویل چې دوي پوره چمتووالي لري چې په راتلونکې یوې نیمې میاشتې کې درو ملیونو کسانو ته د رای اچوونې کارتونه وویشي. امرخیل زیاته کړه: «که چیرې زموږ امنیت خوندي شي موږ به له لوژستیکي، مالي او ټولو اړخونو په خپلو شته وړتیاوو د ملک ټولو خلکو ته د کارتونو د ویش اسانتیا برابره کړو.»

ټاکل شوې ده چې د افغانستان را رواني ولسمشرې او د ولایتي شورا ګانو ټاکنې د ۱۳۹۳ کال د وري میاشتي په ۱۶مه نیټه تر سره شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب